د سقط جنین مختلف لاملونه او فقهي حکمونه
په کورني ګډ ژوندانه کې د مېرمنې او خاوند تر منځ یو له هغو تودو مسائلو څخه چې زیات پوښتل کیږي د حمل پر مهال د جنین(د ولادت وړاندی د ماشوم) د غورځولو مسئله ده؛ او دا کار هم زیات لاملونه لري؛ لکه: کله کله دا کار د یوې اړتیا پر اساس رامنځ ته کیږي او هغه داسې چې: د مور صحي حالت او وضعیت داسې وخیم (اندېښمن) وي چې د ماشوم د رامنځ ته کېدلو په صورت کې ئې ژوند له خطر سره مخامخ کیږي، (یا همدا شان کله کله د یوې مېرمنې د ژوند حالات ددې غوښتنه نه کوي تر څو زیات اولاد ولري ،مثلاً کیدای شي متعلمه یا په پوهنتون کې محصله وي؛ او هغه وغواړي زده کړې وکړي؛ او د پوهنتون له فراغت وروسته بیا وغواړي چې د اولاد څښتنه شي؛ ترڅو د هغوی پالنې او روزنې ته وزګاره وي)، همداراز کله کله بیا له دې کار څخه د زوجینو هدف دا وي چې: والدین د اولاد بوج له خپلو اوږو څخه غورځول وغواړي او یا له دې دواړو سره ددې وېره شتون ولري چې د اولاد ته به بیا نفقه له کومه ځایه پیدا کوي.
درېیم لامل داسې هم کېدلی شي چې: یوه مېرمن ددې لپاره نه غواړي ماشومان راوړي تر څو تل همداسې ځوانه پاتې شي او خپله ځواني او ښکلا له لاسه ورنکړي او خپل صورت همداسې تاند او تازه وساتي؛ نو ددې کار لپاره وغواړي د یوې لنډې مودې لپاره د اولاد راوړلو په پروسه کې ځنډ راولي.
بل لامل داسې هم کېدلی شي چې یوه مېرمن او خاوند یو له بل سره خورا بې کچې مینه ولري؛ او دوي دواړه وغواړي د واده کولو په لومړیو کلونو کې تر یوې مودې پورې د خپل واده څخه زیات خوند واخلي ،او نه غواړي اولاد ولري(او بالخصوص کله چې دوي دواړو په لږ عمر کې سره واده کړی وي) او د زیات کوروالی پر بنسټ دواړه طرفونه پر دې هوکړه وکړي چې نور به اولاد نه راوړي. بل لوري ته ددې قضیې له نورو لاملونو څخه دا هم کېدلی شي چې: په ځینو کورنیو کې د یوې مور سره دا وېره په زړه کې وي چې د اولاد په راوړلو سره به یې خاوند ورته طلاق ورکړي.
نو دا پورته ټول لاملونه ټول جلا جلا فقهي احکام لري چې مونږ دلته هڅه کړېده په دې لنډه لیکنه کې د همدې مسئلې په اړه بشپړ معلومات له تاسې درنو لوستونکو سره شریک کړو؛ او پدې لاندې څو کرښو کې به د یو ورور هغې پوښتنې ته هم ځواب ورکړو کوم چې په دې اړه زمونږ څخه پوښتلي ؤ: آیا د 120 ورځو(څلورو میاشتو) څخه وړاندې د ماشوم سقط (غورځول) په اسلامي فقهه کې څه حکم لري؟
د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې: په اسلامي شریعت کې اصل خو دادی چې؛ هر کله یوه مېرمن امېدواره شي(حمل واخلي)؛ نو په جنین کې د روح د پوکېدلو (د 120 ورځو څخه وروسته) د هغه له منځه وړل حرام ګرځول کیږي، ځکه چې د روح د پوکېدلو څخه وروسته دا جنین د یو مؤمن انسان حیثیت لري او د مؤمن انسان وژل هیڅ چا ته روا ندي.
د فقهاو له نظره د جنین د اِسقاط حکم: په اسلامي شریعت کې فقهاء په دې اړه (دا چې جنین باید ونه وژل شي) هیڅ اختلاف نلري ــ البته که چېرې کوم شرعي ضرورت شتون ولري، (نو دا بیا یوه جلا مسئله ده)؛ ځکه چې هر ضرورت یو ټاکلې حد لري او هر ضرورت ته په کتلو سره به ورته یو مناسب حد ټاکل کیږي.
اما که چېرې ددې مسئلې صورت حال داسې وي چې یوې مېرمنې حمل اخستی وي؛ خو د حمل د اخستلو د هماغې لومړنۍ ورځې څخه لا تراوسه په جنین کې روح نه وي پوکل شوی(او 120 ورځې یا څلور میاشتې یې لا نه وي پوره شوي)؛ نو په دې اړه فقهاء کرام څو نظریات لري چې دلته به یې په دې لیکنه کې له تاسې درنو لوستونکو سره شریک کړو:
لومړی: د امام أبوحنیفه(رحمه الله) له نظره:
په دې اړه زمونږ د امام أبوحنیفه(رحمه الله) نظر دادی چې: هر کله که چېرې د یو ماشوم د (غورځولو څخه وروسته) د هغه د جود یوه ټوټه غوښه معلومه شي(؛ نو پدې صورت کې پر انسان باندې وینځه یا غلام آزادول لازمیږي)؛ أما که چیری د غوښې په دې غورځول شوې ټوټه کې د ماشوم د خِلقت او پېدایښت هیڅ اثرات وجود ونلري؛ نو پدې صورت کې یې پر غورځونکي باندی هیڅ ګناه نشته.
دویم قول: په دې اړه بل نظردادی(البته دا نظر هم د لومړي قول په څېر دی): که چیرې د ماشوم د غوښې یوه لږه برخه هم وغورځول شي؛ نو پدې کارسره یې (مور، پلار یا بل څوک) ګناهګار شمېرل کیږي. ددې خبرې لپاره دوي کره او قوي دلیل هم لري او وايي چې: که چېرې په مسجد الحرام کې یو حاجي (چې د احرام لباس یې پر تن وي) دمرغیو د ځالې هګۍ ماتې کړي؛ نو پدې کارسره به جرمانه ورکوي او (پیسې او مال به ترې د ضمانت په توګه سره اخستل کیږي)، ځکه چې په حرم کې خو اصل دادی چې ښکار کول جائز ندي.
نو په عین شکل سره که څه هم چې پدې غورځول شوي غوښه کې د ماشوم هیڅ اثرات نه لیدل کیږي؛ خو دومره ویلی شو چې دا د هغه پیدايښت اساس او پیلامه ګڼل کیږي(لکه څرنګه چې د مرغۍ هګۍ د بچیو پیلامه وي) او که چیری دا غوښه یې پر خپل حال همداسې پرې ايښې واي؛ نو معلومه خبره ده چې یو متکامل انسان به ترې رامنځ ته شوی وای؛ نو قیاساً په همدې اساس سره که چېری یوه مېرمن د غوښې یوه وړه ټوټه هم وغورځوي؛ ګناهګاره شمېرل کیږي، خو دومره ده چې دا ګناه یې دومره حد ته نه رسیږي، لکه څومره چې د انسان د قتل ګناه لویه ده. [2].
د امام مالک (رحمه الله) نظر:
پدې اړه د امام مالک (رحمه الله) نظر دادی چې: هر کله که یوه مېرمن د غوښې یوه لږه اندازه(که هغه مُضغه یا علقه وي) او په هغې کې د ماشوم یو څه نښې نښانې وي؛ نو د غوښې دا ټوټه د جنین حکم لري او پدې کار سره به یو غلام آزادوي. د امام مالک (رحمه الله) ځیني ملګري خو حتی د غوښې پر ځای د وینې په غورځولو باندی هم مور ملامته ګڼي او په دې اړه وايي چې: که چیرې یوه مېرمن یو اندازه داسې ټینګه وینه وغورځوي چې که چېرې پر دې یوه ټوټه وینه باندی ګرمې اوبه واچول شي؛ دا وینه خوره وره نشي(بلکه هماغسې پخپل حال باندې ټینګه پاتې شي)؛ نو پدې صورت کې ددې ډول وینې پر غورځولو باندې دا مېرمن مسؤله ګڼل کیږي[3].
پدې اړه د امام غزالي(رحمه الله نظر):
امام غزالي(رحمه الله) هم د امام شافعي او امام أبوحنیفه (رحمهما الله) په څېر نظر لري او پدې اړه وايي چې: د انسان د وجود لومړنی پړاو چې کله نطفه په رحم کې رامنځ ته شي او بیا د مېرمنې اوبه ورسره ګډې شي او دا نطفه ژوند کولو ته آماده شي؛ نو حتی ددې ډول (نُطفې) اِفساد او غورځول هم جواز نلري او ددې له منځه وړل جنایت ګڼل کیږي[4].[امام غزالي(رحمه الله) پدې اړه دا هم وایی چې : د نارینه د نطفې او د ښځې د بیضې په مجرد یو ځای کیدو سره د ژوند قابلیت پیل کیږي ، ددې نطفې په هکله په لومړې سر کې جنایت کم وي خو چې څومره وخت پرې تیریږي جنایت یې لوییږي ،نو ددې ژوندې موجود باید احترام وشي].
د امام حنبل(رحمه الله) نظر: په حنبلي مذهب کې په دې اړه نظر دادی چې: که چېرې یوه مېرمن یو داسې ماشوم چې لا تر اوسه پکې د انسان شکل نه وي رامنځ ته شوی؛ نو پدې صورت کې پرې هیڅ ګناه نشته، حتی که یو لړ ماهره خلک یې په اړه باندې دا خبره هم وکړي چې: پدې غورځول شوې برخه کې د ماشوم د پیدایښت یو څه علائم شتون لري؛ نو پدې صورت کې صحیح خبره داده چې: په غورځونکي مېرمنې باندې هیڅ ګناه نشته؛ ځکه په اصل کې پدې حالت کې پر انسان باندې کوم مسؤلیت نه رامنځ ته کیږي؛ او نه هم انسان ته ښايي چې د شک په ګومانو سره خپل ذهن مصروفه او بوخت کړي[5].
د پورتنیو خبرو خلاصه او لنډيز:
مونږ په لنډه توګه سره ویلی شو چې: د یادې مسئلې په اړه د فقهاو یاد شوي نظریات ټول په حقیقت کې د احتیاط په لوري اشاره کوي؛ او دا ټول مونږ ته د همدې خبرې ښودنه کوي چې : د 120 ورځو یا څلورو میاشتو څخه وړاندې او مخکې له دې چې په ماشوم کې روح(ساه) وپوکل شي، د داسې یو جنین سره باید خورا له احتیاط څخه کار واخستل شي او کولی شو چې ووایو: د سقط جنین مسئله د درې علتونو او لاملونو له کبله رامنځ ته کیږي؛ لکه:
لومړی حالت: دا چې د ماشوم غورځول دیو شدید ضرورت پر اساس رامنځ ته شي؛ لکه د ماشوم په رامنځ ته کېدلو سره د مور صحت ته خطر وي، یا کوم بل داسې شرعي عذر وي؛ لکه: په یوې مېرمنې باندی جنسي تېری شوی وي؛ [مثلاً په یوه ټولنه کې د غلو، لارې شکونکو، د یو لړ اوباشه(لوپرو) ځوانانو په لاس د یوې مسلمانې انجلۍ له عفت سره لوبې وشي او په زوره او بالجبر زنا رامنځ ته شي؛ نو پدې کار کې خو د مېرمنې څه ګناه نشته ــ بلکه ګناه په غصب کوونکي او تیري کوونکي کې ده ، هغوي چې نه عقل لري او نه هم وجدان … پدې صورت کې دا انجلۍ، یا د هغې کورنۍ یا ټولنه او خپلوان دا ونشي زغملای چې هغه دې حمل ولري؛ نو کولی شي چې سقط جنین وکړي، یا بل مثال: پدې اړه دوکتور یوسف القرضاوي صاحب د الجزیرې تلویزوني چینل سره په خپله یوه ویډیوي مرکه کې د نسل د کنترول تر موضوع لاندی وايي: په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې: زموږ په بوسنیایی مسلمانو خویندو هغه مهال دا ډول تیری ترسره شو. کوم مهال چې هلته جګړه روانه وه ، صربي ظالمو لښکرو په بوسنیایی مسلمانو ښځو دا ډول تیرې وکړ، هغه مهال یوې بوسنایی ښځې له ما (قرضاوي صاحب) څخه په همدې اړوند وپوښتل، ما ورته په ځواب کې وویل: که چیرې ښځه نشي کولای دا ډول حمل وزغمي، او یا یې کورنۍ نشي زغملای؛ نو دوی کولای شي چې د حمل په لومړیو څلویښتو ورځو کې دا کار وکړي؛ نو پدې صورت کې یې غورځول روا دي؛ البته ځینو علماؤ دا موده (120 ) ورځو پورې هم ټاکلې ده؛ ځکه چې دا کار د یو ضرورت پر اساس رامنځ ته کیږي].
دویم حالت: دا چې د دې ماشوم د غورځولو څخه اساسي موخه او هدف د نسل کنترولول دي؛ لکه: له دې کار څخه یې هدف د اولاد بوج له خپلو اوږو څخه غورځول وي او یا ورسره ددې وېره وي چې د دوي نفقه به له کوم ځای څخه پیدا کوي؛ نو پدې اړه باید دومره ووایو چې: دا کار جواز نلري او یو ناروا کار ګڼل کیږي؛ ځکه چې لوی پروردګار (جلتت عظمته) مونږ له دې کار څخه منع کړي یو او پدې اړه مونږ ته لارښودنه کوي چې تاسې خپل اولاد د ولږې او قحط له وېرې څخه مه وژنئ؛ لکه چې فرمايي: ﴿وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ…﴾ (سورة الأنعام151 آیت).
ترجمه: او تاسې خپل اولاد د فقر (بې وسې، مفلسۍ او ولږې) له وېرې څخه مه وژنئ؛ مونږ تاسې او هغوي ته روزي ورکوو.[البته په عربي ژبه کې اِمْلاق د فقر او ولږې معنا افاده کوي]. او په بل ځای کې مونږ ته داسې لارښوونه کوي چې ارشاد فرمايي: ﴿وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْــأً كبِيْـرًا﴾. (سورة الإسراء 31آیت).
ترجمه: او تاسې خپل اولاد د فقر(بې وسۍ او فاقې) له وېرې څخه مه وژنئ؛ همدا مونږ هغوي او تاسې ته روزي ورکوو؛ بېشکه چې د هغوي وژل لویه تېروتنه(ګناه) ده.[د جاهلیت په زمانه کې به ځینو کافرانو خپل اولادونه وژل او د اولاد دډېرښت څخه به ېې د وېرې احساس کاوه؛ او ویل به يي چې: داسې نه چې دوي ډېر شي؛ نو بیا به مونږ د دوي خواړه او اذوقه له کومه ځایه پیداکوو؟
د دوي دا ناوړه حرکت او ناسم باور د انسانيت او د تهذیب د ټولو اصولو خلاف تګلاره وه چې قرآنکریم په کلکه توګه سره غندلې ده؛ او مونږ مسلمانان پر دې خبره ټینګ باور لرو چې: ماشوم لا دې نړۍ ته سترګې نه وي غړولي چې د هغه روزي له پخوا څخه ټاکل شوي وي. له پورتنۍ خبرې څخه داسې څرګندیږي چې: د داسې ناوړه کار ترسره کوونکي خلک په اصل کې د لوی څښتن تعالی په رزّاقیتْ باندی هیڅ اعتماد نلري؛ پداسې حال کې چې لوی څښتن تعالی نه یوازې انسانانو؛ بلکه حتی مرغانو، او ژوندیو ژوو (څارویو) او بحري کبانو او ټولو مخلوقاتو ته روزي ورکوونکی دی] (6).
درېیم حالت: یا داچې د سقط جنین (د ژوندي ماشوم غورځولو) څخه هدف د پورتینو دوو حالاتو څخه یو هم نه وي ــ بلکه نور څه موخې او اهداف ولري ــ لکه: یوه مېرمن ددې لپاره چې تر څو تل همداسې ځوانه پاتې شي او خپله ځواني له لاسه ورنکړي او خپل صورت همداسې تازه وساتي ؛ نو ددې کار لپاره وغواړي اولاد بند کړي.[یا لکه څرنګه چې امام غزالي صاحب په خپل کتاب احیاء علوم الدین کې وايي: که چېرې یوه مېرمن ددې لپاره تر څو خاوند یې پرې بل واده ونه کړي اولاد زېږول ونه غواړي؛ نو دامام غزالي صاحب له نظره دا د هغې یو فاسد نیت دی].
یا بل صورت داسې هم کېدلی شي چې یوه مېرمن وغواړي له خپل خاوند سره زیات کوروالی وکړي او مېرمن یې د مینې په خیالي او رومانیتکه(Romantic) نړۍ کې همداسې ځوانه پاتې شي؛ نو ځکه ونه غواړي چې اولاد راوړي، یا له دې وېرې څخه چې د اولاد په راوړلو سره به یې خاوند ورته طلاق ورکړي؛ او یا دېته ورته داسې نور حالتونه وجود و لري؛ نو پدې صورت کې د جنین سقط (غورځول) هیڅ جواز نلري.
د پورتنیو کرښو د لوستلو وروسته کېدلای شې چې د ځینو ګرانو لوستونکو په ذهن کې دا پوښتنه راولاړه شوي وي او هغه دا چې: د څلورو میاشتو یا 120 ورځو څخه وړاندې خو په ماشوم کې روح(ساه) هم نه وي پوکل شوي او یوازې د غوښو یوه ټوټه وي؛ نو بیا غورځول یې ولی روا نه ګڼل کیږي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې: په اصل کې د غوښې د نه غورځولو څخه بنسټیز هدف د ماشوم په ژوند کې یو ډول مصؤنیت او خوندیتوب رامنځ ته کول مراد دي؛ ځکه د همدې غوښې د بقاء په صورت کې یو مستقل انسان رامنځ ته کېدلی شي چې په حقیقت کې به یو مؤمن او مسلمان شخصیت ولري؛ او پدې لړ کې دا مهمه نده چې:
آیا د حمل پر اخستلو باندی 120 ورځې تیری شوي دي یا نه دې تیری شوي، بلکه دا موده په حقیقت کې په ماشوم کې د روح دپوکلو لپاره یوه تعین شوی موده ده چې تر څو مونږ ته دا خبره ښه څرګنده وي چې له دې مودې وروسته په یو ماشوم کې روح پوکل کیږي او د هغه خلقت رامنځ ته کیږي او پدې لړ کې دا کوم فرق نلري چې: آیا د جنین د رامنځ ته کېدلو څخه څومره موده تیره شوېده او څومره یې لا پاتې ده، بلکه اساسي خبره داده چې: په اصل کې دا جنین د لوی پروردګار د نعمتونو څخه پر مونږ باندی یوه لویه پېرزوینه ده؛ او هر څوک چې پدې ډول مخلوق باندې ظلم او اعتداء(تیرې) کوي؛ نو دا په حقیقت کې د الله تعالی په ارادې او پرېکړې باندې یو ډول نیوکه ده؛ او دا کار د هغه(جل جلاله) د نعمتونو د ردولو په معنا سره ده؛ او یو عقلمند او هوښیار انسان هیڅکله هم دا ډول کار نه ترسره کوي.
په پای کې په خلاصه توګه سره ویلی شو چې: د 120 ورځو د تکمیلېدلو څخه وړاندي د ماشوم غورځول هیڅکله هم جواز نلري او که څوک په قصدي توګه سره پرته له کوم شرعي عذر څخه بیا هم دا کار ترسره کړي؛ نو ګناهګار ګڼل کیږي. وَ اللهُ أعْلَمْ. (الله تعالی خورازیات ښه پوهیږي).
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهمې سرچینې: د دې مقالې په اړه ګران لوستونکي کولی شي چې لاندې مقالو او سرچینو ته مراجعه وکړي.
[1] : د دې مقالې اصلي عنوان دی: [حكم الإجهاض قبل انقضاء مائة وعشرين يوماً على بداية الحمل]. د الملتقی الفقهي وېب پاڼه
[2] :د فتح القدير کتاب چې د ابن الهمام لیکنه ده، 2/ جلد / 539 صفحې ته دې وکتل شي.
[3]: په دې اړه دې د (شرح الزرقاني) او (حاشية الشيباني ) 8 جلد /31 صفحه وکتل شي.
[4]: د (إحياء علوم الدين) کتاب / دا بو حامد الغزالي لیکنه/ 2 جلد/49-50 صفحه.
(5) پدې اړه دې د المغني او د شرح الكبير کتاب/ 8 جلد /539 صفحه وکتل شي.
(6): مترجم.