د ذهني ناروغيو او پريشانۍ لس لاملونه

د ذهني ناروغيو او پريشانۍ لس لاملونه

 نړۍ کې هر انسان د يو شمېر ستونزو او کړاوونو له امله د ذهني پريشانۍ ښکار وي. څوک د پيسو له غمه مړ وي، څوک د څوکۍ او ډېرې داسې نورې ستونزې دي، چې د ذهني کړاوونو لامل ګرځي.

طبي کارپوهانو د ذهني فشار يو شمېر لاملونه په ګوته کړي، چې په لاندې ډول دي.

ګرم موسم:

هوا او موسم بدلون د انسان پر طبيعت اغيز لري. په ځانګړې توګه توده هوا د انسان د ذهني پريشاني يو ستر لامل دی. کله کله داسې وشي، چې د ګرمي موسم لږ وغځيږي، نو انسان له ذهني پلوه ډېر نا راحته وي.

اوريګن هيلت اينډ سايسن پوهنتون په خپله تازه څېړنه کې ويلي، چې د ګرمې هوا له امله د انساني ذهن هارمونز او کيميايي موادو توازن ګډوډ شي او دغه وخت کې انسان د ذهني پريشانۍ ښکار شي.

تمباکو:

د ژوند په عام پړاو کې مايوس او نا اميده خلک نسوارو، سيګرټو او نورو نشه يي توکو ته مخه کوي. تاسې خبر ياست چې سيګرټو کې موجود نکوټين د ذهني انتقال ټرانسميټر پر فعاليت ناوړه اغېزې کوي او دې سره د انسان له بدنه هارمونز وځي او دا کار د انساني فطرت د بدليدو لامل ګرځي او ذهني فشار زياتيږي.

د مرۍ او ستوني مرضونه: هغه مهال چې د انسان په مرۍ کې تايرايډ په نوم غدو په مناسبه اندازه هامونز توليد نه کړي، نو انسان د ذهني فشار ښکار کيږي. اصل کې دغه هامونز د انساني ذهن او دماغو په فعاليت کې کار کوي او کله چې دغه هارمونز کم شي، نو انسان پر ذهني ناروغيو اخته کيږي.

د خوب ګډوډ عادت:

دا ټول منلې خبره ده، چې غير منظم يا لږ خوب کول د ذهني پريشانۍ لامل ګرځي.

طبي څېرنې وايي، چې د بې خوبۍ له امله چې د انساني ذهن کومې خوليې زيانمني شي، هغه بيا نه رغول کيږي او انسان د مايوسۍ او نا اميدۍ تر بريده رسوي.

ډېر انټرنيټ کارول:

ډېری ځوانان انټرنيټ او ټولنيزې شبکې له اندازې زيات کاروي او دا کار د ذهني مرضونو يو ستر لامل دی.

د استوګنې ځای او چاپېريال:

ځينې خلک د ښار او ځينې نور بيا کليواله زندګي خوښوي، مګر طبي څېړنو ثابته کړې، چې د کليوالو په پرتله د ښاري ژوند خلک ۳۹ سلنه زيات د ذهني پريشانۍ ښکار وي؛ ځکه چې ښارونو کې ژوند ډېر سرګردانه او بوخت وي. له همدې امله انسان د ذهني پريشانۍ ښکار وي.

د انتخابونو غوراوی:

کله ناکله انسان له يو څخه د زياتو انتخابونو د غوراوي له امله انديښمن شي، چې کوم يو يې غوره کړي.

د نمونې په ډول، يو ځوان وايي، چې پوهنتون کې کومې پوهنځۍ ته داخله وکړي او مخکې له مخې انتخاب ونه لري، دغه سړی د ذهني فشار او مرض ښکار وي.

په خوراکونو که ماهي نه خوړل: 

طبي څېړنې وايي، چې خوراکونو د ماهي خوراک د اوميګا تهري فييټ ايسډز غذايي مواد لري او د ماهي نه خوراک انسان له دغو ګټو بې برخې کوي او څوک چې له دغو شيانو بې برخې شي، نو انسان په اسانه د ذهني پريشانۍ ښکار کيدای شي.

د ياونې وړ ده، چې ماهي بايد تازه وي او نن سبا چې هوټلونو کې کوم ماهيان خرڅيږي، ډېری يې د کراچۍ له بحر او نورو فارمونو څخه راځي، چې ډېرې شپې پرې تېرې شوي وو او دغه ډول ماهيان هيڅ ګټه نه لري.

د کورنۍ له غړو سره د اړيکو ترينګتيا:

دا خو ثابته ده، چې هر ځای او هر چاسره د اړيکو ګډوډي د ذهني پريشاني لامل ګرځي، مګر د کورنۍ له غړو په ځانګړې توګه له خويندو وروڼو سره د اړيکو ترينګلتيا انسان پر ذهني مرضونو اخته کويی.

طبي څېړنې وايي، چې انسان د ټولنيزو اړيکو له امله د خپل ژوند مهم پړاوونه ټاکي او ذهن يې له همدغو لارو چارو وده کوي، مګر د انسان ژوند کې جګړې او تاوتريخوالی د انساني ذهن دا وړتيا له منځه وړي او په ځانګړې توګه ناوړه اغېز يې پر کورنيو اړيکو راځي.

د حمل منع کوونکي دارو درمل: 

طبي کارپوهان وايي، چې د حمل منع کوونکي دارو د ښځو صحت لپاره ډېر خطرناک دي، په ځانګړې توګه تر ټولو ناوړه اغېز يې د ښځو پر دماغو وي او دې سره د ذهني فشار پر مرضونو اخته کيږي.

د خوب ګولۍ:

ډاکټران وايي، چې د ډېرو داروګانو خوړل د ذهني فشار لامل ګرځي، په ځانګړې توګه د خوب او ذهني ارام ګولۍ د خوب د ګډوډۍ مهم لامل دی او که دغه حالت دوام وکړي، نو انسان د ځانوژنې تر بريده رسولی شی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب