زينب كبرى (رض) د استقا مت او سرښندنې نمونه

زينب د پيغمبرصلى الله عليه وسلم مشره لور وه موريى خد يجه او خويندي يې رقيه ، ام كلثوم او فاطمه اوليني ښځي وي چي د اسلام په مبارك دين باندي مشرفي شوي.
مخكي له دي نه چي رسول الله په پيغمبرۍ مبعوث شي زينب د خپلې ترور ځوي ابو العاص بن ربيع سره واده وكړو د رسول الله د بعثت سره سم زينب ايمان راوړو خو ميړه يى همغسي په شرك كي پاتي وو او سره ددې چې هغه  مشرك هم وو، خو بيا هم د هغي ښه ميړه وو او هيڅكله يى د زينب نه دا تقا ضا نه وه كړي چي اسلام نه لاس واخلي رسول الله هم د  زومولۍ په  لحاظ د هغه څخه راضي وو خو داچې اسلام يى نه و قبول كړي د هغه د خوښې وړ نه وو.  اسلام د يو مسلمان واده د مشرك سره منع كړى او د دغي حكم سره سم   زينب   د ابو العاص څخه جداكيدله.

په جنګ بدر كي چي مسلمانانو په مشركينو بري وموند،ابو العاص ده مشركينو په لښكر كي شريك وو چې د مسلمانانو لخوا بندي كړي شوي وو،كله چي ده ابو العاض د بند څحه خبره شوه نو خپل هار يى چي  خديجي وركړي وو دهواده په وخت كي هديه كړه هغه يى مسلمانانو ته وليږه چي د دغي هار په غوض باندي ابوالغاص له بنده خلا ص كړي ،خو كله چي رسول الله د خپلي لور هار وليده زړه يى ور باندي وسوځيده او هار يى بيرته وروليږه ،او ابو العاص يى د هدي نه بغير ازاد كړواوهغي ته يى وويل چي ته مشرك يى او زينبه مسلمانه ده دهغي نكاح له ته سره نكيږي او هغه پريږده چي مديني ته راشي ابو العاص  موافقت وكړو او قول يى وكړو چي د رسيدو سره سم به زينب د الله رسول ته راوليږمه،زيد بن حارثه چي په مكه كي منتظروو، چي زينب مديني ته ورسوي زينب دير كوشش وكړو چي ابالعاص قانع كړي او په اسلام مشرف شي خو ابو العاص اسلام قبول نكړواو همغسي په شرك كي پاتي شو،
اود زينب په خيټه كي څلور مياشتي ماشوم وو چې د هجرت قصد يى وكړواوميړه د سفر سامانوتړلو او هغه يى اوښ سپره كړه او بيا يى د هغه ورور چي كنانه بن ربيع نوميده څخه غوښتنه وكړه چي هغه د مكي دروازي ته ورسوي چي هلته زيد منتظروو،

كله چي كنانه زينبه د ښار نه راويستله پدي وخت كي د قريشو د قبيلي يو ګروپ هغه وليدل او داچې په بدر كي د مسلمانانو په وړاندې يې ماتې خوړلې وه او د مسلمانانو د طرف نه يى دير تكليفونه ليدلي ووپه هغوي بده ولګيده چي  د مسلمانانو د قوماندان[محمد] لور په دې په داسي راحت سره د خپل پلار سره يو ځاي شي ، نو ځكه هغوي د عكس العمل ښودلو په بڼه حمله پيل كړه ، د دوي د جنيتكارانوتر مخه يو كس چي هبر بن اسود نوميده  د زينب په اوښ باندي حمله وكړه او په خپلي توري يى د هغي اوښ زخمي كړو تر دې چې اوښ يى بي تابه شو،او زينب په زمكه وغورځيده،او په يوي غټي ډبري باندي ولګيده.چي ده هغي  په اثر يى بدن ويني شواو ماشوم يى زيان كړو كله چي كنانه د خپلي وريندار مظلوميت وليده نو خپلي غشي يى راويسته او فرياد يى وكړو چي په خدايى قسم چي هر يو له تاسو څخه مونږ ته رانږدي شو نو د غشو باران به پري وكړم ،كله چي مشركانو وليدل چي كنانه ښه جدي دى او ضرور د غشو باران كوي په شا ولاړل په همدي وخت كي ناڅاپه ابو سفييان بن حرب د مكي ريس او كفارو د جنګ مشر راورسيده او وي يې ليدل چې كنانه  د مكي خلك  په تورو او غشو ولي نو ابوسفيان ورته وويل اي كنانه غشي او توري دي كيږده او اجازه راكړه چي څه درته پيښ شوي واي ورم ته يې بيان يى كړه .كنانه خپل وسايل كيښوده او ابوسفيان ورته وويل چي تا ښه كار ندي كړي چي د محمد لور دي د مديني  نه خارج كړي ته خو پخپله پوهيږي چي مسلمانانو مونږ ته څومره تكا ليف رسولي وو،ښه خبر يې چي د محمد د لا سه په مونږ څه وشول دا چي تا پخپله وغوښتل چي ته زينب ښكاره د مكي نه وباسي .نو خلكو خپل ځانوته د خواري او ذلت نه ډك  وګڼل او تصوريي وكړه چي د زينب دا ښكاره هجرت د دوي دكمزوري نښه ګرځي . زه قسم خورم چي مونږ هيڅ  اړتيا نلرو چي زينب د مديني د تللو نه منع كړو خوته زينب بيرته راوګرځوه ترهغې چي د خلكو اوازونه ټيټ شي ،او خلك خيا ل وكړي چي په راحت مديني ته تللي ده كله چي خلك د دي خبري نه ارام شي نو ته به په پټه زينب خپل پلار ته ورسوي، پدي وخت كښي كنانه د زينب زخمونه او بهيدلي ويني وليدي چي ډيره ضغيفه شوي وه،او په مشوره يى زينب بيرته كور ته راوګرځوله چي هلته يې د ال ربيع ښځي تداوي وكړه،،د مكې خلك مخصوصاُد مكي ښځې چي د زينب د دي حال څخه خبري شوي ډيري متاثره شوي دغه خلك يى ورټل او ورته يى وويل چي په جنګ كي خو د جنګيا ليوپه وړاندې په ويره او بي روحه ياستۍ او ماتې خوري، نو په دي وخت كي تاسو په يوي مظلومي ښځي داسي ظلم روا ګڼي او تيري ورسره كوي، دلته د عقبه لور هم هغه خلك بي عزته كړل او په يو شعر كي يۍ ورته وويل چې :

افي الشلم اعيار جفاءً وعلظة    و في الحرب اشبه النساء الحوارك

(تاسو څرنګه خلك يى چى د صلحي په وخت كښي ستمكاره او بد خوي) باد شاهان زخمي كوي خو په جنګ دحائضو ښځو په شان ويره او ګوشه ګيري كوي
زينب رضي الله عنها څو ورځې نورې د خپل ميړه په كور كې تيرې نه كړې او سره ددې چې زخمونه يې لا جوړ شوي نه وو د زيد بن حارثه په ملتيا سره د مدينې په لور د هجرت لپاره روانه شوه.

ژباړه : میرمن.ن. راشد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب