د سرسايې اندازه څومره ده؟
د سرسايې د وركړې واجبه اندازه د سړي په سر نيم صاع (خوردكم يو چارك يا دوه كيلو ) له غنمو او يا يو صاع له خرماوو او اوربشو او يا نورو شيانو لكه وريجې او لوبيا او داسې نور…ده چې دپورتنيو شيانو په څېر د بدن د پياوړتيا لامل ګرځي او دد دوى ځاى نېولاى شي.
پر دې خبره باندې چې له غنمو څخه دنيم صاع په اندازه دسرسايې وركړه واجب ده، دعروه بن زبير حديث د دليل په توګه راوړى شو، چې وايي، دحضرت ابوبكر رض لور اسما د رسول الله په وخت كله چې د خپلې كورنۍدازادو او مريو غړو دفطر زكات (سرسايه) وركوله نو اندازه يې له دوه مده غنم ( نيم صاع ) سره يو صاع خرما وه (يوه پيمانه د نن دڅلورو كيلو معادل ) ده، هغه مد او صاع چې هغه مهال يې خواړه پرې اندازه كول.
او له غنمو نه پرته له نوروشيانو نه ديو صاع په اندازه دوجوب دليل هغه دابوسعيد خدري حديث دى، چې فرمايي:
مونږ به چې كله دفطر زكات (سرسايه ) وركوله، دهغه اندازه به له خوړه، وربشو، خرماوو او مميزو څخه، يو صاع وه.