د ثموديانو د هلاکت پېښه
د ثموديانو هلاکت
صالح علیه السلام خپل قوم ته خبر ورکړى چي دې اوښي ته تاوان مه رسوئ او دوى ته يې اخطار ورکړى چي که تاسو دغه اوښه ووژل الهي عذاب به پر تاسو باندي راسي.
په دې اړه الله جل جلاله فرمايي :
وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (73) (سورة اعراف الاية ٧٣)
ژباړه : تاسو کوم تکليف او ضرر دغه اوښي ته مه رسوى که مو دا کار وکړى سخت دردونکى عذاب به تاسو ته راسي.
بدبختانه هغه انسانان چي سرکښه او نافرمانه وه نه يې نصيحت اورېدئ او نه يې وعظ قبلاوى ، يوازي دسرکښۍ او نافرمانۍ سره يې مينه درلوده دغه ميني ددوى سترګي ړندي کړي وي او غوږونه يې ورکاڼه کړي وه چي حق په واوري او يا يې وويني ، يوازي يې خپلي سرکښۍ ته دوام ورکاوه ، حق ته يې هيڅ پاملرنه نه کول . له همدې امله دوى دخپلي ګمراهۍ په لړليک کي داوښي دپښو او لاسو په پريکولو اقدام وکړ، الله جل جلاله يې په اړه فرمايي:
فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ (77) (سورة اعراف الاية ٧٧)
ژباړه : دوى اوښه ووژل ، دخپل رب دامر څخه يې سرغړونه وکړه او وې ويل : اې صالحه ! موږ ته په هغه عذاب سره راتلل وکړه چي تازموږ سره وعده کړى وو که ته رښتيا درسولانو څخه يې.
همدا ډول الله جل جلاله ددوى قصه په سورة شمس کي داسي بيان کړې ده :
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا (11) إِذِ انْبَعَثَ أَشْقَاهَا (12) فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ نَاقَةَ اللَّهِ وَسُقْيَاهَا (13) فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوَّاهَا (14) وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا (15) (سورة شمس الايات ١١ الي ١٥)
ژباړه : درواغ وګڼل ثموديانو دخپلي سرکښۍ په سبب کله چي راپورته سوو زيات بدبخته ددوى څخه ، نو دوى ته دالله جل جلاله رسول وويل : هغه اوښه پرېږدئ چي الله جل جلاله پيدا کړې ده او داوبو څيښلو ځاى ته يې تجاوز مه کوئ ، دوى پيغمبر درواغجن وباله ، اوښه يې ووژل ، پردوى باندي عذاب راوستى رب ددوى په سبب دګناهونو ددوى نو هوار يې په عذاب سره کړه او الله جل جلاله ددوى دعاقبت څخه نه بېريږي.
لومړى بدبخته کس چي پردې اوښه يې حمله وکړه يو ملعون کس چي د (قدارين سالف) په نوم يادېده نوموړى کس لومړى په اوښ باندي حمله وکړه لاسونه اوپښې يې ورپرې کړې اوښه پرمځکه ولوېده ورپسي نورو بدبختانو پر راوځغستل پر اوښه يې حملې پيل کړې آن تردې چي اوښه يې ووژل . کومو کسانو چي داوښي په وژلو کي ونډه اخيستې وه نهه کسان وه لکه چي الله جل جلاله يې بيان کړى دئ او فرمايي:
وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ (48) (سورة نمل لاية ٤٨)
ژباړه : په ښار کي نهه کسان وه چي فساد يې په مځکه کي کاوه او اصلاح يې نه کول.
کله چي دغه کسانو اوښه ووژل دستي يې دصالح علیه السلام دوژلو اراده وکړه په ځانګړي ډول چي صالح علیه السلام دوى ته داوښي تروژلو وروسته خبر ورکړى چي تاسوته به درې ورځي وروسته دستي عذاب راځي لکه چي الله جل جلاله فرمايي :
فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا فِي دَارِكُمْ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ ذَلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍ (65) (سورة هود الاية ٦٥)
ژباړه : دوى اوښه ووژل نو صالح علیه السلام دوى ته وويل : تاسو په خپلو کورونو کي درې ورځي نفعه واخلى تردغو درو ورځو وروسته به تاسو ته عذاب راځي ، دا يوه داسي وعده چي درواغجنه نه ده.
دوى دصالح علیه السلام په اخطاريه الفاظو هيڅ پروا ونه کړه په صالح علیه السلام پسي چي راروان سوه پر لاري الله جل جلاله پردوى باندي ډبري واورولې دوى تر خپل قوم وړاندي هلاک سوه.
ابن کثير ليکي:( البداية والنهاية ج : ١ ، ص : ١٣٦) کله چي دوى ته دعذاب وعده ورکړل سوه په لومړۍ ورځ ددوى ټولو مخان ژړ وه په دوهمه ورځ ددوى مخان سره وه په دريم ورځ ددوى ټولو مخان تک تور وه درې ورځي چي پوره سوې نو دلمر لوېدلو سره سم پردوى باندي يوه چيغه وخته او يوه سخته زلزله پر راغله ددوى ټولو ارواحان دبدنو څخه جلا سوه ټول هلاک او ووژل سوه لکه چي الله جل جلاله فرمايي :
فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوَّاهَا (14) وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا (15) (سورة شمس الايات ۱۴، ١٥) ژباړه : پردوى باندي عذاب راوستى رب ددوى په سبب دګناهونو ددوى نو هوار يې په عذاب سره کړه او الله جل جلاله ددوى دعاقبت څخه نه بېرېږي.
الله جل جلاله پردوى باندي ډول ، ډول عذابونه راوستل يعني داچي پردوى باندي درې عذابه راغلل يوه ټکه پردوى باندي راغلل چي دوى يې ټول له منځه يووړل ، دوهم داچي چيغه پر وختل ، دريم داچي پردوى باندي زلزله راغلل. الله جل جلاله دغه درې واړه عذابونه بيان کړي دي:
1. الله جل جلاله فرمايي:
وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الْهُدَى فَأَخَذَتْهُمْ صَاعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُونِ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (17) (سورة فصلت الاية ١٧)
ژباړه : هر چي ثموديان وه موږ حق لاره ورته وښودل نو دوى ړوندوالى يعني کفر پر هدايت باندي اختيار کړى ، نو پردوى باندي ټکه ، سپکونکى عذاب راغلى دهغه عملونو په سبب چي دوى يې کسب کاوه.
2. الله جل جلاله فرمايي :
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَكَانُوا كَهَشِيمِ الْمُحْتَظِرِ (31) (سورة قمر الاية ٣١)
ژباړه : بېشکه موږ پردوى باندي راواستول يوه چيغه نو دوى سوه لکه پسپل واښه چي دحيوانانو په مخ کي پراته وي .
3. الله جل جلاله فرمايي :
فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ (77) (سورة اعراف الاية ٧٧)
ژباړه : دوى اوښه ووژل ، دخپل رب دامر څخه يې سرغړونه وکړه او وې ويل : اې صالحه ! موږ ته په هغه عذاب سره راتلل وکړه چي تازموږ سره وعده کړى وو که ته رښتيا درسولانو څخه يې. نو دوى ونيول زلزلې نو دوى وګرځېدل پوړي مخي.
الله جل جلاله دصالح علیه السلام قوم دخپلو جنايتونو په سبب په هلاکت ورسوئ . صالح علیه السلام او دده پيروان الله جل جلاله ددغه عذاب څخه وساتل لکه چي الله جل جلاله فرمايي :
فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَكِنْ لَا تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ (79) (سورة اعراف الاية ٧٩)
ژباړه : صالح علیه السلام ددوى څخه اعراض وکړى او ورته وې ويل : اې زما قومه! ماتاسو ته الهي رسالت ورساوه او نصحيت مي درته وکړى مګر تاسو نصحيت کونکي نه خوښوى.
کوم کسان چي مؤمنان وه او الله جل جلاله دصالح علیه السلام سره نجات ورکړى ١٢٠ کسان وه . او هغه کسان چي الله جل جلاله هلاک کړه دابن کثير رحمة الله عليه دوينا له مخي ٥٠٠٠ کورنه وه.
کله چي دصالح علیه السلام قوم هلاک سو ده خپل پاته ژوند په رملة سيمه کي چي په فلسطين کي موقعيت لري تېر کړى او په همدغه ځاى کي وفات سو.
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم الدين
ماخذ: د نبوت او انبیاوو تاریخ د کتاب څخه په لنډیز
تاليف : محمد علي صابوني
ژباړن : مفتي عبدالهادي حماد