مسلمان او ټولنیزې رسنۍ

سوشل ميډيا ټول ډولونه د معلوماتي او علمي پرمختګونو په ډګر کې يو بې سارې نوښت او پر ځای هڅه ده، پرمختللي ملتونه هره لحظه پدې هڅه کې دي چې دغه ډول ټکنالوژي په خپله ګټه راوڅرخوي، استعمال ته يې اساسات او لوايح ټاکي او مهالويش سره سم د پرمختګ په لورې قدم وهي.

د منطق په خلاف دلته(مسلمانه ټولنه) کې د ګټې ټول وسايل زمونږ په تاوان تمامېږي، علت دا وي چې د ګټې اخيستنې لپاره پلان، ځواک او ارزښتونه نه لرو، لاندې لارې چارې مو په دغه ډګر کې ژوند ژغوري.
۱: غوره اړيکه: پدغه ډګر کې پر ځان ډېر باور مه کوئ او ځان د اصولو پابند کړئ، د ملګرو په ټاکنه؛ او ملګرتيا په کولو کې د هغوي بيګراونډ او ماضي ته لنډه کتنه وکړئ، داسې څه مه نشروئ چې د خلکو د تکليف باعث شي، که څه هم په ناحقه وي، پوچ الفاظ، تاويلې، ماويلې او د احساساتو له زخمي کولو ځان وژغورئ. که مو تحليل کاوه؛ عدل، ترحم، ادب او شخصيت پرستي له ځانه وشړئ، که مو د چا پوسټ یا کمنټ بدرګه کاوه بیا هم عدل، او ادب له پامه مه غورزوئ، دا هر څه پدې پار چې د الله په وړاندې بيا شرمنده نه يې.

۲:د شيطان له فريبونو وېره: د ژوند په هر لاره او کنډو کې شیطان ستا د سالم فطرت نړولو لپاره د تيارسۍ په حالت کې دی، نو پام کوه چې د جينکو، لوڅو انځورونو، دلوڅو او فاحشه خبرو او … له لارې دې شخصيت، دين او اخلاق خړ نکړي. د ساتنې په پار په ځان ايمان، علم او مرتبه باندې باور مه کوئ بلکې ټول په ټوله الله ته پنه يوسئ.

۳: دوخت او اهدافو تعين: دممکن خطرناکو پېښو څخه په وقايه کې د وخت اواهدافو تعين خورا اړين دی، که دغه اصل په پام کې ونه ساتو؛ وخت چې بې نرخه ملغلره ده، له لاسه به مو ورکړی وي، دغه ډول د هدف پرته چارې او فعاليتونه په ټولنه کې د لېونيو مشغله وي او سالم عقل يې ناروا بولي.بې فايدې پوسټونه، ميسجونه، د پرديو اکاونټونو کتنه او…د خپل او مخاطب د وخت ضايع کول دي، چې د قيامت په ورځ به يې جواب دِه يې. هغه څوک چې دنده يې د سوشل ميډيا په برخه کې وي، ديني وجايب ، دخلکو حقوق او… بايد ټکني نشي او وخت ورته تعين کړي.

۴: عواقبو (انجام) ته پاملرنه: له هغه څه چې وروسته يې بښنه غواړئ او يا هم پښېمانتيا پرې ښکاره کوئ، بايد له پېله يې په پايلو فکر وکړئ، دپخو خلکو کړنې دغه ډول وي.

your ads

۵: له پارونکو شيانو ډډه کول: هغه څه چې ستا يا د نورو د شهوت پارونکي وي ترې ډډه کول، نه خپله داسې څه نشرول چې ليدونکي په فتنه کې واچوي او نه د نورو فتنه ګرو دغه ډول پوسټونه کتل.لوڅ انځورونه، ويډيويي کلپونه او پارونکي جملې شهواني غرايز لمبه کوي چې په ټولنيز ډول يې زيان تر نري رنځ څو وارې زيات دی، د انسان په بدن کې دغه ډول حيواني غريزې د باردو بڼه لري چې د اور په ليدلو له اجازې پرته انفجار کوي.

۶: دپېښې، خبر… په اړه کره والی او پلټنه: هغه څه چې ته يې اورې، وايي، ګورې يې او يا هم له چا يې نقلوې بايد پوره دقيق اوسې، دين هغه څوک چې بې پلټنې خبره نقلوي دروغجن بولي. ډېر داسې خلک شته چې په قصدي ډول دروغ خپروي، ډېر داسې دروغجن ادرسونه شته چې فساد يې د ژوند مشغله ده، دلته ډېرې کړۍ ددغه لارې يو بل پسې پروپاګند کوي… نو ښاغليه! پوره دقت او پلټنه کوه.

۷: په موقف او رايه ګيرۍ کې احتياط کول: مهمه نده چې په هره وړه اوغټه پېښه کې دی موقف څرګند کړې، ځکه دلته ډېرې پېښې مؤقتي وي خو ولې لمنې يې د همدغه موقفونو له کبله تر دښمنيو او وژنو رسېږي، که د موقف يا نظر څرګندولو ضرورت وي، په اړه يې ژور فکر وکړه، له مشرانو سره مشوره وکړه او بيا نظر څرګند کړه. لدې وروسته بيا د خپل نظر څخه په معقول او منطقي ډول دفاع وکړه. يادونه: ځينې قضاياوې داسې وي چې هلته نظر څرګندول ديني او شرعي وجيبه وي.

۸: اعتدال او ميانه روي: دپېښو، نظرونو او… کې د اعتدال څخه کار واخلئ، مه يې له خپل ريښتيني حدودو لوړوئ او مه يې له خپل حيثيته سپک ګڼئ ځکه په هر شي کې افراط او تفريط اصلي یڼه له منځه وړي، رواني ستونزې او ډول ډول مخالفتونه پيدا کوي. لکه: د يوې پېښې په صورت کې مشخص اشخاص د کنځلو، تهديد… لاندې نيول که څه هم مجرم وي، ځکه دغه ډول کړنې د مخالفتونه لمن نوره هم پراخوي.

۹: همېشه الله متعال په ځان څارونکی ګڼل: د کايناتو څښتن ستا د ژوند په ټولو چارو اګاه دی د هغه څخه ستا هېڅ راز پټ ندی، ستا د زړه خيالونه الله متعال ته معلوم دي، دوه ليکوالې مامورې فرښتې دي د خولې هر آه او قدم ثبتوي، نو د الله متعال د څارنې وډار شه! او د هغه ورځې په اړه فکر وکړه چې زړونه به خولې ته راشي‼!

۱۰: په ګټه ورو شيانو کې مرسته او ګډون کول: لکه څنګه چې د بدو ځان ساتل اړين ؤ په همدغه پيمانه په خيرکې مرسته او ګډون مهم دې، هغه څه چې ستا تخصص وي او پکې د ضرورت احساس وشي په تا لازمه ده چې اړونده همکاري او مسؤليت دی اداء کړی.

۱۱: د بدو مخنيوی: که څه دې بد وليدل د انساني همدردۍ او د سالم احساس په اساس يې بايد د مخنيوي يو ګام پورته کړې ، خو دې ته مو پام وي چې سمون مو لدغه بدۍ لويه بدي منځته رانوړي.

ليکوال: حبيب الله منيب، د نجم رکن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب