نوې مې واده کړی، نه غواړو څه موده بچیان ولرو، حکم؟

پوښتنه:
ما په دې نږدې ورځو کې واده کړی دی او اوس نه غواړم، چې ژر مې بچي پيدا شي نو فلهذا له کنډم څخه استفاده کوم، هيله ده چې له کنډم څخه د استفادې په اړه معلومات راکړﺉ، چې ايا په اسلام کې له کنډم څخه استفاده جايز ده کنه؟
ستاسې ورور وحيد

ځواب:
قدرمنه وروره
وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته
د اسلام دين له خپلو پيروانو څخه د اولادونو زيادت غواړي، په دې شرط چې مسلمان وکولاى شي چې په ښه توګه روزنه او تربيه ورکړي او که چېرې نشي کولاى چې دا کار په ښه توګه سرته ورسوي نو بيا جواز لري چې د اولادونو زياتوالى کنترول کړي او په هغه وخت کې هم د اولادونو بندول جواز لري چې د ښځې صحت ورسره زيات خرابيږي او ښځه نشي کولاى چې زيات اولادونه راوړي، البته د رزق او روزي د ورکولو له وېرې اولادونه بندول په هېڅ صورت جواز نلري او دا عقيده لرل يو خطرناکه عقيده ده، اوس راځو ستاسې مسئلې ته، دا په ځينو ځوانانو کې معمول دى چې د واده په لمړي سر کې نه غواړي چې زر يې اولاد پيدا شي، بلکه غواړي چې يو څه وخت له خپلې بي بي سره تنها ژوند وکړي، نو که دا کار د دې په خاطر کې کوي چې يواځې والى يې خوښيږي او له اولادونو سره په تنګ کېږي، نو کار خو جائز دى، مګر فضليت نه دى يعنې غوره نه دى بلکه غوره کار دا دى چې مسلمان د اول د اولادونو تکليف تېرولو ته ځان اماده کړي او که دا کار په بله کومه عقيده کوي چې يا د روزي ورکولو نه ويريږي او يا داسې نور نو بيا جائز کار نه دى، نو کله چې دا کار جائز شو انسان کولاى شي چې د ستنې، ګولۍ او يا کنډم په وسيله سره يې بند کړي دا ټول بيا جواز لري.
والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب