د شپې بنډارونه څه حکم لري؟
د شپې بنډارونه څه حکم لري؟
علمای کرام فرمایي چې له ماسخوتن مانځه وروسته ویښ پاتې کیدل او مجلسونه کول حتی که د روا کارونو کولو لپاره هم وي مکروه دي.
۱- د امام بخاري په روایت «۵۶۸» حدیث شریف او د مسلم په روایت «۶۴۷» حدیث شریف کې ابوهریرة رضي الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له ماسخوتن مانځه مخکې خوبیدل او ترې وروسته نه خوبیدل بد(مکروه) ګڼل.
۲- د حدیثو امام حافظ ابن رجب رحمت الله علیه فرمایي:« که له ماسخوتن مانځه وروسته عبث، بد ویل او چټیاتو مجلس وو نو بې شکه مکره دی.»
قال الحافظ ابن رجب : «ومتى كان السمر بلغو، ورفث، وهجاء، فإنه مكروه بغير شك». ” «فتح الباري: ۳/۳۷۷»
۳- امام نووي رحمت الله علیه فرمایل:« علماوو اتفاق کړی چې له ماسخوتن مانځه وروسته د خیر له خبرو پرته نورې خبرې مکروه دي. او د مکروهیت لامل دا دی چې بې خوبي پېښوي، او د خوب درنیدو له کبله د تهجد پاتې کیدلو انديښنه زیږوي، یا له ذکر څخه، او د سهار مونځ له روا، یا مناسب یا له افضل وخت څخه ځنډيږي. او د شپې بې خوبي د ورځې دیني حقوقو، اطاعتونو، او دنیايي اړتیاوو کې د سستۍ/لټۍ لامل کیږي».
قال النووي: «وَاتَّفَقَ الْعُلَمَاء عَلَى كَرَاهَة الْحَدِيث بَعْدهَا إِلَّا مَا كَانَ فِي خَيْر. وَسَبَب كَرَاهَة الْحَدِيث بَعْدهَا أَنَّهُ يُؤَدِّي إِلَى السَّهَر، وَيُخَاف مِنْهُ غَلَبَة النَّوْم عَنْ قِيَام اللَّيْل، أَوْ الذِّكْر فِيهِ، أَوْ عَنْ صَلَاة الصُّبْح فِي وَقْتهَا الْجَائِز، أَوْ فِي وَقْتهَا الْمُخْتَار أَوْ الْأَفْضَل. وَلِأَنَّ السَّهَر فِي اللَّيْل سَبَب لِلْكَسَلِ فِي النَّهَار عَمَّا يَتَوَجَّه مِنْ حُقُوق الدِّين، وَالطَّاعَات، وَمَصَالِح الدُّنْيَا»« شرح صحيح مسلم: ۵/۱۴۶.»
۴- د صحیح البخاري شارح امام ابن حجر رحمت الله علیه فرمایي:«له ماسخوتن مانځه وروسته بنډار کیدای شي د سهار له مانځه، یا یې له بهتر وخت څخه، یا له تهجدو څخه د ویستلو لامل شي.
عمر رضی الله عنه به له ماسخوتن مانځه وروسته بنډار باندې خلک وهل او فرمایل به یې:« آیا د شپې اوله برخه ویښه او آخره خوب کول؟!»
وقال الحافظ ابن حجر: “وَالسَّمَر بَعْدَهَا قَدْ يُؤَدِّي إِلَى النَّوْم عَنْ الصُّبْح ، أَوْ عَنْ وَقْتهَا الْمُخْتَار ، أَوْ عَنْ قِيَام اللَّيْل .
وَكَانَ عُمَر بْن الْخَطَّابِ يَضْرِب النَّاس عَلَى ذَلِكَ وَيَقُول : أَسَمَرًا أَوَّلَ اللَّيْل وَنَوْمًا آخِرَهُ ؟” . انتهى من ” فتح الباري” (۲/ ۷۳).