
مشترکات؛ د دعوت او تبلیغ خاص اصل
تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ (سورة آل عمران، آیت ۶۴)
د دې آیت څخه د تبلیغ او دعوت یو خاص اصل معلومېدلی شي، هغه دا چې که یو سړی یو داسې جماعت (ټولګي) ته د دعوت ورکولو خواهشمند وي چې په عقیده او نظریاتو کې د ده څخه مختلف وي، نو د هغه طریقه دا ده چې دغه د عقیدې مخالف جماعت ته دې یوازې پر هغه خبره د یو ځای کېدو دعوت ورکړي پر کومه چې د دواړو اتفاق راتلای شي. لکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کله د روم باچا هرقل ته د اسلام دعوت ورکړی، نو د داسې مسئلې طرف ته یې دعوت ورکړی چې پر هغه د دواړو خواوو اتفاق وو، یعنې د الله جل جلاله د وحدانیت طرف ته. هغه دعوت نامه داده، چې لاندې نقل کېږي:
بسم الله الرحمن الرحیم، من محمد عبدالله و رسوله إلی هرقل عظیم الروم: سلام علی من اتبع الهدی، أما بعد، فإني أدعوک بدعایة الإسلام، أسلم تسلم، یؤتک الله أجرک مرتین، فإن تولیت فإن علیک إثم الأریسین. (۱)
وَيَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ. (بخاری)
زه شروع کوم د الله جل جلاله په نوم، هغه چې ډېر مهربان او زیات رحم کوونکی دی. دا خط د محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او د هغه د رسول له طرفه د روم باچا هرقل ته دی. سلامتي دې وي پر هغه سړي چې د هدایت د لارې تابعداري وکړي. وروسته تر دې زه تاته د اسلام دعوت درکوم، اسلام راوړه، ته به سلامت پاتې شې او تاته به الله دوه ګونې اجر درکړي. او که تا منعه وکړه، نو پر تا به د هغو ټولو کسانو ګناه وي چې ستا په رعیت کې دي.
ای اهل کتابو! د یوې داسې خبرې طرف ته راشئ چې زموږ او ستاسې تر منځ برابره ده: دا چې موږ د الله جل جلاله پرته د بل چا عبادت نه کوو، نه به د هغه سره څوک شریک جوړوو، او نه به موږ داسې کوو چې الله جل جلاله پرېږدو او په خپل منځ کې به یو بل رب جوړوو.
فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ: په دې آیت کې چې یې ویلي دي «تاسې شاهدان اوسئ»، په دې سره یې دا تعلیم ورکړی دی چې کله په ښکاره دلیلونو سره څوک حق ونه مني، نو د حجت د پوره کولو لپاره خپل مسلک (دین) ښکاره کول او خبره ختمول پکار دي. زیات بحثونه او تکرار کول مناسب نه دي، بس خبره پرې کول پکار دي.
(معارف القرآن: ج ۱، ص ۱۵۴، پښتو ژباړه)