د سالمې ټولني ځانګړتياوي

ټولنه څه ته وايي؟

اجتماع يوعربي لفظ (ويى) دى چي پښتو معادل يې ټولنه ده، اجتماع د (جمع) نه مشتق (وتلى) دى، (جمع) يوځايوالى او اجتماع د يوځاى کيدلو معنى لري، په اصطلاح کي بيا ټولنه يو بيل او ځانګړى مفهوم لري:
د بيلابيلو انساني ګروپونو يو ځاى کېدنه چي په يوه سيمه کي سره په ګډه ژوند کوي، ټولنه باله شي.

د سالمي ټولني ځانګړتياوي:

ټولنه په ټوليزه توګه موږ پردوه ډوله وېشو، فاسده (خرابه) ټولنه او سالمه (سمه ) ټولنه.

وړاندي تر دې چي د دغو دواړو ډولو ټولنو په تشريح پيل وکړم غواړم د ټولني پر اړتيا يو څه رڼا واچوم:

انسان داسي يو ژوى دى چي الله تعالى(ج) يې په طبيعت کي مدنيت اخښلى، په دې معنى چي دانسان نوعه د خپلو افرادو تر منځ د متقابلو اړيکو او د دوه اړخيزه مرستو پر بنسټ ولاړه ده .

د انساني افرادو ترمنځ د تضايف (دوه اړخيزاحتياج) اړيکه شته، که ښځه نه وي نارينه کامل نه دى اوکه نارينه نه وي ښځه بشپړېدلاي نه شي، که پلاراو مور نه وي اولاد شتون نشي موندلاى اوکه اولاد نه وي بيا انساني لړۍ دوام نشي موندلاى.

په ټولنيز ژوندانه کي هم انساني افراد يو بل ته سره اړ دي د بيلګي په توګه، سوداګرکروندګر ته اړ دى او کروندګر بيا سوداګرته او…

د افرادو د ګډ ژوند او يو له بل سره د مرستي او اړتياوو پوره کولو نه پرته انساني نوعه نشو نما نه شي کولاى، همدا دليل دى چي رب العزت(ج) چي کله حضرت ادم ((ع)) د خپل خلافت لپاره پيداکړ ورسره جوخت يي د ژوندانه ملګرى حضرت حواء((رض)) هم ورسه مله کړه ، که څه هم دخلافت چاري يواځي ادم ته ورترغاړي وې خو د حواء د ملګرتيا پرته يې په بشپړه توګه پوره کول دامکان نه وتلي وه.
د سالمي ټولني يوه لويه ځانګړتيا دا ده چي غړي يي په پوهه، مهذبو اخلاقو، يو بل سره په مينه، يو بل ته دوه اړخيز درناوى او يو د بل د اړتياوو د پوره كولو په مفكوره سمبال وي،كه د يوي ټولني غړي پوهه ونه لري نود ټولني سالميت هم ممكن نه بريښي  اوكه په مهذبو اخلاقو سمبال نه وي يا يو بل سره په مينه او يو بل ته د متقابل درناوى او يو د بل د اړتياوو پوره كولو مفكوره ورسره نه وي، هم يوه مطلقه سالمه ټولنه نه شي تشكيليدلاى.

د بشري ټولني غړي او د هغوى مسئوليتونه

ځاني مسئوليتونه :
انسان دطفوليت (وړکتوب) په مرحله کي دهرډول مسيوليت نه بيغمه دي ،هيڅ يوډول بارپراوږونه  لري ، حتي دځان په وړاندي هم دمسيوليت نه وزګاردي ، هرڅه يي پر پلاردي ،دلوږي غم به يي هم پلارخوري ،ورته به ډوډي برابروي ،دکالو،ځاي اودژوندانه د لازمو اړتياوتهيه کول يي هم دپلارپه غاړه دي، دزده کړي لورته يي ورکاږل ،اخلاقي روزنه ورکول،دناوړه ځايونو،کارونواووينونه يي راګرځول هم دپلاردنده ده ، خوکله چي انسان دطفوليت دمرحلي نه تيرشي اودلوي والي مرحلي ته ننوزي بيانوهرډول مسئوليت خپله ده ته مخ اړوي ،دځان په وړاندي هم دي مسئول دي ،دټولني په وړاندي هم مسئول دي او دالله پاک له لور ي هم يو لړمسئيوليتونه ورترغاړي کيږي ،هرانسان چي کورني او دکورنه بهرژوندکوي اړدي چي په دريورياضتونوځان سمبال کړي :

لومړي_ تهذيب اخلاق (داخلاقوسمونه ).
دوهم _ تدبيرمنزل ( دکورسمبالښت ) .
دريم _ مدني سياست ( ټوليزه راشه درشه )
داخلاقو تهذيب ځاني مسئوليت دي اوهغه نوردوه د مدني مسئوليتونونه ګڼل کيږي .

په ټوليزه توګه دځان سمبالښت دانسان فردي مسئوليت بلل كيږي ، خودځان سمبالښت دوه اړخه لري يو معنوي اړخ او بل مادي اړخ ،په معنوي اړخ كي دځان سمبالونه په مهذبواخلاقو باندي دځان سمبالوني په  مفهوم دي ،خوپه مهذبواخلاقو ترهغو ځان نشي سمباليدي ترڅو دسمو اوناسمو اخلاقو ترمنځ توپيرونشي ،اوتوپيرهله كيداي شي چي لومړي ځان په پوهه سمبال كړاي شي ، كله چي په پوهه ځان سمبال كړل شو اوس نو دسمو ، غوره اوسوچه اخلاقو او ناسمو ، ناوړه ، اوناكاره اخلاقو ترمنځ توپيراسانيږي ، اوكله چي توپيرراغلي نوبياپه مهذبواوسوچه اخلاقو باندي ځان سمبالول ممكن ګرځي.
دځان ظاهري سمبالښت هم په پوهه پوري تړلي دي ، دبدن پاك ساتل ، پاك خوړل ، پاك اغوستل ، پاك چښل اوپه تنظيم سره ګرځيدل راګرځيدل ظاهري ځان سمبالنه ده او داهم هله كيداي شي چي يوانسان لومړي په پوهه سمبال وي ، كه يوانسان په دي نه پو هيږي چي پاك څه دي ؟ تنظيم څه دي ؟
بياخونوپاك خوړل او… يو هم په پوره توګه نشي كولاي .
په لنډوكي بايد ووايو په پوهه ځان سمبالول  دانسان دفردي مسئوليتونونه ترټولولوي مسئوليت بلل كيږي .

مدني (ټولنيز) مسووليتونه:

وړاندي تردي چي دګډومسئوليتونوپه شننه بوخت شوغواړم داخلاقوپه موضوع کي تم شم:
اخلاق: دخلق جمع ده ،دخلق لغوي مفهوم خوي ،خصلت اوعادت دي،هرانسان ځانته دژوندانه بيل سبک لري ياپه بله ژبه هرانسان ځانته يوه طبعي کړنلاره لري ،دغه  ځانګړي طبعي سبک ته خوي ،خصلت اوعادت وايي،خويوي خبري ته موپام وي  چي خوي دوه ډوله دي ،يوجبلي ،اوبل کسبي،دجبلي څخه مطلب فطري طبيعتي ځانګړتياده،چي په دي کي دانسان واک نشته ،فطرت انسان ته يوداسي ځانګړي مزاج اودژوندانه بيل سبک ورکړي وي،چي دنوروانسانانوسره يي پري توپيرراځي ،البته دا چي انسان کولاي شي دغه جبلي خوي ته تغيرورکړي ،اوکه نه ؟؟دايوه بيله موضوع ده بيله شننه غواړي .

کسبي خويي  هغو خويونواوعادتونوته ويل کيږي چي انسان په ګډژوندانه کي دبل انسان  نه کسب کړي وي ،دبل انسان سره په ناسته پاسته دهغه تراغيزي لاندي راغلي وي اودهغه جبلي اوياکسبي خويونوورباندي اثرپريئستلي وي اودي يي دځان په خوي کړي وي،د پښتوديوه مشهورمتل مطلب هم دادي چي وايي :(( چي اوسي ،په خوي به د هغو سي))

د خويو دغه دواړه ډولو کي دانده اړينه چي هرومروبه غوره اوسم وي ،ډيرمهال ديوانسان جبلي خويونه ناسم وي اودکسبي خويونوناسم والي هم ډيرمهال پټ نه وي .مخکي مووويل چي اخلاق خويونواوعادتونوته ويل کيږي،اوخويونه غوره هم وي اوناغوره هم ،نوويلاي شو چي په اخلاقوکي ښه هم شته اوبدهم ،داسي نه ده چي اخلاق يواځي دښوخويونو،نوم دي ،که  موږداسلام دپيغمبر(ص) ودي حديث ته پام واوړووچي فرمايي:((انمابعثت لاتمم مکارم الاخلاق ))
ژباړه : دشک پرته زه ددي لپاره پاڅيدلي يم چي غوره اخلاق پوره کړم .
داسلام پيغمبر(ص) دغوره کلمه ويلي،چي داغوره اوناغوره ته داخلاقوپرويش بربنډه اشاره ده، هرانسان چي په ټولنه کي ژوندکوي يولړ اجتماعي مسئوليتونه لري ،اوکله چي دټولني هرهرفردهغه مسئوليتونه درک کړي اوپه ژوندانه کي ورته پام کوي نوبياددغوافرادونه يوه سالمه ټولنه منځ ته راځي ،موږوړاندي وويل چي دټولني اړتياپه دي کي ده چي دټولوبشري غړواړتياوي بشپړي شي ،اوداهله کيداي شي چي دټولني غړي يوبل سره مينه ،الفت اوهمدر دي ولري ،کله چي دافرادوترمنځ مينه اوهمدردي شته وي نوبيايو بل سره مرسته کول اويودبل داړتياووپوره کول هم منځ ته راځي ،متقابل احترام ،يودبل د حقونو منل اوورته احترام لرل ،ځاني ګټي دنوروپه ګټوکي لټول نه دنوروپه زيان کي ،ټولنيزو ګټو ته ترشخصي ګټواوليت ورکول اونورولپاره هغه څه غوره کول کوم چي دځان لپاره غوره کړل کيږي ټول هغه څه دي چي په شته والي سره يي يوه بيجوړي سالمه ټولنه منځ ته راځي .

که يو سوداګر د هند نه جعلي دواګاني واردوي او پرخلکو باندي يي په اصلي دواګانو پلوري ،دادمدني مسئوليتونونه سرغړاوي دي ځکه په دي کي که دسوداګرښه پوره ګټه شته هم ده ،چي داپه خپل ځاي کي څه بده نه ده، خو د نورو ټولو سلګونو انسانانو لپاره بيايوستر زيان دي ،دهغوي ناروغان نه ورباندي ښه کيږي ،ناروغي يي لا ور ډيروي اوکيداي شي چي دځينودمړيني لامل هم وګرځي ،اوکه يو سوداګرددي پرځاي چي جعلي دوادبهرنه راوړي داسي اصلي دواګاني راوړي چي دډيرو ناروغيو لپاره موثري وي ،اوډيري ستونځي ورباندي له منځه ځي اوپه دي کي ښه ډيره ګټه هم وکړي ځکه خودي دي چي داسي ښه اواړينه دوايي راوړي ،اودنورولپاره هم ګټه ده ځکه دهغوي دناروغانوعلاج ورباندي اسانه شو،دانوهغه دچاخبره هم خداي شواوهم خورما،هم يي خپلي بشري ټولني ته چوپړوواهه اوهم يي ځاني ګټه لاس ته راوړه .

ټولنيزمسئوليتونه يو ځانګړي حدنلري چي دهغه په پوره کولو دي نومسئليت دغاړي واوړي ،بلکي دټولني دهرغړي په ټولنه کي دده نفوذپوري اړه لري .

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب