د وینې د لوړ فشار درملنه د زنجبیلو په چای وکړئ!

د نړۍ په بیلابیلو برخو او په ځانګړي ډول زمونږ هیواد کې ډيرۍ خلک اوس د وینې د فشار له لوړوالي شکایت کوي او دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي چې ستر لامل یې خرابه تغذیه او د روزمره ژوند ستونزې او پریشانۍ دي.

د مالګینو، له مخکې تیاره شوو خوراکونو او غازي مشروباتو چې خواږه پکې وي خوړل د وینې د فشار د لوړوالي، د زړه ناروغۍ، د دماغې سکتې او د زړه د ودریدو سبب ګرځي.

ډیر درمل او طبي دواګانې شته چې د وینې د فشار لوړوالي مخه نیسي او نارمل یې ساتي خو د نویو څیړنو له مخې په پرلپسې توګه د زنجبیلو د چاې څښل د وینې فشار پخپل حال ساتي او د لوړوالي مخنیوی یې کوي چې له امله یې طبي پوهان او ډاکټران روزانه د څښلو توصیه کوي.

زنجبیل د وینو رګونو لپاره ګټور دي، ځکه زنجبیل د عضلاتو او تر څیرمه یې د وینې د رګونو په آرامتیا او پکې د وینې د تګ راتګ او جریان د منظمولو توان لري له دې امله پوهان او ډاکټران توصیه کوي چې روزمره باید د زنجبیلو چاې وڅښل شي او په غذا کې هم وکارول شي، ددې ترڅنګ باید ووایو چې زنجبیل د هغه درملو بدیل نشي کیدلای چې ډاکټران یې ناروغ ته لیکي په دې معنې چې د زنجبیل د خوړلو په صورت کې ناروغ باید درمل بند نه کړي.

محمد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب