د حالاتو په لیدو مې ژړا راشي | شعر | نسیم شاه  عادل

د حالاتو په لیدو مې ژړا راشي
په شهیدو فرشتو مې ژړا راشي

جوړ کورونه کنډوالو باندې بدل شو
په معصومو ولسو مې ژړا راشي

د پکتیا او پکتیکا د دنګو غرونو
په نښترو چنارو مې ژړا راشي

دا چې زه یی په سرو وینو باندې لیکم
دې لفظونو ته په کښو مې ژړا راشي

اخ! شدت د زلزلې معصومې کوکې
د مظلوم په اه سلګو مې ژړا راشي

څه بی شمیره قامتونه نسکور کړه
واه د مړو په شمیرو مې ژړا راشي

چې رڼا ورځ به له کومه راښکاره شي
په دا تورو تورو شپو مې ژړا راشي

منم دا به په ازل کې راته لیک وي
د تقدیر په فیصلو مې ژړا راشي

بس د غم له پاسه غم راځي خالقه
او په دې امتحانو مې ژړا راشي

نور مرګو ته مو د صبر ټکې کیږده
په مرګونې حادثو مې ژړا راشي

دې ژړا نوره د اوښکو وچکالي کړه
په لیکلو افسانو مې ژړا راشي

مونږ همیش عادل الله ته په زارۍ یو
په دعا نه قبلیدو مې ژړا راشي.

نسیم شاه  (عادل)

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب