د حضرت علي رضي الله عنه ژوند لیک

حضرت علي رضي الله د اسلام څلورم خلیفه او په نسب کې د رسول الله صلی علیه وسلم د تره(ابو طالب) ځوی او زوم ؤ. له عشره مبشره(د جنت په زیري نازول شوي لس تنه صحابه)وو څخه دی، نوموړی به په غزواتو کې د مسلمانانو له باتورانو څخه ګڼل کېده، د خندق او خیبر غزاګانو په ورځ یې د کفارو دوه ستر پهلوانان راپرځولي او د خیبر غزا کې د مسلمانانو د فتحې بیرغدار هم ؤ.

دا ټول صفات او کمالات به ولې په حضرت علي رضي الله عنه کې نه یوځای کېدل، ځکه چې هغه رضی الله عنه له وړوکوالي څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر سرپرستۍ او څارنې لاندې رالوی شوی ؤ او د هغه صلی الله علیه وسلم ټول اخلاق او عادات یې له وړوکوالي څخه زده کړي وو،نو کله چې رسول الله علیه وسلم باندې وحی نازله شوه او اسلام ته د خلکو رابلل پيل کړل، په ځلموټو کې لومړنی کس حضرت علي رضی الله عنه ؤ چې د لس کلنۍ عمر کې په اسلام مشرف شو.

د بعثت کلونو له پيل ورځو څخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا کوله، د مکې په څنډو او کنارو کې به یې له رسول الله صلی علیه وسلم سره یوځای لمونځونه کول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت به یې کاوه.

داچې حضرت علي رضي الله عنه له ډیر ماشومتوب څخه د رسول الله صلی علیه وسلم ملګرتیا کړې وه او د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم عادات او اخلاق یې له نیږدې څخه کتلي او خوښ کړي وو، ځکه یې په طبیعت کې جدیت او وقار نغښتی ؤ په خپل ټول عمر کې یې بتانو ته یوه سجده هم نه وه کړې او همدا وجه وه چې الله پاک ورته پاک زړه، خلاص عقل، قوي حافظه او پخه زیرکتیا هم ور په نصیب کړې وه.

د نبوي هجرت په شپه کله چې مشرکینو د رسول الله صلی علیه وسلم د وژلو لپاره د هغه مبارک کور کلابند کړی وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې له کوره ووتلو او ځوان صحابي حضرت علي رضي الله عنه یې د خپل خوب په ځای کې ویده کړو چې هره لحظه یې د مشرکینو لخوا څخه د وژلو خطر موجود ؤ.

د بدر په غزا کې یې د تن په تن مبارزې جګړه کې خپل سیال او د کافرانو سردار شیبة بن ربیعة ووژلو او د  مسلمانانو زوړنه یې ورباندې یخ کړل، د خندق غزا کې یې د رسول الله صلی علیه وسلم قسم خوړلی دښمن عمرو بن عبدود العامري د تن په تن مبارزه کې په داسې حال کې ووژلو چې بل چایې د مقابلې لپاره زړه نه ښه کولو.

کله چې د خیبر غزا کې فتحه وځنډېدله رسول الله صلی علیه وسلم اعلان وکولو چې سباته به د مسلمانانو بیرغ داسې یو کس اوچتوي چې هغه کس به له الله جل جلاله او د هغه له رسول سره مینه کوي او الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم به هغه له کس سره مینه کوي، له نبوي اعلان وروسته دغه شپه د زیات انتظار له کبله په صحابه کرامو ډیره اوږده تیره شوه، او سبا ته ګوري چې جنډه ځوان صحابي حضرت علي رضی الله عنه ته ورکړل شوه او په همدې ورځ الله پاک خیبر فتحه کړلو. په همدې غزا کې ځوان صحابي حضرت علي رضی  الله عنه د یهودو ستر پهلوان مرحب یهودي د تن پر تن مبارزې په جګړه کې ووژلو.

د بهادرۍ او شجاعت ترڅنګ ځوان صحابي حضرت علي رضی الله ډیر حلیم، متواضع او ذکي انسان ؤ، د قضاء په کارونو کې د پوهې له امله رسول الله صلی علیه وسلم یمن ته د قاضي په توګه لیږلی ؤ.

د حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمر او حضرت عثمان رضی عنهم د خلافتونو په دوران کې حضرت علي رضي الله عنه د هغوی درې واړو ښه سلاکار او ملاتړی ؤ، او د حضرت عثمان رضي الله له شهادت نه وروسته د مسلمانانو د څلورم خلیفه په توګه یې د اسلام او مسلمانانو لپاره ستر خدمتونه وکول.

د هجرت په څلوېښتم کال له پنځو کلونو خلافت وروسته د (عبد الرحمن بن ملجم) خارجي لخوا په داسې حال کې په شهادت ورسول شو، چې د سهار لمانځه ته روان ؤ.

الله دې ورباندې ورحمیږي او زمونږ ځوانان دې هم الله پاک د علي رضي الله عنه په شان ځوانان وګرځوي چې خپله ځواني او ټول ژوند د اسلامي دعوت په لاره مصرف کړي. آمین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب