د برق په واسطه د ذبح شویو حیواناتو د خوړلو حکم؟

د ساینس او ټکنالوژۍ د پرمختګ سره د څارویو د ذبحې او حلالولو نوې وسېلې هم رامنځ ته شولی او په اوسني عصر کې دا مسئله یو له هغو مسئلو څخه ده چې په غرب کې د مېشتو مسلمانانو سره زیاتره وخت راپیدا کیږي. زمونږ هغه مسلمانان وروڼه او خوېندې چې په غرب کې هستوګنه لری، زیاتره مهال دوي پخپل چاپیریال او شاوخوا سیمه کې ویني چې غیرمسلمانان یو حیوان په ډېر قوي برقي شاټ سره وژني؛ نو له دوي سره پوښتنه دا وي چې: آیا مسلمان ته د دې ډول حیوان د غوښې خوړل روا دي او که ناروا؟

په دې لیکنه کې غواړو همدې پوښتنې ته ځواب ورکړو او څرګنده به کړو چې په غرب کې عموماً یو څاروی په څلورو مختلفو طریقو سره ذبح کیږي چې دلته به ېې لنډه یادونه وکړو. خو په سر کې به په دې اړه د رابطة العالم الإسلامي له لوري په هغه مهمه غونډه کې چې په مکه مکرمه کې ترسره شوه د هغوی د پرېکړی یادونه وکړو. اسلامي فقهاؤ د یادې مسئلی په هکله څېړني کړیدي او له تحقیقاتو او څېړنو وروسته لاندینۍ نتیجې ته رسېدلی دي چې مونږ ېې په یو مناسب لنډیز سره له تاسو سره شریکوو، دوي په دې غونډه کې په لاندی ډول څرګندونې وکړی:

لومړی حالت: د برق په مرسته د یو حیوان ذبح کول:
که چیری د برق په مرسته یو حیوان لومړی بې هوشه کړای شي، پداسی حال کې چې دا څاروی لا ژوندی وي او له دې وروسته بیا ذبح کړای شي؛ نو دا ډول ذبح هیڅ کومه ستونزه نلري او شرعي ذبح ېې ګڼلای شو چې خوړل ېې روا دي. په دې اړه لوی څښتن تعالی مونږ ته داسې لارښودنه کوي: ))حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ(( [المائدة/ 3 آیت].

دویم حالت: د برق په مرسته د یو حیوان وژل:
که چیری داسی وي چې د برق په مرسته یو څاروی ووژل شي او (په چړې سره) ذبح نکړای شي؛ نو په دې صورت کې ددې حیوان خوړل روا نه دي او مردار شوی حیوان ګڼل کیږي چې دې ډول حیوان ته په عربي کې َميْتَةٌ وايي، لکه چې قرآنکریم مونږ ته په ډاګه سره وايي چې د داسې حیوان غوښه خوړل پر تاسې باندی حرام ګرځول شوېده؛ لکه چې ارشاد فرمايي: {حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ}.

درېیم حالت: په قوي برق سره د یو حیوان بې هوشه کول:
کله کله لیدل کیږي چې په غرب کې نامسلمانه خلک په یو ډېر قوي برقي سره څاروي ته شاټ ورکوي او پدې توګه سره ېې بې هوشه کوي، دا پداسی حال کې چې دا برق د ډېر قوي فشار لرونکي وي؛ نو دا ډول ذبح د یو څاروي او حیوان ته مخکې له دې چې ذبح کړای شي د هغه ځورول او هغه ته تعذیب ورکول دي چې اسلام له دا ډول عمل سره کرکه لري او حتی د اسلام سپېڅلی دین له حیواناتو سره هم په نرمي او شفقت سره امر کړیدی او د دوي سره د ظلم او تعدی څخه ېې خپل پیروان منع کوي، لکه چې زمونږ مهربانه پیغمبر اکرم (صلی الله علیه وسلم) مونږ ته په دې اړه داسې فرمايي: [ إنَّ اللهَ كتَب الإحسانَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ، فإذا قتَلتُم فأَحْسِنوا القِتْلَةَ، وإذا ذبَحتُم فأَحسِنوا الذِّبْحَةَ، وليُحِدَّ أحدُكم شَفْرَتَهُ ولْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ]. رواه مسلم

ترجمه: لوی پروردګار په هر څه باندی نیکي لیکلی ده؛( له هر راز مخلوق سره نیکي او احسان وکړئ) نو هر کله چې تاسې(حیوان) وژنۍ، په ښه توګه سره ېې و وژنۍ او کله مو چې ذبح کوله؛ نو په غوره توګه سره ېې ذبح کړئ او یو له تاسو څخه دې چې( کله څاروی) دبح کوي چاقو دې ښه تیز کړي او خپل ذبیحه( ذبح شوی څاروي) ته دې راحت ورکړي. (غواړو په یو لنډ مثال کې دا خبره لږه نوره هم څرګنده کړو؛ لکه که چیری یو څوک لړم وویني؛ نو طبیعي خبره ده چې وژني به ېې او له شر څخه به ېې ځان خلاصوي، خو دا صحیح خبره نده چې لړم ته مختلف عذابونه ورکړي او یا ېې په اور ېې وسوځوي، ځکه دا کار د الله تعالی له قوانینو څخه سرغړونه ده).(۱)

څلورم حالت: په ضعیف برق سره د حیوان بې هوشه کول:
که چیری د ذبحې شکل په دې ډول سره وي چې برق ېې خوار ضعیف وي او څاروي ته لږ برقي شاټ ورکړای شي او په دې توګه سره یو حیوان ته ډېر تعذیب ورنکړای شي او په دې کار کې ګټه او د ذبحې لپاره آساني پرته وي، تر څو حلالېدونکی څاروی د ذبح پر مهال ډېر ونه ځورول شي او زیات مقاومت هم و نشي کړای ؛ نو په دې صورت کې دا ډول ذبح کوم مشکل نلري او غوښه خوړل ېې هم کومه ستونزه نلري. (والله أعلم).
ــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): مترجم

لیکنه: فضل الله ممتاز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب