د شین چای روغتیایي زیانونه

د (24timer  ) پنامه ډنمارکی ژبی ورځپاڼی خپل د ۱۷ / ۰۱ / ۲۰۱۱ نیټی په ګڼه کی د ( شین چای ستاسی اینه زیانمنه کوی ) تر سرلیک لاندی یوه څیړنیزه لیکنه خپره کړیده چی پښتو ژباړی ته یی په لاندی کرښو کی د درنو لوستونکو پام را ګرځوم : 

       ډاکتران په حیرانتیا سره وایی چی شین چای د ګټورو انتی اوکسیدانتی موادو د درلودلو سره سره ستاسی اینه زهرجنه ( مسموم ) کوی ( انتی اوکسیدانت – دا هغه طبعی اویا په مصنوعی ډول جوړ شوی  مواد دی لکه انزایمونه او نور عضوی مالیکولونه چی د اینی په انساجو کی د اکسیجن دتخریبی اغیزو مخنیوی کوی . ژباړونکی ) . په نړۍ کی ډیر کسان شته چی هره ورځ شین چای څکی او یو شمیر یی لدغه لامله د اینی د زهری کیدلو سره مخامخ کیږی .

د ګلوستروپ  (Glostrup) په روغتون کی یوی ډلی ډکترانو په لومړی ځل دا ډول زهری کیدل په یوی ۵۵ کلنی ښځی کی و موندل چی اینه یی دشین چای د څکلو لامله التهابی شوی وه . یو نیم کال وړاندی دغه ښځه روغه غوندی په روغتون کی پدی خاطر بستر شوه چی خپل شخصی ډاکتر یی د اینی د تست په نتیجه کی ځینی اعداد په غیرنورمال ډول لوړ تثبیت کړی وو . که څه هم دقیق او هر اړخیز معاینات ترسره شوه مګر دهیڅ ډول درملو ، الکولو ، ویروسونو او یا د شخصی محافظوی سیسټم د لاری د نوموړو عددونو دجګوالی لامل و نه موندل شو .
ګټور او زهری مواد  :

په نوموړی روغتون کی ډاکتر جوهن روهدی (Johan Rohde  ) پدی اړوند وایی : « تر ډیرو پوښتنو ګرویږونو وروسته ښځی څرګنده کړه چی دا هره ورځ د څلورو څخه تر شپږو ګیلاسونو پوری شینی چای څکی . په پای کی مو هغه له روغتون نه رخصت او سپارښته مو ورته وکړه چی نور دی دشنو چایو له څکلو څخه بیخی لاس واخلی . کله چی څو میاشتی وروسته هغه دکنترولی معاینو پخاطر راغله ، څرګنده شوه چی د اینی نوموړی عددونه  یی نورمالی کچی ته راغلی وو » .

د نوموړی ډاکتر د څیړنو له مخی هغه شی چی ددغی ښځی د اینی د التهابی کیدلو باعث ګرځیدلی وو ، هغه انتی اوکسیدانتی مواد دی چی همدارنګه د روغتیا دپاره مفید ګڼل کیږی . وروسته پر ځینو حیواناتو باندی یو لړ څیړنو وښودل چی همدغه ګټور انتی اوکسیدانت کولای شی د اینی په زهری کیدلو کی رول ولوبوی .
ډاکتر جوهن روهدی وایی : « یو شمیر داسی درملونه شته لکه انتی بیوتیک چی کیدلای شی د داډول ناروغی درامنځته کولو لامل شی مګر دشنو چایود څکلو له کبله پدی ناروغی باندی اخته کیدل د حیرانتیا وړ خبره ده  . دی زیاتوی چی وروسته یی دا وموندل چی په نورو هیوادونو کی هم خلګ دشنو چایو د څکلو له مخی د اینی د التهابی کیدو سره د نوموړو چایو په وړاندی ددی ډول غبرګون سره مخامخ شویدی . په ځینو ځانګړو مواردو کی دا کار ددی سبب شوی چی د اینی نیمګړتیاوی رامنځته کړی . ددی ستونزو سره سره بیا هم ددی خبری مانا دا نده چی څومره شنی چای په کور کی لری ، هغه کثافتدانی ته وغورځوې دا ځکه چی د اینی د عدد جګوالی هروخت د اینی د التهابی کیدو سره تړلی نه وی . د یادی بستری شوی ښځی بیلګه ښئی چی هره ورځ په زیاته پیمانه ( د څلورو شپږو پیالو نه زیات ) د شنو چایو څکلو ته باید زړه ښه نکړل شی .

your ads

د اینی التهابی کیدلو یا هیپاتیت ( Hepatitis) بنسټیز لاملونه :
هیپاتیت کولای شی بیلابیل لاملونه ولری چی تر ټولو مهم لامل یی عفونی یا میکروبی دی . لدی نه پرته الکول ، یو شمیر داروګان او په ارګانیزم کی د اوسپنی او مسو د تعاملاتو د اختلال څخه راپیښی شوی ناروغې هم د اینی په التهابی کیدو یا هیپاتیت باندی انسان مصاب کولای شی . په ځینو کسانو کی د هیپاتیت ځانګړی ډول لیدل شوی چیری چی د بدن ذاتی معافیتی مقاومت د یو لړ ناپیژندل شوولاملونو له کبله د اینی په وړاندی غبرګون ښئی او هیپاتیت منځته راولی . دا ډول هیپاتیت د ( Autoimmun Hepatitis) پنامه یادوی . یو زیات شمیر ویروسونه هم شته چی د هیپاتیت لامل ګرځی ، دبیلګی په توګه د ویروسی التهابی کیدو هغه ساده شکل چی د غدوی ریږدونکی تبی له مخی منځته راځی او د مونونوکلئیوز ( Mononukleose) پنامه یی یادوی .  د ژباړی پای

      د ژباړونکی یادونه :
زه پخپله د عادت له مخی تور چای څکم او د بانډار انډیوالان می ټول پدی خبر دی چی د شنو چایو سره می ډیره جوړه نده . یوه ورځ می د چایو سره د بانډار پر وخت په لوړه ورځپاڼه کی د لیکل شوی خبر په اړوند کیسه ورته وکړه ، ځینو له هغوی نه داسی و ښودل چی ګواکی زه پدی خاطر چی د شنو چایو سره می جوړه نده ، نو یی پرضد کمپاین کوم . هغه دوستان به می هم د نورو لوستونکو تر څنګ دادی د نوموړی لیکنی ژباړه ولولی او نور دوی پوه شه او دشنو چایو سره یی مینه . باید ووایم د لوړی لیکنی موخه دا نده چی خلګ باید دشنو چایو څخه بیخی لاس واخلی بلکه اصلی سپارښت یی دادی چی په ډیره پیمانه یی څکل د اینی د التهابی کیدو امکانات ډیروی . ځکه نو پکار ده چی په پام سره وڅکلی شی .
ـ  د ټولو د روغتیا په هیله !

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب