د مدير غوره صفات کوم دي؟

د ښه مدیر غوره ځانګړتیاوې:

شخصي صفات:

لومړی:   کامياب مدير له صحي او نفسي پلوه روغ وي، او په ظاهري لحاظ مرتب او منظم وي، او د مدرسې غير منتسبینو ته د يو مؤثر قائد په توګه په مدرسه کې څرګنديږي، د موضوع د عملي کولو لپاره قاطعيت لري. پر خپل ځان به پوره باور لري، په عامو مجلسونو کې د خپل مظهر او تشخص پاملرنه کوي، له غوسې څخه ځان ساتي او په ورين تندي خلکو سره خبري کوي.

دويم: مدير دپراخه اړیکو جوړولو او ساتلو ظرفیت لري، تنګ نظره ، ګوښه نشينه او ځان خوښی نه وي، تکبر نه پیژني خو دارامي طبعي خاوند وي او چې کومه ستونزه پېښېږي نو د پېښې حقيقت ته ځان رسوي. مدير بايد زړه ور  او پر خپلو ټولو افرادو مؤثر وي، او پر هغوی بشپړ اغېز لري، د اغېز لرلو يوه لار يې داده چې د خپل ماتحت خلکو ورځنۍ ګړني په پوره توګه وڅاري او دورځنيو چارو ارزيابي وکړي.

دريم: مدير بايد د حکمت څښتن وي، سخي وي، صبر ولري، دروند او سنګين سړی وي، مدير کې استقامت او زکاوت وي خپلو افرادو سره نيکي کوي، پر خپل ژبه او نفس حاکميت لري، په ژمنه کې رښتونی وي، زغمونکی وي او ځانګړې پوهه لري، قهرجن به نه وي حسد به نه لري، متکبر به نه وي، په سلوک، مقرراتو، اصولو او د وخت په پابندي کې له نورو مخکي وي خبرې يې باسليقه، منظمې او له ادبه ډکې وي.

څلورم: مدیر باید فعال او مبتکر ذهن لرونکی وي، او تل دخپلو چارو دراتلونکي په اړه فکر کوي، دخپل کار په ساحه کې د اړيني او نوښتگرانه رایي دیاداښت کولو عادت لري، او په مناسب فرصت کې یې دعملي کولو په اړه اقدام کوي، خپل ذهن په زیرک او شکاک توگه کاروي، چې له امله یې خوشباوري نه پېژني، داسې چې دهر کار اړوند یقین ته دشک له لاري ځان ورسوي.

پنځم: کامياب مدير خپله اشتباه مني، او له تېروتني وروسته سمدلاسه حق ته رجوع کوي، د هر چا نېکه مشوره مني،  پر مشوره باور لري، درایي ارزوني طریقه یې شورایي او په دلائلو بنا وي، په پراخه سینه دتنقید کولو او تنقید زغملو حوصله لري، احساسات او جذبات یې په کنترول کې وي، دمشورې په پای کې درایو دارزوني او ورنه دګټې اخيستنې ملکه لري، د شخصیت په پرتله کار او رايې ته لومړيتوب ورکوي، د ادارې پرمختګ ته کار کوي نه په مدرسه کې د ځان پرمختګ لپاره،  رايه اخلي او رايه نه تحميلوي او اجرائات په چټکۍ سره کوي او خپلو افرادو ته مکافات ورکوي په ځانګړي او ټاکلي وخت کې موخو ته رسيږي، د خلکو تر مخ افراد  تقدير کوي او په يوازې حالت کې يې تهديدوي.

your ads

معنوي صفات:

مدير بايد هر وخت خپل رب ته متوجه وي، تل يې ژبه په ذکر لنده وي او تلاوت ډېر کوي، په مدير کې بايد اخلاص وي، اخلاص معنی دا چې د زړه له تله او په مينه له خپل مسؤليت څخه زيات کار کوي، هره شېبه ځان مسؤل بولي، تقوا او په هر کار کې ښه نيت ولري زړه سواند او مهربان وي.  کامياب مدير هغه دی چې دځان په ارتباط یې اجتماعي فکر غالب وي، په اجتماع کې دژوند کولو څخه خوند اخلي، او له انانیت څخه کرکه لري.

د مدير لپاره دا هم مهمه ده چې په ظاهري او معنوي لحاظ له خپلو استاذانو سره د فکر همغږي ولري، د دار العلوم ديوبند په اته اصولو کې دا هم دي چې بايد د استاذانو او مدير ترمنځ همغږي وي ځکه چې په دې کې مدرسې ته خير ډېر وي او بله دا چې شاګرد له استاذ څخه ډېر رنګ اخلي نو استاذ که مدير سره همکار نه وي مدير هيڅکله نشي بريالی کېدلی.

مسلکي صفات:

مدير له درې اساساتو څخه عبارت دی: مسؤليت، صلاحيت او استعداد، بې صلاحيت مسؤل او بې استعداده صلاحيت لرونکی ناکام دی، کامياب مدير هغه دی چې د درې واړه اساساتو څخه برخمن وي. مدير دوه ډوله مسؤليتونه لري: د افرادو مسؤليت او د عمل مسؤليت؛ نو بايد په دواړو مسؤليتونو کې اعتدال وساتي، ځيني مديران پر افرادو ډېر فشار راوړي چې پرمختګ، نوښت او ابتکارات وکړي خو په نتيجه کې تکړه افراد له لاسه ورکړي او ځيني بيا عمل ته ډېر پام اړوي افرادو ته متوجه نه وي په پايله کې د افرادو ترمنځ ګډ وډي رامنځ ته شي.

مدير بايد په خپل مسلک کې د لاندې صفاتو څخه برخمن وي:

۱. مدير داسې غړي استخداموي چې د وړتيا سره سره د نظر خاوند  وي او د پرمختګ فکر ولري.

۲. کله ناکله د نورو کارکوونکو په وړاندې د ځانګړي کارکوونکي ستاینه کوي څو تشويق او تحريض شي،

د ستونزو پرمهال له کارکوونکو سره مرسته کوي او د کارکوونکو نفسيات له پامه نه غورځوي، کار ورسره خوند کوي او پر خپلو په غړيو باور لري او  کارکوونکو ته د ښه کار او وړتيا پر بنسټ لومړيتوب ورکوي نه دا چې د ده ستاينه وکړي.

۳. کارکوونکو سره د انسان په څېر رويه کوي او ښې اړيکې ورسره لري او دگډي همکارۍ اوتشریک طرفدار وي ښه  حوصله پکې وي؛ یعنی په گروپ کې دکار کولو او هم دگروپي کار دهماهنگ کولو وړتیا ولري.

۴. د انفرادي او اجتماعي دواړه  ډوله کارونو لپاره یې وخت تنظیم کړی وي، هرکار دپلان له مخي کوي، او پلان دټاکلي مودې په دائره کې تطبیقوي.

۵.  ادارې تعامل او روش یې داسې وي چی په اداره کی هر همکار یی خپل خواخوږی او دوست بولي، په ادارې چارو کی یې څوک دشخصي تمایلاتو احساس نه کوي او په ټولو کارنو کې ځان د اولني مسؤول په توگه ښکاره کوي.

۶. هر څه په زیر څاري، او ذهن ته یې نه هېرېدونکی تصویر داخلوي په دې معنا چی دهرکار څارنه یې دومره دقیقه وي چې دهغه کار اړوند ټولي خواوې د (الف)  نه تر (ی)  پورې خپل ذهن ته کاپي کوي، دا کار که څه هم ریاضت غواړي خو دذهن عادي کول ورسره گران کار نه دی، د دې گټه داده چې دخپل مدیریت په دائره کې ټولې نېمگړتیاوي په بداهت سره درک کولی شي.

۷. غښتلی او فعال مدیر تل دقضایاو سره قاطع برخورد کوي، او په نامساعدو پېښو او حالاتو کې دحل لار ویستلی شي او عاجله پریکړه نه کوي، تصمیم وروسته نیسي خو قاطع او تلپاتي، دادارې لوائحو او اصولو ته په ارزښت قائل وي،  په کارونو کې یې اولویتونه معلوم وي، رښتونی، امین او دوعدې پابند وي.

۸. خپل اشتباهات او تېروتني یې ورته مستحضر وي، او ورڅخه پر ځای ګټه پورته کوي او تل د «وبه شي » پر ځای د « ودې شي» په اصل چاري پر مخ بیایي.

۹. فعال مدیر دیو مرجع په توگه تل دخپل مرجعیت دخوندي ساتلو په کوښښ کې وي، او دنورو دمرجع په توگه په کارنو کې ځان ته دشکایت موقع نه برابروی، ځکه کله چی مرجع شکایت پیل کړي نو دمراجعینو او مامورينو ستونزي به څوک حل کوي؟.

۱۰. کامياب مدير مناسب پلان جوړوي، په پلان کې د کارمندانو وړتياوو او وخت ته ځانګړې پاملرنه کوي،

تعقيب او څارنه کوي ښه تنظیم او تنسيق کوي، راتلونکي ته متوجه وي په اهدافو متمرکز وي د پرېکړې وړتيا لري او د کیف، کم او وخت پوښتنې کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب