امريكايى سندرغاړى د اسلام په لمن كې

د امریکا مشهور سندرغاړی (چاونسی هاوکینز Chauncey Lamont Hawkins) چې په (لون Loon ) باندې مشهور دی اوه میاشتې وړاندې په اسلام مشرف شو او له ایمان راوړلو وروسته یې د ځان لپاره د امیر محدث نوم غوره کړ.

هغه وایی: “سندرو زه ډېر مشهور كړم، تر دې چې د نظر پوښتنې له مخې زه د امریکا په لسو لومړنیو سندرغاړو راغلم.”

هغه وړاندې وایي : ” خو شهرت او پيسې هيڅكله هم زما د باطني آرامتیا باعث نه کېدې او ما ته یې د زړه تسکین نشو راکولای، تر دې چې د اماراتو په پلازمېنه ابو ظبی کې د اسلامي کلتور تر اغېزې لاندې راغلم. هلته به مې خلک ليدل چې د آذان په غږ سره به مسجد ته تلل او لمونځ به یې ترسره کولو.

ما د مسلمانو ښه چلند او اخلاق وليدل او له هماغه وخته مې هوډ وکړ تر څو د اسلام د دین په هکله چې ټولو ملتونو او پرګنو ته یې په خپله سینه کې ځای ورکړی پلټنه او څېړنه وکړم.”

امیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل: “تردې چې دې پایلې ته ورسېدم چې اسلام یو سپېڅلی، الهي او حقیقي دین دی او ایمان مې راووړ.

سندرې چې زما د اولسو كلونو ملګرې وې، مې پرېښودې او پدې توګه د خوښۍ او خوشحالی عجيب احساس لرم.

نوموړی د یوې کاناډایی تبلیغي ټولنې سره یو ځای د اسلام د دین لپاره تبلیغ کوي او له تبلیغي ټولني سره خپل تړل کېدل له اسلام سره خپله بې اندازې مینه ښيي او وائي چي یو تبلیغي پروګرام لري چې موخه یې د اسلام مبارک دین ته د هنرمندانو او سندرغاړو بلنه ده.

ژباړن: نورالحق آرین

سرچینه: www.islamworldnews.com

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب