د روژې مکروهات او فاسدوونکي (مهم احکام)
په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .
پدی اړه دغه حديث شريف ولولی
مَن لّم يَدَع قَولَ الزّ ُور ِ وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُ اَن يَّدَع َ طَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري )
ژباړه: کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو الله تعالی دده خوړلو او څښلو پريښودو ته څه ضرورت نلری
د روژی مکروهات
۱- بدخويی کول، غيبت کول، جګړه کول، فضولی خبرې او داسې نور حرام اعمال او خبرې .
۲- د لوږی تندی په وجه وارخطايي او ناآرامي ظاهرول .
۳- څه شی په خوله کې نيول يا جويل که خواراکی شی وي او که نه .
۴- د خوراکی څيز څکل خو د ښځی او خادم لپاره چه خاوند يا مالک يي بدخويه وي د خاوند يا مالک د تند خويی د دفعی په وجه چه بدرد ونه وايي باک نلري چه د خوراکی شی مالګه وڅکي .
۵- په خوله يا پوزه اوبو تيرولو کې دومره مبالغه چه اوبه تر حلق يا ستونی پورې لاړی شي.
۶- د غاّښو مينځلو کريم، سکاره وغيره سره غاښونه پاک او صفا کول .
۷- په خوله کې ډيری لاړی جمع کول او بيايی تيرول .
۸- که د شهوت ويره وي له خپلی بی بی نه مچي يا بوسه اخيسل يا ورتر غاړه کيدل روژه مکروه کوي خو که د شهوت ويره نه وي باک نلری .
۹ – مور لره په خوله کې د څه شي جويل او بيا ماشوم ته د هغه ورکول .
پورته ټولو صورتونو کې روژه مکروه کيږی خو فاسيديږي نه ولی ثواب يی کميږي .
د روژی فاسدوونکي:
په روژه کې له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دي .
۱- له څه خوړلونه .
۲- له څه څښلونه .
۳- له جنسی فعل نه .
پورته دريو فرضونو پر خلاف عمل سره روژه فاسيديږي. خو د روژی فاسدوونکی څيز د خپل نوعيت له مخې پردوه ډوله دي، هغه چه يوازی قضايي ورباندې واجبيږي او بل هغه چه قضا او کفاره دواړه ورباندې واجبيږي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
۱- يو څوک د روژی پشلمی وکړي او دا يې خيال وي چه تر اوسه وخت شته خواراک څښاک وکړي خو ورسته ورته معلومه شوه چه سبا ختلی ددغه روژی قضايي روژه واجبه ده .
۲- چا د لمرلويدو نه مخکې داسې فکر وکړ چې لمر لويدلی دی روژه يې ماته کړه خو ورسته پوه شو چه ماښام لا ندی شوی نو قضايی روژه ورباندې واجبه ده .
۳- چا په روژه دار باندی په زور خواراک وکړ .
۴- د رمضان نه علاوه بل څه نفل يا واجب روژه قصداً ماتول .
۵- که په روژه کې د چا خولې ته د اوښکو يا خولو څاڅکی ورغلل او مالګينتوب يې په ټوله خوله کې محسوس کړ او ده هغه څاڅکي خيټې ته تير کړل .
۶- که چا له سره د روژی نيت ونه ګړ، خو له خوړلو اونورو يې ځان بند وساته، يا يې له زوال نه ورسته نيت وکړ .
۷- په روژه کې چا په قصد سره په ډکه خوله کانګی وګړی يا د خولې په غرغړه کې يې بې احتياطي وکړه اوبه له حلقه تير شي قضا پری واجب ده .
۸- که چا داسې شی چه غذا نه وي لکه د اوسپنی ټوټه، ګاڼی قاغذ يا نور وخوړل چه نه د غذا او نه دوا په ډول وي قضا پری واجب ده .
۹- په غوږ کې تيل اچول يا کومه ښځه په روژه کې په خپل تناسلی غړی کې دوا يا تيل واچوی په دې صورت کې قضا پرې واجب ده .
۱۰– که چا په هيره څه وخوړل نو بيا يې فکر وکړ چه روژه خو ماته شوه نو څه يې نور هم وخوړل نو قضا يي پرې لازمه ده.
۱۱- په غاښونو کې د داسې خوراکی څير بنديدل چه د نخود دانې برابر يا له هغه نه لوی وي تر حلق تير شي .
۱۲- د جماع او وحشی عمل لواطت نه پرته بل کوم داسې وحشي شيطاني جنسي فعل يې وکړ چه انزال ورسره وشوه .
۱۳- غاښونه وينی شي او وينی پر لاړو زياتی وي له ستونی څخه تير شي .
په پورته ټولو صورتونو کي روژه ماتيږي قضايی روژه به بيا نيسي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی :
۱- قصداً څه خوړل، څښل، د ناروغی لپاره دوا خوړل، له ښځی سره خپل نفسی خواهش پوره کول
يا که دخولی له لاری نه وی پر بله هره طريقه سره بدن ته غذا داخلول وغيره .
د روژی کفاره :
د يوی روژې په بدل کې دوی مياشتې مسلسل روژه نيول فرض دي که په منځ کې يوه روژه هم قضاء شي له سره به روژه نيسي .
که دا يې په وس پوره نه ؤ نو شپيتو مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه ډوډی ورکوي.
ننګيالی هاشمي