د دعوت د کاروان لارويه!

منم چې ستا مسؤوليت ستر دی او ته د همدغومره ستر مسؤولیت په اندازه فضيلت هم لرې؛ خو د دعوت د کاروان لارويه!
منم چې فتنې دي، مصيبتونه دي، خلک، نفس او شيطان ستا په خلاف سره يو شوي او ستا د پاک هدف په وړاندې خنډ دي؛ خو د دعوت د کاروان لارويه!

منم چې دنيا ده، دار الأسباب دی، مادياتو ته اړتيا ډېره ده او پرته له مادياتو کېږي هم نه؛ خو د دعوت د کاروان لارويه!
منم، چې دوست او دښمن لرې، ټولنه په تا فشار راولي او ته پرته له شکه د ټولنې د زور په وړاندې خپل زور کم ګڼې؛ خو د دعوت د کاروان لارويه!
منم، چې ژوند دروند دی، سخت دی، کړاوونه او سختۍ پکې دي، له هر لوري ګواښونه دي، خلک په يوه او بله بهانه ستا د سپېڅلې مبارزې مخه نيسـي، تا ربړوي، تا په تکليفوي او په تا ېې چې د څومره تعذيب وسه ورسي، دررسوي يې؛ خو د دعوت د کاروان لارويه!

منم، نړۍ اوس پرمختګ کړی، د ژوند آسانتياوې زياتې شوي؛ بېلابېل وسايل اختراع شول، چې لالهانده انسان لږ د آرام ساه واخلي او ستا به هم ورته زړه کېږي، چې لږ د اوسنۍ پرمختللې دنيا په سيوري کې پاتې شې؛ خو د دعوت د کاروان لارويه!

خو د دعوت د کاروان لارويه!
ستا او د نورو انسانانو ترمنځ توپير شته، شايد په جسمي لحاظ به په نورو کې ډېر تر تا غښتلي وي؛ خو دلته په يو بل ډګر کې توپير مراد دی او هغه د معنوياتو ډګر دی؛ که نور په مادياتو کې پرمختللي دي او په ښکاره د ترقۍ د يوې بلې دنيا ننداره کوي؛ خو ته د معنوياتو د ډګر اتل ېې، چې دا دنيا په حقيقت کې د همدغه ډګر د پاللو لپاره په دغه ترتيب پيدا شوې… او ته په حقيقت کې هماغه څوک يې، چې نړۍ وال د نړۍ د پيدايښت اصلي فلسفې ته ځير کوې.

خو د دعوت د کاروان لارويه!
کړاوونه، ربړونې او ستونزې د دعوت د لارې داسې غوښتنې دي، چې پرته له دې ددې لارې مزل شونی نه دی! تا به ليدلي وي، تاريخ د سترو دعوتګرانو په تاريخ کې په څو څو واره ستا مخې ته حضـرت نوح عليه السلام ږدي، حضـرت ابراهيم عليه السلام درته دريادوي، د حضـرت موسی او حضـرت عيسی عليهما السلام يادونه درته کوي او د خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په اړه دې اګاه کوي… او د دوی نومونه به ته په بېلابېلو بڼو خپلې مخې ته ووينې، هلته چې په قوم کې دعوت پيلوي، بيا ورپسې قوم راپاڅېږي او د ګوتو په شمېر څو په ښکاره کمزوري خلک ېې ملاتړي کېږي… دوی د دعوت د لارې اغزنه لاره په خپلو اغزو کې رانيسـي؛ خو بيا هم دوی ورته ځان نه سپاري او دې ټولو خنډونو ته نه يوازې دا چې تسليمېږي نه، بلکې ټول په ټوله ېې ختموي او د تاريخ پاڼې ترې پاکوي… او همدا لامل دی، چې دوی ته اولو العزم پيغمبران وايي… يعنې: د ژمنې مبارزې، پياوړي هوډ او سرښندنې استازي! يعنې: د خدای ورسپارلې دندې رښتيني حاميان او ساتونکي، يعنې: د خدای لپاره د خدای په ځمکه د خدای د دين د حاکمولو لپاره رښتيني خدايي وګړي، چې د خدای لپاره ېې خپله ژمنه مبارزه په هېڅ صورت نه ده پرېښې او تل ېې الهي دعوت ته په نور هر څه غوراوی ورکړی دی او د مبارزې يو داسې حد ته پکې رسېدلي، چې نور ترې بايد پند واخلي او نور ېې بايد د ځان لپاره د بېلګه دعوتګرو په توګه ومني…

خو د دعوت د کاروان لارويه! د مادياتو دنيا واقعيت دی، چې ماديات پرې اغېزه لري؛ خو دومره هم نه، چې بنده ګي يې وشي، زمونږ او د نورو ترمنځ خو توپير هم دادی، چې مونږ دنيا د آخرت د رغونې لپاره پالو او نور دنيا د دنيا په خاطر پالي؛ نور دنيا او مادياتو ته سرټيټوي؛ خو مونږ سجده يوازې خپل رب ته کوو او ماديات يوازې د خپلې ژمنې مبارزې د يوې وسيلې په توګه منو او بس.

مونږ له مادياتو سره دښمني نه لرو او نه دې طرف ته دعوت کوو، بلکې مونږ دنيا د آخرت لپاره کرونده ګڼو، د دنيا ټول ماديات د خپلې مبارزې لپاره يوه وسيله ګڼو، مونږ د معنوياتو لښکر يو، چې ماديات له ځان سره د اړتيا په اندازه اخلو؛ خو حقيقي هڅه مو د معنوياتو په خاطر ده او مونږ غواړو، چې د مادي دنيا مينه له زړونو وباسو او د باقي دنيا په مينه زړونه ورغوو…
خو د دعوت د کاروان لارويه! پر همدې بنسټ چې زمونږ د مبارزې موخه ماديات نه دي او نه د سپکو دنيوي موخو لپاره هلې ځلې کوو، زمونږ د لومړي صف لومړيو شخصيتونو په خورا وضاحت او صراحت ټول خلک پوهولي، چې مونږ په خپله مبارزه او کار له تاسو څخه څه بدله نه غواړو، هلته چې حضرت نوح عليه السلام خپل امت ته په خپله خوږه ژبه وايي:
فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ (يونس ۷۲)
او که تاسو مخ وګرځاوه؛ نو ما خو له تاسو څخه په دې څه بدله نه ده غوښتې، زما اجر خو يوازې په الله تعالی دی او ماته امر شوی، چې زه له مسلمانانو څخه شم.

دا يوازې د حضـرت نوح عليه السلام خبره نه ده، بلکې تر ده وروسته د حضـرت هود، حضـرت صالح، حضـرت شعيب او حضـرت لوط عليهم السلام د ټولو همدا يو پيغام دی، چې خپلو امتيانو ته ېې ورکوي:
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ (الشعراء۱۰۹)
او زه له تاسو څخه په دې دعوت څه بدله نه غواړم، زما بدله خو يوازې د مخلوقاتو په پالونکي ده.

او حضـرت محمد صلی الله عليه وسلم هم خپلو خلکو ته په څرګنده توګه ورته همداسې ويلي: قُلْ مَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ (سبأ: ۴۷) ووايه، هغه بدله چې په دې دعوت ېې له تاسو غواړم، ستاسو دې شي، زما بدله خو يوازې په الله تعالی ده او هغه په هر شي باندې خبر دی.
په بل ځای کې له دعوت سرغړوونکو ته وايي، چې په تاسو ولې اسلامي دعوت پيټی دی، آيا چا در څخه څه بدله غوښتې؟ فرمايي: أَمْ تَسْأَلُهُمْ أَجْرًا فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ(الطور ۴۰)
آيا ته له دوی څخه څه بدله غواړې، چې دوی د تاوان له وېرې وروسته وروسته کېږي.

خو د دعوت د کاروان لارويه! کله چې ستا لومړی مرشد د خلکو بهانه ختموي او ورته وايي، چې زه در څخه د بدلې تمه نه کوم، ته په کوم اساس د خپل مرشد دغه تګلاره پرېږدې او د مادي دنيا لپاره د خپل دعوت اصيل سنګر پرېږدې او په اخوا دېخوا ګړنګونو سر کېږي؟ ولې سره له دې چې تاته ستا بېلګه شخصيتونه د اصلاح او انقلاب قانون؛ قرآن کريم در په ګوته کړي، بيا هم خپل ستر دعوت د مادياتو ښکار کوې او سره له دې چې ته په دې اعتراف کوې، چې زما لپاره بېلګه او قدوه شخصيتونه پيغمبران عليهم السلام، صحابه کرام رضي الله عنهم او د دين ستر ستر امامان رحمهم الله دي، بيا هم د مادياتو په توپان کې خپل اصلي هدف پرېږدې او په نورو کږو وږو لارو سر کېږي؟ اخر ولې د ژمنې مبارزې، پياوړي هوډ او سرښندنې استازي غلط شوي وو؟ يعنې: د خدای ورسپارلې دندې رښتيني حاميان او ساتونکي، يعنې: د خدای لپاره د خدای په ځمکه د خدای د دين د حاکمولو لپاره رښتيني خدايي وګړي په غلطه وو؟ اخر ولې د هغوی هره خبره لکه د کاڼي کرښه ګڼې؛ خو په دغه ډګر کې بيا د هغوی له عمل څخه تجاوز کوې او د هغوی پر پل درته دا ډول پل اېښودنه مناسبه نه ښکاري او د دنيا ژوند، اړتياوې او نورې بهانې دې په خپله غېږه کې اخلي؟

آيا هغوی ژوندي نه وو؟ آيا هغوی په همدې دنيا کې ژوند نه دی تېر کړی؟ آيا هغوی د ژوند ضرورتونه او اړتياوې نه درلودې؟ آيا هغوی لکه ستا په څېر دوست او دښمن نه درلود؟ آيا هغوی په حالاتو او د عصر په غوښتنو نه پوهېدل؟ نو بيا ولې هغوی مادياتو ته نه دي تسليم شوي او ته په لومړي قدم کې مادياتو ته تسليمېږي او ورته لکه د عابد سر ټيټوې؟ ولې؟ اخر نو…

خو د دعوت د کاروان لارويه!
ستا فضيلت يوازې په نوم نه دی او نه ته يوازې په دې خلاصېدای شې، چې ځان ته داعي (دعوتګر) ووايې او يا خلک دې په دې راوبلي او يا هم په ټولنه کې په مخلص او ستر دعوتګر مشهور شې، بلکې د خلاصون معيار بل دی، ستا د خلاصون او نجات لپاره يوازې له دعوتي کاروان سره ملتيا کافي نه ده، بلکې د يو بل شي اړتيا هم شته، چې قرآن کريم په ښه توګه څرګند کړی او هغه نېک عمل، په عملي توګه خپلې مبارزې ته ژمنتيا او د خپلې او وينا او کړنې ترمنځ مطابقت دی، قرآن کريم په هر ځای کې کاميابي، نېکمرغي او سرلوړي په ايمان او عمل صالح دواړو پورې تړلې ده، لکه فرمايي: وَبَشِّرِ الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِزْقًا قَالُوا هَذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(البقرة: ۲۵)

او هغو کسانو ته چې ايمان ېې راوړی او نېک عمل ېې کړی، زېری ورکړه، چې د هغوی لپاره به جنتونه وي، چې تر ماڼيو لاندې به ېې ويالې بهېږي، کله به چې د جنت له ميوو څه ورکړل شي؛ نو دوی به ووايي، چې دا هغه دي، چې مونږ ته مخکې راکړل شوې وې او دوی ته به سره ورته انعامونه ورکړل شي او د دوی لپاره به هلته پاکې بيبيانې وي او دوی به هلته د همېشه لپاره وي.

وَالَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (البقرة: ۸۲)
او هغه کسان چې ايمان ېې راوړی او نېک اعمال ېې کړي؛ نو دوی د جنت خاوندان دي او همدوی به هملته د همېش لپاره وي.
إِنَّ الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآَتَوُا الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (البقرة: ۲۷۷)
يقينا هغه کسان چې ايمان ېې راوړی او نېک اعمال ېې کړي، لمونځ ېې قايم کړی، زکات ېې ورکړی، د الله تعالی په وړاندې د دوی اجر شته، نه به په دوی وېره وي او نه به دوی غمجن شي.

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ (المائدة: ۹)
الله تعالی له هغو کسانو سره چې ايمان ېې راوړی دی او نېک اعمال ېې کړي دي، وعده کړې چې د دوی لپاره به بښنه او ستر اجر وي.

إِنَّ الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا (الکهف: ۱۰۷)
يقينا هغه کسان چې ايمان ېې راوړ او نېک اعمال ېې وکړل، جنت الفردوس ورته مېلمستون دی.
وَالَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِي الصَّالِحِينَ (العنکبوت: ۹)
او هغه کسان چې ايمان ېې راوړ او نېک اعمال ېې وکړل؛ ارومرو به ېې له نېکانو سره يو ځای کړو.
إِنَّ الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ (فصلت: ۸)
يقينا هغه کسان چې ايمان ېې راوړ او نېک اعمال ېې وکړل، د دوی لپاره نه ختمېدونکی اجر دی.
فَأَمَّا الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِي رَحْمَتِهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ (الجاثية: ۳۰)
نو هغه کسان چې ايمان ېې راوړ او نېک اعمال ېې وکړل، زر ده، چې الله تعالی به ېې په خپل رحمت کې داخل کړي او همدا ښکاره بريا ده.

إِنَّ الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ (البينة: ۷)
يقينا هغه کسان چې ايمان ېې راوړ او نېک اعمال ېې وکړل، همدوی تر ټولو غوره دي.
او د عصـر سورت کې خو د عملي ژمنتيا جلا تعبير پروت دی، هلته چې فرمايي: وَالْعَصْرِ (۱) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (۲) إِلَّا الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (۳) قسم په زمانه يا مازيګر، يقينا چې انسان په تاوان کې دی، مګر هغه کسان چې ايمان راوړي، نېک عملونه وکړي او په حق او صبر سره يو بل ته وصيت وکړي.

خو د دعوت د کاروان لارويه! ښه خبره ده، چې نور دې په اړه ښه ووايي، ستا لاره وستايي او ستا د مزل په توصيف خپل مجلسونه تاوده کړي، ځکه په دې سره په هغوی کې د اسلامي دعوت مينه زياتېږي او شايد همدا ستا له لارې ېې الله تعالی نېغې لارې ته برابر کړي؛ خو د دعوت د کاروان لارويه، تاته نه ښايي، چې د هغوی د ستاينو په دام کې ګير شې او د هغوی غوړ او زېړ القاب او خوږې خبرې دې د خالق لپاره روانه مبارزه د مخلوق لپاره په مبارزه بدله کړي او په نتيجه کې در څخه خپل ګټلی مقام له لاسه ووځي.

نه ښايي تاته، چې داسې وکړې او نه ښايي، هغوی ته، چې ستا په لاره له تاسره روان او يا هم په تاپسې دي.
او د دعوت د کاروان لارويه! مونږ لکه څنګه چې ځان ته په دين او مبارزه د ژمنتيا او استقامت سوال کوو، تا هم پکې يادوو او تل دغه قرآني دعاء وايو، چې:

رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (آل عمران: ۸)
ای زمونږ ربه! زمونږ زړونه له هدايت وروسته مه کږوه او له خپل لوري راته رحمت راولوروه، يقينا همدا ته د ډېر ورکوونکی يې.
خو د دعوت د کاروان لارويه! همدا قرآني دعاء خپله هم مه وايه او مونږ هم پکې مه هېروه.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب