زيړى څه ډول ناروغي ده؟

 

هيپاټيټ د ينې د حجرو پړسوب يا التهاب او ويجاړېدو ته زيړى ويل کېږى، چې د بېلو بېلو عواملو لکه ميکروبونو، درملو، ارثي ناروغيو، الکولو او مشروباتو د کارولو له کبله رامنځته کېږي.

هيپاټيټ ناروغي ډېر ډولونه لري. لکه: A,B,C,D, او E. اوس غواړم چې په هغه څه بحث وکړم د څه په اړه چې ډېر خلک اګاهي نه لري او د يوې عادي ناروغۍ په سترګه ورته ګوري او په افغانستان کې زیاتره خلک ورسره مخ دي.

هيپاټيټ B يا تور زيړى:

دا د جيګر يوه  ډېر خطرناکه ويروسي، ساري او التهابي ناروغي ده چې ځانګړې تداوي نه لري خو د مخنيوي وړ ده.

دا ويروس چې کله د انسان وينې ته داخل شي په ډېره اسانه توګه ځان ينې ته رسوي او د هغه په تخريب پيل کوي چې بيا وروسته له شپږو مياشتو نښې نښانې ښكاره كوي .

تور زيړى د نړۍ د عامې روغتيا يوه لويه ستونزه ګنل کېږي، او دا ويروس کولاى شي چې د هر عمر خلک په دې ناروغۍ اخته کړي له لويانو څخه تر نوي زيږېدلو ماشومانو پورې.

په توله نړۍ کې ۲۴۰ میلیونه کسان د تور زيړي په ناروغۍ اخته دي او هر کال تر ۶۸۶۰۰۰ زيات کسان د تور زيړي د ويروس له کبله مري چې زياتره يې د ينې د سرطان يا خرابوالي له امله دي.

تور زيړى په دوه ډوله دی:

۱- کرونيک يا مزمن تور زيړى.

۲- اکيوټ يا حاد تور زيړى.

۱- مزمن تور زيړى دا يو ډير خطرناکه ويروس دی چې تر ډېره وخته د ناروغ په بدن کې کومې نښې نښانې نه ښکاره کوي، چې په دې حالت کې کولاى شي ډېر نورو کسانو ته انتقال شي، او ځنې وخت د اوږد مهال لپاره د انسان په بدن کې پاتې کېږي يا موجود وي چې د ناروغ د ينې د سرطان او خرابوالي سبب ګرځي، او دا ډول پېښې په ماشومانو کې ډېرې زياتې ليدل کېږي چې د مرګ سبب هم ګرځي.

۲- اکيوټ يا حاد تور زيړى دا ويروس د لنډ مهال لپاره د انسان په بدن کې پيدا کېږي چې له تداوۍ وروسته ناروغ په بشپړه توګه شفاء پيدا کوي، چې د جدي تداوۍ اړوند پاملرنې په صورت كې د ناروغ ينې يا جګر ته کوم زيان نه رسېږي.

د هيپاټيټ يا تور زيړي د تشخيص لپاره اسانه لاره د وينې ازميل دي که چېرې تاسو په خپل ځان شک ولرئ.

د تور زيري د خپرېدو لاملونه:

۱- د اخته کس د وينې يا بدن د نورو مايعاتو سره د مستقيمې اړيکې له لارې.

۲- د اخته کس سره د ناخوندي جنسي اړيكو له لارې (پرته له کاندم چخه) .

۳- د اخته مور څخه ماشوم ته د زيږېدنې پر مهال.

۴- د هغو سامانونو سره د اړيکې په واسطه چى د ناروغ په وينه او يا نورو مايعانو ککړ وي لکه دغاښو برس، پاکي ګانې، د سر د خريلو ماشين، د سينګار توکي، د سلماني سامان، لکه د خال وهلو ستن، د غوږ سوري کولو سامانونه او نور د غاښونو او جراحي سامان.

د هيپاټيټ B ويروس د کومو لارو څخه نه انتقالېږي؟

د اخته کس سره د لاس په ورکولو، ښکلول، غېږ کې نيولو، ډوډۍ خورولو، کېناستلو، پرنجي، ټوخي، خبرو کولو، او يا د کار په وخت کې د معمولي اړيکو له لارې.

ايا د هيپاټيټ B واکسين خوندي دى؟

د تور زيړي واکسين د خوندي واکسينو له ډلې څخه دى چې د تور زيړي د مخنيوي په برخه کې تر ۹۵ په سلو کې کټور تمام شوي.

د تور زيړي د مخنوي لپاره وقايوي تدابير:

۱- د هيپاټيټ B د واکسين په کولو سره تر ډېره د مخنوي وړ دى، او هغه ماشومان چې عمرونه يې تر يو کال کم دي بايد واکسين شي.

۲- هغه لويان چې د تور زيړي د اخته کېدو له خطر سره مخ دي بايد واکسين شي.

۳- د تور زيړي په څېر د وژونکو ناروغيو د اخته کېدو د مخنوي لپاره د کارول شويو ستنو او پاکي ګانو څخه ډډه وکړئ.

۴ـ که چېرې اميدواره ښځه په تور زيړي اخته وي بايد په روغتيايى مرکز کې ولادت ورکرل شي.

۵- که چېرې ښځه يا مېړه په تور زيړي اخته وي نو د جنسي تماس په وخت کې بايد له کاندم څخه استفاده وکړي.

۶- د اخته کس د وينې له مستقيم تماس څخه ډډه وکړئ.

۷- خپل د غاښو برس، مسواک او د ږيرې د خريلو سامان او يا د ارايش سامان له نورو خلکو سره مه شريکوئ.

۸- هغه وسايط يا سامان چى تضمين شوي نه وي، د غاښ ايستلو او جراحۍ څخه ډډه وکړئ.

۹- مخکې له دې چې چاته وينه ورکرئ لومړۍ خپله وينه د تور زيړي لپاره معاينه کړئ.

د هيپاټيټ يا تور زيړي نښې نښانې په ناروغ کې څه دي؟

۱- د پوستکي او سترګو ژيړ کېدل.

۲- د تشو متيازو د رنګ تورېدل.

۳- د اشتها کمېدل او د زړه بدوالى.

۴- شديده ستوماني.

۵- تبه.

۶- د بندونو درد .

۷- د ګېډې درد او باد.

دا ٶ د تور زيړي يا هيپاټيټ B د ويروس په اړوند معلومات

ډاکټر مجتبی عزيزيار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب