د حج ډولونه او خلاصه جدول

حج په درې قسمه دى:

(۱) حج مفرد

(۲) حج تمتع

(۳) حج قران

(۱) حج مفرد په معنٰى ديو او تنهائي ده له دې وجه ورته مفرد وايي حج مفرد هغه ته وائي چې شخص تنها احرام دحج لپاره وتړي او عمره دحج سره جمع نكړي د حج مفردنيت كې په حاجي دم واجب نه دى البته مستحب دى .

د حج مفرد نيت

اَلَلَّهُمَّ اِنّىِ اُرِيْدُ الْحَجَّ فَيَسِرْهُ لِىْ وَتَقَبَّلَهُ مِنِّى

(۲) حج تمتع : تمتع په معنٰى داستفادې كولو سره دى تمتع ته تمتع ځكه وائي چې شخص په مابين دعمرې او حج كې داعمالو مباحۀ ونه استفاده وكړي او ځان داحرام څخه حلال كړي په طمع دحج پاتې شي ترڅو اتم دذوالحجې راشي دحج تمتع طريقه چې شخص باوجود په قصد دحج له ميقات نه فقط لپاره دعُمرې احرام وتړي اوتلبيه ووايي چې كله بيت الله شريف ته ورسيږي نو طواف او دوه ركعته صلوة طواف لمونځ چې واجب ده ادا ء كړى بيا دزم زم اوبه وڅښي اودصفا اومروه سعى به وكړي او دسر ويښتان به وخريي يابه يي كم كړي اوس داحرام نه فارغ شو كوم شيان چې په حالت داحرام كې ورته منع وؤ اوس ورته حلال شو بيا به په اتم د ذى الحجې دحج احرام وتړي له حرم څخه .

د تمتع د حج د افعالو نقشه او حكم يي

كارونه (افعال حج وعمره) حكم
افعال دعمرې دتمتع احرام عمره

طواف عمره سره له رهل

سعې عمره

سرخريل يا كمول

شرط

ركن

واجب

واجب

دحج شروع په اتم د ذالحجې احرام

تړل

وقوف منى

وقوف عرفه

وقوف مزدلفه

رمې جمره عقبه

قرباني يا دم تمتع

واجب

سنت

ركن

واجب

واجب

واجب

كارونه افعال حج حكم
دسرخريل روسته دقربانۍ

طواف زيارت

طواف ود اع   – درخصتې طو  اف

محصب كې دمه كول

واجب

ركن – فرض

واجب

سنت

محصب دا يوه علاقه ده په مابين دمكې او منٰى كې چې نن ورځ ورته المعبدة وايي دجنت معلى مقبره پكې حساب نه ده دلته مخكې يو مسجد راځي په نوم دمسجد ملك بن عبدالعزيز دا علاقه كې بايد حاجيان حصار شي او دماسپښين او ماذديگر او ماښام او ماسختن لمونځ هم دلته وكړي او معمولي خوب دهم وكړي دا طريقه سنت ده  پيغمبر 0دا كړي دي .

د حج تمتع شرطونه

(۱) واقع كيدل دعُمرى په مياشتو دحج كې چې شوال ذوالقعده او ذوالحجة ده

(۲)  بيرته نه گرځيدل دعمرې نه خپل وطن ته.

(۳) اداء كول دعُمرې او حج دي په يو كال كې .

(۴) عدم سكونت گرځول يعنې په دائمي نيت  سره به سكونت مكه معظمه كې نه كوي يعنې دتل لپاره .

(۵) تمتع حج هغه څوك كولى شي چې دمكې معظمې نه بهر دوسيږى دنـنه اوسيدونكى تمتع نه شى كولى د  هغه دپاره حج افرا  د   دى .

حج قران:

قِران په معنى د اتصال اوپيوسته كيدو سره دى حج قِران  ته ځكه قران وايي چې شخص  دعمرې او حج لپاره يو احرام اويو نيت تړي او د دواړو نه به په يو ځاى ځان حلاله وي دحج قران نيت  :اللهم  اِنِّى  اُرِيْدُ الحَجَّ والعُمرةَ فَيَسِرْ هُمَا لِىْ وَتَقَبََّلْهُمَا مِنّىِحج قران خاص لپاره د افاقى خلقو ده چې خارج له مكى او ميقات څخه وي .

تلبـيه

لَبَيْكَ  اَللَّهُمَ  لَبَيْكَ لَبَيْكَ   لَاشَرِيْكَ  لَكَ  لَبَيْكَ  اِنَّ  الحَمْدَ وَالْنَِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ  لَا شَرِيْكَ لَكَ

كارونه حكم يي كارونه حكم يي
۱ احرام حج اوعمره شرط په مزدلفه وقوف واجب
۲ طواف   عمره   له رمل او اضطباع سره ركن رمى جمرې عقبه واجب
دم قران واجب
۳ سعې عمره واجب سرخيل واجب
۴ دحج سعې سنت طواف زيارت ركن
۵ په منى  وقوف واجب محصب كې دمه كول سنت
۶ په عرفات وقوف ركن په محصب كې څلور وخته لمونځ كول كم خوب او استراحت سنت
7 طواف وداع واجب

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب