د داووس « Davos » ښار د سویس هېواد د ګروبوندان ایالت د پرتیګو دوو په برخه کې د لاندواسر سیندپه غاړه او د آلپ د غرونو په منځ کې پروت دی . د داووس ښار د سمندر له سطحې 1560 متره جګه سطحه کې واقع دی چې د اروپا د وچې له بحر نه تر ټولو لوړ او د ښې هوا لرونکی ښار دی. نفوس یې په 2009 کال کې 11248 تنو ته رسېده. مساحت یې 283.99 کیلومتره دی.