د زلزلې درجې او اثرات یې

ښوروونکي او لړزوونکي

د ريکتر درجه د يوې زلزلې قوت اندازه کوي. ‌هر څومره چې زلزله غښتلې وي،‌ د ريکتر درجه يې هومره لوړه ده.‌ د ريکتر د لاندې درجو په کارولو سره لاندې پوښتنې ځواب کړئ.‌

د ريکتر د درجې اندازهد وراني ډولد زلزلو کلنی  شمېر
۲ تر ۲.۹ درجوتقريباً هېڅ ورانی نه رامنځته کېږي؛ احساسېږي نه؛ خو ضبتېږي.۱،۳۰۰،۰۰۰
۳ تر ۳.۹ درجوډېر لږ د زیان لامل ګرځي، زياتره وخت احساسېږي۱۳۰،۰۰۰
۴ تر ۴.۹ درجود کور دننه شيان ښوروي؛ لوښي ماتوي۱۳،۰۰۰
۵ تر ۵.۹ درجوفرنېچر ماتوي، دېوالونو کې درزونه جوړوي۱،۳۱۹
۶ تر ۶.۹ درجوونو ته زيان اړوي؛ په ځمکه کې چاودې/درزونه پيدا کوي؛ کورونه ویجاړوي؛ د ځمکې لاندې پايپونه ماتوي.۱۳۴
۷ تر ۷.۹ درجوځينې پلونه له منځه وړي؛ پتړۍ کږوي؛ ځمکه ښويېږي۱۷
۸ او له هغه لوړې درجېپه ځمکه کې پراخې چاودې رامنځته کوي؛ لوی ګټونه ښوروي او په زرګونو ميله سيمې ته سخت زیان اړوي.۱

 

 

۱. هر کال څومره زلزلې رامنځته کېږي، چې د خلکو له خوا نه احساسېږي؟

الف) ۱۳۰،۰۰۰                 ب) ۱،۳۰۰،۰۰۰               ج) ۱۳،۰۰۰                     د) ۱،۳۱۹

 

۲. هر کال په ۳ تر ۳.۹ درجو کې د ۴ تر ۴.۹ درجو په پرتله څومره زياتې زلزلې پېښېږي؟

الف) ۱۷،۰۰۰                   ب) ۱۱۷،۰۰۰                  ج) ۱،۴۳۰                       د) ۱۴۳،۰۰۰

 

۳. لاندې د کومې يوې درجې زلزلې ډېرې لږې پېښېږي؟

الف) ۲ تر ۲.۹                  ب) ۷ تر ۷.۹                    ج) ۵ تر ۵.۹                    د) ۸ او لوړې درجې

 

۴. که يوه زلزله دومره غښتلې وي، چې لوښي مات کړي،‌ د ريکتر په حساب به څو درجې وي؟

الف) ۳.۲                        ب) ۴.۴                          ج) ۲.۲                           د) ۳.۹

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب