د رمضان وروسيتو لسو شپو کې څه وکړو؟

د رمضان د مباركې مياشتې وروستې لس شپې تر نورو ځانګړې دي. وروستۍ لسيزه د مياشتې له يوويشتم ماښامه (تر شل ورځو روژې نيولو وروسته) پيل كيږي. سره له دې چې كله د دې شپو شمير نهو ته راټيټيږي (هغه وخت چې مياشت نهه ويشت ورځې وي) بيا هم د خلكو تر منځ د وروستيو لسو شپو په نوم مشهورې دي. د رمضان په وروستيو لسو شپو كې يوه شپه (دقدر شپه) داسې ده چې تر نورو زرو مياشتو غوره ده. رسول الله صلى الله عليه وسلم به نوموړې شپې د الله جل جلاله عبادت ته ځانګړې كولې او پدې توګه به يې پدې شپو كې د كال تر نورو شپو ډير عبادت كاوه. عن عائشۀ رضى الله عنها قالت: كان النبي صلى الله عليه وسلم اذا دخل العشر شد مئزره و احيا ليله و ايقظ اهله. (صحيح البخاري) عايشه رضى الله عنها وايي: كله به چې د رمضان وروستۍ شپې راورسيدې نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به خپله ملا كلكه وتړله او ټوله شپه به يې د عبادت لپاره ويښه تيروله او د كورنۍ غړي به يې هم پاڅول. هغه زياتوي (… ولا اعلم ان النبي الله صلى الله عليه وسلم قرا القرآن كله في ليلۀ و لا قام ليلۀ كاملۀ حتى الصباح و لا صام شهرا كاملا غير رمضان.) (سنن النسائي و سنن ابن ماجه) هغه زياتوي: ما ته د الله د رسول په اړه نه ده معلومه چې ټول قرآن يې په يوه شپه كې لوستى وي، يا ټوله شپه تر سهاره په لمانځه دريدلى وي او يا يې پوره يوه مياشت روزه نيولي وي پرته له رمضان څخه. كله چې وايو رسول الله صلى الله عليه به ټوله شپه عبادت كاوه مطلب مو دا نه دى چې هغه مبارك به نه څه خوړل، نه څه څښل او نه به يې پيشنمى كاوه، بلكې د دې ټولو ترڅنګ به يې د شپې ډيره برخه په عبادت كې تيروله.

د كورنۍ پاڅول

عايشه رضى الله عنها وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د وروستيو لسو شپو په ترڅ كې خپله كورنۍ د عبادت لپاره پاڅوله. حقيقت خو دا دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به خپلې ميرمنې د كال په نورو شپو كې هم د عبادت لپاره پاڅولې، خو توپير يې دا و چې هغوئ به د كال په نورو شپو كې د شپې لږه برخه د الله جل جلاله عبادت كاوه. عن ام سلمۀ رضٰٰى الله عنها قالت: استيقظ النبى صلى الله عليه وسلم ذات ليلۀ فقال سبحان الله! ماذا انزل اليلۀ من الفتن و ماذا فتح من الخزائن، ايقظوا صواحبات الحجر فرب كاسيۀ في الدنيا عاريۀ في الآخرۀ. (صحيح البخاري) له ام سلمۀ رضى الله عنها نه روايت دى چې يوه شپه رسول الله صلى الله عليه وسلم له خوبه راپاڅيده نو ويې ويل سبحان الله! دا نن شپه څومره فتنې راښكته شوي دي او څومره خزانې پرانستل شوي دي، راپاڅوئ د كوټو ميرمنې ( د پيغمبر بيبيانې تر څو عبادت وكړي) ځكه ډيرې ښځې به په دنيا په جامو كې پټې وي خو په آخرت كې به د اعمالو له مخې لوڅې لپړې وي. رسول الله صلى الله عليه وسلم به د رمضان د وروستيو شپو په ترڅ كې خپلې ميرمنې د دې لپاره پاڅولې څو د كال د نورو شپو په پرتله د شپې ډيره برخه الله جل جلاله ته عبادت، دعا او لمنځونه وكړي.

په عبادت كې كوښښ

كول قالت عايشۀ رضى الله عنها: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يجتهد في العشر الاواخر ما لا يجتهد في غيره. (صحيح مسلم) عائشه رضى الله عنها وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د رمضان د وروستيو شپو په عبادت كې تر بل هر وخت ډير كوښښ كاوه. ستر فقيه امام شافعي رحمه الله پدې اړه داسې څرګندونه كوي: د هر مسلمان لپاره سنت دي څو د رمضان د روستيو شپو په عبادت كې پوره كوښښ وكړي. (المجموع) د عائشه رضى الله عنها د دې خبرې مطلب چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د رمضان په وروستيو لسو شپو كې خپله ملا كلكه وتړله دا ده چې مسلمان بايد پدې لسو شپو كې خپل ځان په ټوله توګه او په پوره زړه عبادت ته وقف كړي.

د قدر شپه

د رمضان د وروستيو لسو شپو له ځانګړنو څخه دا ده چې په هغو كې يوه د قدر شپه ده. د قدر شپه د كال تر ټولو ښه شپه ده چې تر زرو نورو مياشتو غوره ده يعنې د دې يوې شپې عبادت د نورو څلور اتيا كلونو عبادت سره يوشان دى. ابراهيم النخعي -چې يو تابعي دى- وايي: د دې شپې عبادت او نيك كارونه د زرو مياشتو دوامدار عبادت او نيكو كړو وړو سره برابر دي. عن ابي هريرۀ رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من قام ليلة القدر ايمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه. (صحيح البخاري و صحيح مسلم) ابوهريره رضى الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه روايت كړى چې ويلي يې دي: چا چې د رمضان مياشت په داسې حال كې چې په الله جل جلاله يې پوره ايمان وه او د صواب لاس ته راوړو په روحيه روزه ونيوله نو الله جل جلاله به ورته تير ګناهونه ټول وبښي. په پورتني حديث كې په الله جل جلاله باندې د ايمان يوه معنا دا هم ده چې انسان دې په دې ايمان ولري چې مونږ ته به په دې شپه كې د عبادت اجر او ثواب د الله جل جلاله د وعدې سره سم ارومرو راكول كيږي. عن عائشۀ رضى الله عنها ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: تحروا ليلۀ القدر في الوتر من العشر الاواخر من رمضان. (صحيح البخاري و صحيح مسلم) عائشه رضي الله عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: د قدر شپه د رمضان د وروستي لسيزې په تاقو شپو كې ولټوئ. ډير احتمال لري چې د قدر شپه دې په وروستيو اوو تاقو شپو كې وي. عن ابن عمر رضى الله عنهما يقول: قال النبي صلى الله عليه وسلم: التمسوها في العشر الاواخر (يعني الليلۀ القد) فان ضعف احدكم او عجز فلا يغلبن على السبع البواقي. ابن عمر رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: د قدر شپه په لسو وروستيو شپو كې ولټوئ كه له تاسو نه كوم يو د لسو شپو په لټه كې كمزورى او ناتوانه شو نو په پاتې اوو شپو كې دې نه كمزورى كيږي (په وروستيو اوو شپو كې دې د قدر شپه ولټوي). عن زر ابن حبيش عن ابى ابن كعب رضى الله عنه: انها في رمضان و انها في العشر الاواخر و انها ليلۀ سبع و عشرين. ثم حلف لا يستثني انها ليلۀ سبع وعشرين. فقلت: باى شىء تقول ذلك يا اباالمنذر قال بالعلامۀ او بالآيۀ التي اخبرنا رسول الله صلى الله عليه وسلم انها تطلع يومئذ لا شعاع له. له زر رضى الله څخه روايت دى چې ابي ابن كعب رضى الله عنه به ويل: د قدر شپه په وروستۍ لسيزه كې ده، د قدر شپه اووه ويشتمه شپه ده، بيا يې كلك قسم ياد كړ چې د قدر شپه اووه ويشتمه شپه ده. زر رضى الله عنه وايي چې ما ورته وويل: په كوم اساس دا خبره كوې؟ هغه وويل: د هغې نښې په اساس چې د الله رسول راښودلې ده چې په دې ورځ به لمر پلوشې نه لري. د هر مسلمان لپاره ښايي څو د رمضان په وروستيو لسو شپو كې د بيلا بيلو عبادتونو لكه د الله جل جلاله ذكر، د قرآن تلاوت او د الله جل جلاله نه د بښنې غوښتلو له لارې د دې مباركې شپې په لټه كې اوسي. د دې شپې د نه ښكاره كولو له حكمتونو څخه يو دا دى چې خلك د دې شپې د لټولو په پلمه د الله جل جلاله ډير عبادت وكړي. كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په حديث كې وايي چې د قدر شپه د رمضان په وروستيو شپو كې ولټوئ معنا يې دا نده چې دا شپه ځينې ښكاره نښې لري چې د هغو نښو په ليدو مسلمان پوهيږي چې دا د قدر شپه ده بلكه د دې شپې نښې د ناليدلو (غيبو) له ډلې څخه دي. انا انزلنه في ليلۀ مباركۀ انا كنا منذرين* فيها يفرق كل امر حكيم (دخان: ۳-۴) ژباړه: په تحقيق سره مونږ (قرآن) له بركت نه په ډكه شپه كې نازل كړى، چې په دغه شپه كې د حكمت ټولې چارې ويشل كيږي. ليلۀ القدر خير من الف شهر* تنزل الملائكۀ والروح فيها من كل امر* سلام هي حتى مطلع الفجر (قدر: ۳-۵) ژباړه: د قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده، ملائكې او جبرائيل امين له گردو چارو سره ځمكې ته راكوزيږي، دا شپه سلامتيا سلامتيا ده د سهار تر بره كيدو پورې. دا ځينې هغه لاملونه و چې پر بنسټ يې د قدر شپه ځانګړې ده. دا لاملونه څه داسې څيزونه نه دي چې څوك يې په سترګو وويني لكه هيڅوك له محمد صلى الله عليه وسلم نه وروسته نه شي كولى ملايكې وويني پداسې حال كې چې د قدر په شپه ملايكې ځمكې ته راكوزيږي

اعتكاف

عن عائشۀ رضى الله عنها ان النبي صلى الله عليه وسلم كان يعتكف العشر الاواخر من رمضان حتي توفاه الله ثم اعتكف ازواجه من بعده. له عايشې رضى الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د رمضان په وروستيو شپو كې اعتكاف وه تر دې چې ومړ بيا به يې بيبيانو اعتكاف كاوه. اعتكاف (په مسجد كې د عبادت په نيت تم كيدل) د دې لپاره دى څو انسان خپل زړه د الله جل جلاله ياد ته وقف كړي او الله جل جلاله نه د خي او بركت غوښتنه وكړي. اعتكاف كوونكي ته پكار دي چې پرته له اړتيا له مسجد نه بهر ونه وځي. همدارنګه بايد د مسجد دننه هم خپل ټول وخت د الله جل جلاله ذكر ته ځانګړى كړي، د سهار او بيګا ماثورات په وخت ولولي، پنځه وته لمونځ په جماعت اداء كړي، د فرض لمنځونو ترڅنګ سنت او نفلو لمنځونو (لكه د څاښت، تسبيح او …) ته هم پوره اهتمام وكړي، او څومره ډير چې كولى شي د قرآن تلاوت وكړي. اعتكاف كوونكى بايد له بې ځايه خبرو ځان وژغوري او په خوراك او څښاك ډير وخت ونه لګوي، خو كولى شي چې د اعتكاف په ترڅ كې دعوت وكړي او خپل مسلمان وروڼو ته په حق او صبر توصيه وكړي.

وركړه (جود او سخا)

له مونږ مسلمانانو سره ښايي چې د رمضان په وروستيو لسو شپو كې له اسراف او ځان ښودنې پرته تر نورو وختو ډير سخي وي او په وركړه كې يې لاس خلاص وي. عن ابن عباس رضى الله عنهما قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم اجود الناس وكان اجود ما يكون في رمضان حين يلقه جيريل و كان يلقه في كل ليلۀ من رمضان فيدارسه القرآن فلرسول الله صلى الله عليه وسلم اجود بالخير من الريح المرسلۀ. له ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو جواد انسان و، او تر ټولو ډير جواد به د رمضان په مياشت كې و كله به چې جبريل عليه اسلام ورسره مخ كيده او جبريل عليه السلام به د رمضان په هره شپه كې راته او له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره به يې اوروه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به په خير ښيګڼه باندې تر آزاد نسيمه هم جواد و. نووي صيب پدې اړه داسې وايي: په عمومي توګه هر وخت خو په ځانګړي ډول د رمضان په وروستيو لسو شپو كې سخاوت او په خلاص لاس وركړه له غوره كارونو څخه ده. د دې كار په كولو له يوې خوا د رسول الله صلى الله عليه وسلم په لاره پل ږدو او له بلې خوا په مونږ كې تقوا رامنځ ته كوي. نووي صيب زياتوي چې د رمضان مياشت بركتي مياشت ده او پدې مياشت كې ترسره شوي كارونه تر نورو وختو د زيات ثواب وړ ګرځي. همدارنګه دا چې د دې مياشتې په ترڅ كې خلك په روزه نيولو او عبادت بوخت وي او دا كار د دې لامل ګرځي چې هغوئ له خپلو ورځنيو چارو او روزي ګټلو نه وروسته پاتې شي نو تر بل هر وخت ډير مرستې ته اړتيا لري. (المجموع)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب