د سمندرونو ترمنځ مايع پردې | مرج البحرین

مرج البحرين:

(وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخاً وَحِجْراً مَّحْجُوراً) [الفرقان: 53] (او دى هغه ذات دى چې دوه سمندرونه يې خوشې کړي چې دا يو ډېر خوږ خوندور دى او دا بل مالګين تريخ او د دواړو ترمنځ يې يوه پرده واچوله او يو بند چې منع کړې شوى دى)

په دې ايت کې الله تعالى د خپلو نعمتونو يادونه کوي، د خوږ نهر  او تريخ سمندر  ترمنځ هغه پرده يادوي چې يو بل منع کوي اودځمکې پرمخ د اوبو توازن ساتي ، په ايت کې د (بَرْزَخاً) او (حِجْراً ) توري راغلي دي ، برزخ هغه پردې ته وايي چې د خوږ خوندور سيند او تريخ مالګين سمندر ترمنځ واټن ساتي او حجر بند ته واى . فيروز آبادي (رح)  په خپل کتاب معجم القاموس المحيط کې وايي: “الحَجْرُ: المَنْعُ، (حجر منعي ته وايي) عرب وايي: نشأَ في حِجْره أي: في حِفظِه” (په ساتنه کې يې رالوى شو)

ابن کثير (رح) د همدې ايت په تفسير کې وايي: الله تعالى هغه ذات دى چې دوه سمندرونه ( خوږې او ترخې اوبه)  يې پيدا کړې لکه سيندونه ،چينې اوکوهيان ، چې همدا خوږ سمندر دى،  اود دواړو ترمنځ يې بند پېدا کړى ترڅو يوله بل نه وساتل شي

پلټونکو تر اوږدې پلټني وروسته په سمندر کې مائعې پردې کشف کړې دي چې د خوږو اوبو او تريخ سمندر ترمنځ واټن راولي، دوى وايي دا معلومات د انسان په ژوند کې ډېر نه وي او دعجائبو طبعياتو څخه دي ،خو دې حقيقت ته الله تعالۍ په سلګونه کاله وړاندې اشاره کړې ده، هغه جل جلا له فرمايي چې موږ خوږ خوندور نهر او مالګين تريخ سمندر پيدا کړل او د دواړو ترمنځ مو يوه پرده واجوله او يو بند ترڅو يو له بل نه منع  شي. اوس په عملي ډول ثابت شوي چې د سمندر اوبه پرته له کوم تجاوز نه نهرونوته ننوځي او د همدې کلکې پردې له لارې خپل توازن ساتي.

دغه راز څرګند شوي چې د ځمکې پرمخ د ټولولويوسمندرونو ترمنځ مائعي پردې دي، د بيلګې په ډول هغه نقطه چې سور سمندر ګى او هندې سمندر سره يوځاى کوي د باب المندب په تنګه دروازه کې ده، هغه يوه اوږده سيمه ده چې د دواړو سمندرونو ترمنځ يوشمير کلو متره واټن لري همدا د برزخ سيمه ده،  دا راز هر سمندر د بل سره پردې لري او هيڅکله نه سره يوځاى کيږي.

د خوږ نهر او تريخ مالګين سمندر ترمنځ پرده

%D8%AF %D8%B3%D9%85%D9%86%D8%AF%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%88 %D8%AA%D8%B1 %D9%85%D9%86%DA%81 %D9%BE%D8%B1%D8%AF%DB%90 1

الله تعالى فرمايي: (مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ * بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَا يَبْغِيَانِ) [الرحمن: 19-20]. (هغه (الله) دوه سيندونه داسې بهولي چې سره نښتي دي خو ترمنځ يې يوه پرده ده چې يو پر بل نه ور ګډيږي) مرج ګډيدلو او برزخ پردې ته واي، اوس دانځورونو اخيستلو اوپلټنو وروسته څرګنده شوې ده چې هر سمندر د بل سره واټن لري چې له امله يې د اوبو په جريان کې ګډون رامنځ ته کيږي، توازن ساتي او د يو بل سره ګډيږي خو عجيبه داده چې په زرګونه کلونو تېريدو بيا هم سمندر د خپلو ځانګړتياوو سره سم روان دى هيڅ ډول بدلون پکې نه راځي او دا د الله تعالى د سترې واکمنۍ يو لوى دليل دى.!!!

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب