ژور خپګان له منځه وړلو تر ټولو اسانې لارې

ژور خپګان له منځه وړلو تر ټولو اسانې لارې

ژور خپګان د انسان په ذهن د عادي خپګان پر مهال حمله کوي او په عمومي ډول د انسان د ژوند نظام له منځه وړلی شي خو وارخطا کیږئ مه ځکه ځینو ډیرو اسانو لارو سره کولی شئ د دغې ناروغۍ مخه ونیسئ.

د ژور خپګان تر ټولو غوره او اثر لرونکی علاج د الله (جل جلاله) یاد او ذکر دی. دوه رکعته لمونځ او دوه څاڅکي تړمې اوښکې هغه څه دي چې ډیر ژر به مو له دغه بلا څخه وژغوري.

د خپګان څخه مخنیوی لپاره دوه رکعته لمونځ وکړئ او خپل مشکلات او خنډونه له خپل رب سره شریکې کړئ. دغه عمل به ذهن او زړه ته ارامتیا وبخښي.

ځینې نور روغتیايي خواړه او لارې هم شتون لري چې په مرسته يي په ژور خپګان اخته کسان کولی شي له دغې بلا څخه ځان وژغوري او د مختلفو مهلکو ناروغیو مخه ونیسي.

۱- شیدې، ګبین او مڼه: دغه درې خواړه د خپګان په له منځه وړلو کې ځانګړی اثر لري. له شیدو سره ګبین یو ځای کړئ او له مڼې سره يي وخورئ. دغه عمل به تر ډیره د خپګان مخه ونیسي.

۲- لاچي یا اېل: دوه غټ اېل دومره وټکوئ چې پوډر ترې جوړ شي. د لاچي جوړ شوی پوډر یو ګیلاس تړمو اوبو کې له بورې سره یو ځای د ورځې دوه ځلي استعمال کړئ. دغه عمل هم د ژور خپګان په کنټرولولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۳- د ګلاب پاڼې: که پوهیږئ چې د کوم ذهني فشار له امله په ژور خپګان اخته کیږئ نو د ګلاب پاڼې له اوبو سره و ایشوئ او له بورې سره يي یو ځای استعمال کړئ. دغه عمل هم د ژور خپګان مخه نیسي.

نن ټکی اسیا (۱۳۹۴ل)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب