د عبد الله بن عمر او شپانه کیسه

ابن الاثير په خپل کتاب (اسدالغابه في معرفه الصحابه) کې ليكي: نافع وايي عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما له خپلو ملګرو سره د مدينې منورې يوې صحراء ته ووت په صحراء كې يې دسترخوان وغوړاوه، په دې وخت کې په دوى باندي يوشپون راغى او سلام يې ورواچاوه ابن عمر ورته وويل: راځه له مونږ سره ډوډۍ وخوره! شپانه ورته وويل: زما روژه ده، ابن عمر ورته وويل: په دې سخته ګرمي كې دې روژه ده اوميږې هم پيايې ؟! شپانه وويل: غواړم په دې ورځو كې د اخرت توښه برابره كړم.

ابن عمر دده د تقوى معلومولو له پاره ورته وويل: يوه ميږه راباندي خرڅه كړه پيسې به يې هم دركړو اودروژه ماتي له پاره به غوښه هم دركړو، شپانه وويل: دا مال زما نه ده زما د څښتن ده، ابن عمر وويل چې يوه ميږه دې وركه شي نوڅښتن به دي څه درته ووايي؟ شپانه ابن عمر ته شاكړه او اسمان ته يې ګوته ونيوله او ویې ويل: فاين الله؟! يعنې نو الله به چرته وي هغه خو مي ويني .

ابن عمر رضی الله عنه ته د شپانه خبرې ډیر خوند وركړ، د ده ملګرې وایي: دی چې په لاره روان و هم له ځانه سره يې دهغه خبره تكراروله: قال الراعى فاين الله؟ (شپانه وویل چې نو خدای به چیرته وي ) مدينې منورې ته چې راغى د شپانه بادار يې پيداكړ شپون او ټول مال يې ورنه واخيست . شپون يې ازادكړ او هغه مال يې ټول شپانه ته وركړ.

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button