د رحمت دریاب

باز آ باز آ هر آنچه هستی بازآ
ګر کافر و ګبرو، بت پرستی باز آ

این درګه ما درګه، نومیدی نیست
صد بار اګر توبه شکستی، باز آ

ابوسعید ابوالخیر

د ګناهنو پیټي او درانه بارونو مې ، په اوږو دروند والی کوو ،چې غیبي غږ راباندی وشو،چې راشه دومره راشه ،چې زما دروازې ته نژدې شې ،هومره زما ور وټکوه چې ور دې پرمخ خلاص کړم .

ډیر مزل مې وکړ! یو شیبه روحی تلقین راته حاصل شو ،چې همدا ځای به وي ، خو هیڅ دروازه مې و نه لیده ،چې هر څومره مې د لټون سترګي پرانیستي هغه دروازه ښکاره نشوه ، نو د ستړي او ستومانه زړه نه مې غږ وکړ ، چې یاربه ! کومه دروازه وټکوم ،دلته خو هیڅ دروازه نه وینم ،غږ وشو او وي وییل: ما همداسي ووییل : چې ته راشې ،که نه ما هیڅ وخت د خپل رحمت دروازې ،ستا پرمخ نه دي تړلي ،هماغه وو ، چې د ډیر حیرته د ګناهونو درانه بارونه مې د اوږو څخه پر مځکه و غورځیدی ،او مخامخ تندی مې پرمځکه راغی ،او د سجدی په حالت پریوتم .چې یاربه ستا د رحمت د دریاب، څومره خلاصه غیږه ده ، چې هر نا امید چې هیڅ لاره نه لری هم همدې خوا راځي .

چه آغوش است ،یارب موجه ، دریای رحمت را
که هر کس ره ندارد هیچ سو ، سوی تو می آید

بیدل

د رحمت دریاب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب