د علماوو عزت وکړئ!

قال النبي صَلِّ الله عليه وسلم : ” إن العلماء ورثة الأنبياء و ان الأنبياء لم ورثوا ديناراً ولا درهماً إنها ورثوا العلم فمن أخذه أخذ بحظٍ وافرٍ ” رواه ابو داؤد .
ژباره : علماء د انبياو وارثين دي او انبياو نه دينار په ميراث كي پرېیښې او نه هم درهم، بلكې څه يې چې پرېیښې دي هغه علم ده، نو هر څوك چې هغه علم ياد كړي او عمل پرې وكړي نو د دنیا او اخر زياته ګټه به یې حاصله كړې وي .

قدرمنو دوستانو!
وگورئ علماوو ته او د هغوي په څېرو كې د علم له وجې څخه پيدا شوي نور ته ، رښتيا هم چې علماء د أنبياو وارثين دي، لكه څنگه چې په حديث شریف كې یادونه وشوه؛ دوی ته له انبياو څخه كومې ځمكې،شتمنۍ او جايدادونه نه دي پاتي، بلكې هغه څه چې پاتې دي د هغوی علم دی، د همدغه علم په واسطه مونږ او تاسې په “بما آتاهم الله من فضله” باندي خبروي، يعنې هغه څه چې د الله تعالی له طرف څخه نازل شوي مونږ او تاسو ته يې رسوي او بيانوي ،علماء د اُمت مسلمه روښانه مشالونه دي، دوی ته نزدې شئ له دوی سره مينه وكړئ، او د دوی عزت صرف او صرف د الله تعالی د رضا په خاطر وکړئ، لكه څنگه چې پوهېږئ مونږ د فتنې په زمانه ( په اخره زمانه ) کې ژوند كوو، د قيامت له وړو وړو نښو څخه داسي څه نښه نه ده پاتې چې نه وي ښکاره شوې، ددې ترڅنګ شروع كېدونكې دي د قيامت لوې لوې علامې او دا به ډېر وخت ونه نيسي.

گرانو دوستانو!
له خپلو علماو نه مو د دين پوهه حاصله كړئ، مخكي له دې چې د علم لمن د ځمكي له سره ټوله شي، قدرمنو لوستوونکو، د علماو سپكاوی مه كوئ، په هغوی پسې سپكې او سپوري خبرې مه کوئ ؛ د علماو سپكاوی په حقيقت كې د آنبياو سپكاوی دی، د اسلام مبارک دین هيڅ مسلمان ته دا حق نه دی ورکړي چې د خپلو علماو سپكاوی دې وکړي،کوم کسان چې د خپلو علماوو سپکاوی کوي یا یې هم د خپلو علماو بې عزتي ته اړولې وي په واضیح توګه ویلای شو چې د یادو کسانو په عقيده او ایمان كې به هرو مرو خلل واقع شوی وي.
ابن مبارك رحمة الله عليه وایې ? من استخف بالعلماء ذهبت آخرته ، و من استخفت بالأمراء ذهبت دنياه ، و من استخفت بالإخوان ذهبت مروءته)
چا چي علماو ته سپكاوي وكړ نو آخرت يي لاړ ، او چا چي د دین او شرعیت په چوکاټ برابر حاكمانو ته سپكاوی وكړ نو دنيا يې ولاړه، او چا چي يو مسلمان ورور ته سپكاوی وكړ نو له ده څخه نرتوب او مېړانه لاړه .
الله تعالی په خپل سپېڅلي کتاب قران کریم کې فرمايې: ( يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِى الْأَمْرِ مِنكُمْ) “سورة النساء الآية ٥٩”
اي كسانو چي ايمان مو راوړي، د الله او د رسول اطاعت وكړئ، او د هغو كسانو اطاعت وکړئ چي ستاسي څخه د امر خاوندان وي.
علماء وايې چي له “وَأُولِى الْأَمْرِ” نه مراد علماء دي، او بعضي مفسرين بيا وايې چې له “وَأُولِى الْأَمْرِ ” نه مراد علماء او آمران يعنې حاكمان دي، نو له پورته آيت نه دا واضیح او څرګنده معلومېږي چې د علماوو اطاعت پر موږ او تاسو ټولو واجب دی.
نبي عليه الصلاة والسلام فرمايلي دي: فضل العالم على العابد كفضلي على أدناكم ) “رواه ترمذي”
د عالم فضيلت پر عابد انسان باندي داسې دی لكه زما فضيلت ستاسي پر ټيت ترين انسان باندي .
او په بل حديث كي رازي ( إن العالم ليستغفر له من في السموات و من في الأرض حتى الحيتان في البحر )” رواه إبن ماجة”
يقيناً چې د يو عالم د مغفرت لپاره دعاوي كوي هغه څوك چي په ځمكه كې دي، او هغه څوك چې آسمانونو كې دي، او حتى ماهيان په بحر كي .
او بل حديث کې راځي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ( و من يرد الله به خيراً يفقهه في الدين ) “متفق علي”
ژباړه : او چا ته چې الله تعالی د خير اراده وكړي نو په دين كې به پوهه ور كړي.
نو راځې د خپلو علماوو له بې عزتي او سپکاوي لاسونه واخلو او د خپلو نېکوو علماءو عزت،درناوی وقار، او علمیت خوندي وساتو.
و من الله التوفيق ..

حیاء شېرزی

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ