له یوه سلفي سره خبرې اترې!

ویې ویل : چې زه سلفي یم .
ما ویل : عجبه ده ، ایا ته د لومړیو دریو پیړیو له مسلمانانو ( خیر القرون ) څخه یې … عمر دې تقریبا ۱۴۰۰ کاله دی ؟
ویې ویل : نه ، دا زما هدف نه دی .
ما ویل : ستا هدف به د سلفو له افعالو څخه وي چې ترسره کوۍ یې .
ویې ویل : هو
ما وویل : سلف کې داسې کسان وو چې په یو رکعت کې به یې شپه صبا کړه، چا په یوه شپه کې ختم کولو ، چا په درې شپو کې او چا په یوه اوونۍ کې … ته یې په څومره کې ختموې ؟ ته څومره روژه نیسې ؟ صدقې او نور شیان به یې لا پریږدو .
ویې ویل : نه ، دومره نه یم نو ، تر دې کچې نه یم … دا زما هدف نه وو .
ومې ویل : کیدای شي ستا هدف به دا وي چې ته د سلف په منهج یې ، تقلید یې کوې ؟
ویې ویل : هو ، هو ، همدا زما مقصد دی .
ومې ویل : مګر هغوی خو په ډیرو مسایلو کې سره اختلاف کړی دی ( بعضې مثالونه مې ورکړل ) ته د کوم یوه تقلید کوې ؟
ویې ویل : زه یې د کتاب (قران کریم ) او سنتو څخه اخلم .
ومې ویل : نو ټول مسلمانان یې له کتاب او سنت څخه اخلي ، نو تا ولې خپل ځان ته په نورو ترجیح ورکړی ؟
ویې ویل : زه د بدعتي مذهبونو تقلید نه کوم .

ومې ویل : نو فقهي احکام او مسایل له چا څخه اخلې ؟ ایا ته مجتهد یې ؟
ویې ویل : نه ، د سلفو صالحو څخه یې اخلم .
ومې ویل : ستا مقصد د سلفو څخه کوم سلف دي ؟ ( د بعضو معاصرو علماوو نومونه یې ذکر کړل )
– مګر دوی خو له سلفو څخه نه دي ؟
ویې ویل : څنګه ؟ نو مونږ څوک یو ؟
ومې ویل : ته او دوی هغه څوک یاست چې په پنځلسمه هجري پیړۍ کې ژوند کوۍ ،او سلف هغه څوک ول چې په لومړنیو دریو پیړیو کې یې ژوند کاوه … نو تاسو څنګه له سلفو څخه شوۍ ؟
طبیعي ده چې دوی به یو له همدغو مذاهبو څخه تقلید کړی وي او ورڅخه به یې اخیستې وي ، چې ته ورته بدعتي مذاهب وايې .
ویې ویل : څنګه ؟ ستا مقصد داده چې مونږ هم د نورو مسلمانانو غوندې یو ! ؟
ومې ویل : هو ، هیڅوک نشي کولای چې په مستقیم ډول په کتاب او سنتو پوی شي تر څو چې ددغو امامانو علمونه ونه وايي او زده یې نه کړي ، چې په دلایلو ، نصوصو او ددوی په معناګانو پوی شي ، او ورڅخه د یوه حکم راخیستلو طریقه زده کړي .
او همدارنګه په اجماع او قیاس پوی شي …. ( تر اخره ) … نو د یو طالب العلم لپاره د سابقینو علم ته ضرورت دی او له هغه نه پرته یې چاره نشته .
ویې ویل : مګر زه سلفي یم .
ومې ویل : ته سلفي نه یې . پوهیږې چې ته څوک یې ؟
ویې ویل : څه ؟؟؟
ومې ویل : شافعیان څوک دي ؟
ویې ویل : شافعیان په فقه کې د امام محمد بن ادريس الشافعي تابعین دي .
ومې ویل : الاشاعره څوک دي ؟
ویې ویل : الاشاعره هغه څوک دي چې په عقایدو کې د امام ابو الحسن الاشعري پیروان دي .
ومې ویل : نو ته د عبدالوهاب نجدي پیروان په کوم نوم یادوې ؟ کوم نوم ورته اخلې ؟
ویې ویل : په دې اساس ….. هغوي وهابیان راځي .
ومې ویل : نو ته وهابي یې .
ویې ویل : ایا دا کوم پینځم یا شپږم مذهب دی ؟
ومې ویل : نه ، بلکې هغه څوک وو چې د عثماني دولت پر ضد یې خروج وکړ او د کفر ټاپه یې پرې ووهله ، او هر هغه څوک یې هم کافران کړل چې چا دغه دولت ته کافر ونه ویل .
او د انګریزانو په مرسته یې جګړه ورسره پیل کړه ، وژنې یې وکړې ، چور او چپاول یې وکړ ، او مالونه یې غنیمت کړل …. تر دې چې حج یې بند کړ او حاجیان یې ووژل .
د حجاز، یمن، سوریې ، مصر او تونس معاصرو عالمانو د هغه په هکله ډیر څه ویلي دي ، او رد یې پرې کړی دی .
ویې ویل : ستا دلیل څه دی ؟
ورته مې وویل : چې د الدرر السنیه کتاب ، او د ابن غنام او ابن بشیر د تاریخ کتابونه ولوله چې د وهابیانو مشهور کتابونه دي . ( ویې لوستل )
بیا یې وویل : عجیبه ده ، څنګه په هغه چا باندې د کفر ټاپه وهي چې وايي (لبيك اللهم لبيك) او حج ته راغلی وي . ؟ څنګه یې ووژل او د هغوی مالونه یې چور کړل ، په دې پلمه چې غنیمت دی او هغوی کافران دي . ؟؟؟
دا له داعش سره نو څه اختلاف لري ؟
ورته مې وویل : نو څنګه د یوې ډلې پورې ځان منسوبوې او د هغوی د افکارو ، تاریخ او خبرونو په اړه دې هیڅ هم نه دي لوستلي ؟

عبدالله دانشیار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب