د علوم القرآن د حاصلولو اهميت څه دی؟

قرآنکريم د اسلام او اسلامي شريعت لومړی اساسي مصدر دی د قرآنکريم د صحيح زده کړې په وسيله سړي د اسلامي شريعت له احکامو او اصولو په صحيح شان پوهېدلای شي ځکه عادي کسان د عقائدو، عباداتو، معاملاتو، ميراث، عقوبات، سياست او نور کې خطا کيږي.

پس علماء د أنبياؤ وارثان دي چې دوی به عامو خلکو ته لارښوونه کوي او هغوی به له خطا څخه ژغوري.

په قرآنکريم او سنتو کې د ټولو مشکلات حل شته هغه که فرد دی ، ټولنه ده او که دولت او حکومت دی.

نن ډير حکومتونه چې ځانونه مسلمان او د اسلامي حکومت دارۍ دعوی لري قرآن او سنت يې ترک کړي دي د بشر په ساختګي قوانينو باندې عمل کوي چې دا د قرآن او ايمان سره لويه جفا ده . ترکي عالم نظام الدين إبراهيم اوغلو په خپل کتاب علوم القرآن کې ليکلي دي :

دا چې قرآنکريم د حق لارښوونکی دی سربيره پر هغه د علم او طبعيت يو علمي معجزه هم ده، د قرآنکريم تقريباً (۶۷۰) آيتونه د علم څخه بحث کوي.

الله سبحانه وتعالی پخپل فضل ټول علوم د قرآنکريم او انبياء عليهم السلام د وحي ، د صالحو کسانو د کراماتو او فکر او همدارنګه د ځنو کسانو د خوب او الهام په ذريعه بيان کړي او انسان په دې باندې وتوانيد چې د نن عصر موجود علوم کشف کړي ځکه الله سبحانه وتعالی انسان ته د موجوده علومو د کشف او اختراع توان ورکړې دی چې هغه د انسان مغز دی چې په ميليونو حجرې پکې شتون لري .

همدارنګه الله سبحانه وتعالی مونږ ته د اسلامي شريعت په ذريعه د ژوند کولو طريقه بيان کړې او د هغه د پاره يې واضح احکام راليږلي دي چې بل څوک يې د تغير هيڅ صلاحيت نلري .

مثلاً د امنيت او ټولنيز ژوند طريقه چې بل ته هر قسم ضرر رسول حرام دي او د ضرر رسولو په صورت کې د حدودو د پلې کولو قانون وضع شوی دی .

د ځمکې پر مخ چې د انسان د استفادې او کټې لپاره کوم شيان دي د هغه د استفادې او استعمال طريقه، حلال او حرام راته بيان شوي دی.

لنډ دا چې قرآن د حق او عدالت قانون او د بشر د ژوندانه لارښود دی او علوم القرآن د دغه سپيڅلې کتاب د پيژندو وسيله ده .

 د علوم القرآن موضوعات :

۱- علم أسباب النزول ،
۲- علم المکي او المدني ،
۳- علم التفسير ،
۴- علم اصول تفسير،
۵- علم الناسخ و المنسوخ،
۶-علم القراءات،
۷- علم اعجاز القرآن ،
۸- علم التجويد ،
۸- علم رسم المصاحف (رسم القراني) ،
۹- علم غريب القرآن ،
۱۰- علم محکم و المتشابه فی القرآن .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب