په اسلام کې د ښځو د حقوقو او حیثیت په اړه د ځینې لویدیځ پوهانو نظریات

نامتو فرانسوي ليکوال، محقق او ټولنپوه ( ډاکتر ګوستاول بون) د خپل کتاب (عربي تمدن) په ٢٧٣ او ٢٧٤ پاڼو کې دارنګه ليکلي دي :

((اسلام د ښځو په تمدني حالت باندى ډير لوى اثر وغورځاوه او هغه يې د سپکاوي او ذلت څخه لوړې درجې ته راپورته کړه، د اسلام وراثتي قانون او دښځو حقوق د اروپا د وراثت او ښځو د قانون څخه غوره او بهتر دى ځکه هغه د ښځو د فطرت او طبعيت سره سم، برابر او موافق دى .

پس دا ثابته شوه چې اسلام ښځه د سپکاوي او ذلت پرځاى نوره هم لوړه کړه، دا ځما خبره نده بلکه ځما څخه مخکې (موسيو کوسان اى پرسوان) هم کړې وه او په اوسني وخت کې (موسيومار تاليمى سينټ هيلر) هم همدا نظر وړاندى کړې دى)) (تمدن عرب: ډاکټر ګوستاول بون فرانسوي: ٢٧٣ – ٢٧٤)

نامتو مستشرق (ختيځ پوه) او د لندن په پوهنتون کې د عربي ژبې استاذ پروفيسر هملټن اې، آر، ګب Hamilton A.R.Gibb د خپل کتاب (اسلام او محمد) په (٢٣) پاڼه کې وايي :

((دا يو منلې شوى حقيقت دى چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم اصلاحاتو د ښځو مرتبه او درجه لوړه کړه)) Hamilton-A.R.Gibb/ Mohammadd and Islam Londan.195- P-33

د فلسفې په ډکشنري کې والټير د قرآن د فسلفې تر عنوان لاندي دارنګه ليکلي:

موږ ددې څخه ناخبره نه يو چې قرآن ښځې ته هغه امتياز ورکوي کوم چې د فطرت له لوري څخه ورکړل شويدى، دا به ناروا او غلطه خبره وي چې موږ ووايو چې محمدي شريعت ښځو ته حق ندى ورکړې او يا يې ورسره زياتې کړې دى.

د اروپا نامتو تاريخ ليکوونکی ( آرتر ګليمن Arthur Gilman ) پخپل کتاب د اسلام په تاريخ History of the Islam په ١٤١ مخ کې دارنګه ليکلي دي :

((زه د پوره څيړنو او تحقيقاتو څخه وروسته ليکم چې د حضرت مسيح څخه شپږ سوه کاله وروسته ښځه په ډير بد حالت کې وه، د هغې هېڅ حيثيت نه ؤ، هغې هېڅ حق نه درلوده، په ٦١١م کال د اسلام پيغمبر هغوى ته لوړتيا ورپه برخه کړه، هغوى يې د سپکاوي او ذلت له کندې څخه د عزت او درناوي عرش ته ورسولې، زه په پوره باور سره دا وايم چې اسلام څومره حقوق او عزت ښځې ته ورکړيدى هغه هېڅ مذهب هم ندى ورکړې، د اسلام پيغمبر چې څومره د ښځې پلوي توب کړې هېڅ مصلح داسې ندي کړي، اسلام حکم کوي چې د خپلو ښځو سره عدل او انصاف وکړئ او د مال د لاسته راوړلو لپاره په ښځو باندى ولکه مه لګوئ، هغوى ته کړاو او تکليف مه ورکوئ، د هغوى په ښوونه او روزنه کې هلې ځلې وکړئ، حال داچې په مسيحي دين کې عيسايي ښځه عالمه کيداى نشي بلکى خادمه جوړيداى شي)) ( هسټري آف اسلام – ١٤١ پاڼه )

د کاناډا مشهور قانون پوه او جج مسټر جسټس کريبائټس دارنګه وايي :

((حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په نړۍ کې د ښځو د حقوقو تر ټولو لوى پلوي کوونکې دى)).

جي ډبليو لا ليټ نرو پخپل کتاب کې دارنګه ليکلي دي :

((ښځې ته چې کوم عزت، درناوې او مقام حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ورکړيدى په ټولنه کې هېڅ مذهب ندى ورکړې)).

(Lelithe,G.W/Mohammad and Islam in Religious System of The World, London.1893)

پروفيسر راماکرشناراؤ (پخپل کتاب حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د اسلام پيغمبر) Mohammad the Prophet of Islam کې دارنګه لیکلي دي :

((د اسلام د ازادۍ يو روح دادى چې ښځه يې د نورو د غلامۍ څخه خلاصه کړه، اسلام څو پيړۍ مخکې دا اعلان کړي ؤ چې د ښځې حقوق محترم دي بايد هغوى د خپلو حقوقو څخه بى برخى نشي)).

(اسلام کې پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم) د راماکرشناراؤ ليکنه د کريسنټ پبليشنګ چاپ (٩پاڼه).

جان هيګټ (جنرال ګلپ پاشا) پخپل کتاب (د حضرت محمدصلی الله عليه وسلم ژوند او وخت) کې ليکلي دي:

((حضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ښځو مالي مرسته پدى توګه وکړه چې هغوى ته يې په ميراث کې ټاکلې برخه ورکړه، د خپل مور او پلار په ميراث کې يې هم برخمنه وګرځوله، هغه صلی الله عليه وسلم نوى پيداشوې انجونې د ژوندي خښولو څخه وژغورلې)). (جان هيګټ جنرال ګلپ پاشا / محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم (٣١٠ پاڼه).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب