د دعا د قبلېدو شرايط او حالات

د دعا دقبليدو ځايونه وختونه او حالتونه

١-دقدر په شپه.
٢-دشپي په دريمه برخه کي او دپنځو لمنځو پر وخت.
٣-دآذان او اقامت ترمنځ.
٤-په ټوله شپه کي يو ساعت دي چي دعا پکي قبليږي.
٥-دپنځو فرضو لمنځو دآذان پروخت.
٦-دبرکت دباران پروخت.
٧- کله چي دمجاهدينو لښکر دالله په لاره کي روان وي.
٨-دجمعي په ورځ يو ساعت دي چي دعا پکي قبليږي ځني روايتونه وايي چي دا مازيګر آخري ساعتونه دي اوياهم دخطبي وختونه دي.
٩-دزمزم داوبو دڅښلو پروخت.
١٠-په سجده کي.
١١-دشپي دناڅاپه راويښيدو پروخت.
١٢-کله چي په شپه کي په اوداسه او طاهر ويده شي او بيا دشپي دراپاڅيدو پروخت.
١٣-(لا اٍله اٍلا آنت سحانک اٍني کنت من الظالمين) ددي دعا دويلو پروخت.
١٤-داسم اعظم په ويلو سره.
١٥-دوروستي تشهد څخه وروسته.
١٦-دمړي خښولو پروخت.
١٧-مسلمان ورورته په غياب کي دعا کول.
١٨-دعرفي په ورځ په عرفات کي.
١٩-دروژي په مياشت کي.
٢٠-دذکر په مجالسوکي.
٢١-داخلاص پروخت.
٢٢-دمظلوم دعا.
٢٣-دپلار ځوي او د ځوي پلار ته.
٢٤-دمسافر دعا.
٢٥-دروژتي دعا.
٢٦-دروژتي دعا دروژماتي پروخت.
٢٧-دعادل امام دعا.
٢٨-دصالح اولاد دعا.
٢٩-دحج په مراسمو کي دشيطان ويشتلو پروخت.
٣٠-په کعبه کي په ځانګړي توګه په حجر الاَسود کي.
٣١­-په صفا کي.
٣٢-په مروۍ کي.
او مومن چي خپل رب ته هرکله دعا کوي که هرچيرته وي الله فرمايي:و‌اِِِِِِِذاسئلک عبادي عني فاِني قريب اُجيب دعوةالداعي اٍذادعان)
پدي پورتني وختونوکي ډير او ښه قبليږي.

د دعا د قبليدو شرايط

1-اخلاص
2-د خداي په ښيګڼو پيليدل او بيا پر محمد(ص)درود ويل او پر همدي پاي ته رسيدل.
3-ددعا پر قبليدو باور لرل.
٤-په آرامي سره دعا کول.
٥-له زړه څخه دعا کول.
٦-ډيره دعا کول.
٧-يواځي د خداي څخه غوښتل.
9-په متوسط غږ دعا کول.
١٠-په ګناه اعتراف کول،بښنه غوښتل او دالله پر نعمتونو شکر ويستل.
١١-خشوع او خضوع هم په دعا کي ډير مهم دي.
١٢-ظالمانوته ښـيري کول.
١٣-دري ځلي دعا تکرارول.
١٤-له دعا څخه د زړه استقبال.
١٥-لاسونه اوچتول.
١٦-اودس لرل.
١٧-دخلکو پر حقوقو تجاوز نکول.
١٨-ترټولو دمخه دځان لپاره دعا کول.
١٩-دالله پر اسماء او صفاتو دعا کول،خپل نيک عمل يادول او دصالح انسان دعا يادول.
٢٠-بايد څښل،خوړل او اغوستل له حلالو وي.
٢١-له خداي څخه ګيله نکول.
٢٢-امر بالمعروف او نهي عن المنکر کول.
٢٣-د ټولو ګناهونو څخه ځان ژغورنه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب