د زړه د حملې او د معدې تېزابيت کې توپير څه دی؟

د زړه حملې او معدې درد ترمنځ توپير درمعلوم دی؟ زموږ ډېری خلک کله، چې د معدې تېزابيت او درد له ستونزې سره مخ شي، داسې فکر کوي، چې د زړه په رنځ اخته دی. دا چې زړه او معده سره نږدې دي، له عامو خلکو د زړه د حملې او معدې د درد توپير له منځه ځي.

د زړه حمله څه ده؟

که له اکسيجن ډک د وينې رګ بند شي، نو دغه برخه مړه بلل کيږي او ورسره زړه ته د وينې رسېدل ناشوني کيږي او دغه حالت د زړه حمله بلل کيږي.

د معدې تېزابيت او درد څه شی؟

کله، چې د معدې تېزابيت زيات شي، دې سره معده کې سوخت پيدا کيږي او دغه سوخت سينې ته هم رسيږي، ان تر مرۍ هم رسيږي او ډېری وخت دا ستونزې د ګډوډو خوراکونو له امله پېښېږي.

د زړه حمله څنګه معلومولی شو؟

د زړه د حملې يوه نښه ډاکټران دا وايي، چې نارو ستوني ستاغ يا پر ملا نه شي څملاستی، د زړه سر د يوې پنجې په اندازه او چپ لاس ډېر درد کوي.

په سينه کې دننه يو ډول بې سکونه حالت وي، چې ناروغ ترې بې اندازې زيات تکليف وي او پرله پسې فشار وي پرې.

په يو يا دواړو لاسونوو، ملا، مرۍ او په خېټه کې يو ډول بې سکونه حالت وي.

ساه اخيستو کې هم تکليف وي

يخې خولې له بدنه ځي او استفراق هم ورسره وي.

که موږ تاسې او يا بل څوک له داسې ستونزو سره مخ شو، نو بايد له هر ډول پرېشانۍ پرته ځانونه خپل متخصص ډاکټر ته ورسوو او د هغه په مشوره عمل وکړو.

که د زړه د حملې اندازه له پنځو دقيقو زيات وخت ونيسي، نو ځان تر ډاکټره رسول په کار دي، ډاکټر ته له تلو مخکې کولای شي، چې ايسپرين ګولۍ وخوري دې سره د زړه بند رګونه خلاصېدای شي.

امريکا کې ډاکټران خپلو ناروغانو ته سپارښتنه کوي، چې هره ورځ دې يوه ايسپرين ګولۍ وخوري، دې سره به د زړه رګونه نه بنديږي.

که د معدې درد له امله مو سينه سوځي؟

طبي کارپوهان وايي، که سينه مو سوځي، نو دې وخت کې پر ملا څملئ سر پورته او پېښې ټيټې کړئ، تر څو د معدې تېزابيت لاندې راشي.

په چپ لاس بايد څملئ، که د معدې ناروغ دغه ډول څملي، نو د شپې تر ناوخته به يې د معدې حالت ښه شي.

د معدې تېزابيت پر مهال بايد ژاوړلې په خوله کې وساتل شي، دې سره په خوله کې لاړې زياتيږي، دغه لاړې، چې معدې ته رسيږي، د معدې تېزابيت ورسره کميږي.

که بيا هم اندېښمن يې؟

که د معدې درد، تېزابيت او د زړه د حملې ترمنځ په توپير کې نه پوهېږې او اندېښمن يې، نو بايد ژر تر ژره له خپل متخصص ډاکټر سره مشوره وشي او د ډاکټر مشوره بايد په دې اړه وروستۍ خبره وي.

محمود خوځښت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب