د بېوزله لاسنیوی
د فقیر او بېوزله لاسنیوی د هر غني مسلمان دنده ده، ځکه چې دا مال د الله تعالی له لوري پېرزو شوی مال دی او غریب د غني په مال کې حق لري او باید ترلاسه یې کړي، الله جل جلاله فرمایي: { وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ * لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ*} [المعارج: 24 ، 25]
ژباړه: (او هغه كسان چې د دوى په مالونو كې معلومه برخه (مقرر) ده، د سوالګر او محروم لپاره).
که چېرې غني د فقیر حق اداء نه کړي، نو د الله جل جلاله پروړاندې مسؤول دی او لوی خدای به ترې پوښتنه وکړي او بیا به په هماغه اندازه ورته سزا ورکړي.
دا چې زمونږ په ټولنه کې ډېری داسې خلک شته چې هېڅ هم نلري او له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي او بیا په ټولنه کې داسې وګړي هم شته چې د هېڅ شي کمی ورسره نشته او یوازې دا کمی ورسره شته چې د ولس او خلکو غم ورسره نه شته او یوازې په خپل غم کې ورک دی. که دی موړ وي نو ټول جهان ورته موړ ښکارېږي او که دی ستونزه ولري، نو ټوله نړۍ ستونزه لري، ګل پاچا الفت صیب څومره ښه وایي:
نه ښایي انسان ته چې د بل په غم غمجن نشي
یو کور کې چې ویر وي او بل خاندي له لیلا سره
اصل خبره داده چې مسلمان د مسلمان ورور دی، مسلمان به د مسلمان په خوښۍ خوښېږي او په غم به یې غمجن کېږي، او همدا د یوې سالمې او سوکاله ټولنې د وګړو نښه ده، که چېرې داسې ونه شي نو دا بیا سمه مسلماني نه ده، بلکې هسې خبرې دي چې انسان ځان پرې تېرباسي، د اسلام دین د خواږۍ دین دی، د تعاون او مرستې دین، یو بل سره د همکارۍ او همدرۍ دین دی، مخکې له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ مبعوث شي، په خپله ټولنه کې د یوه ښه همکار په توګه مطرح شخصیت ؤ، خلکو به ورته خپل امانتونه ایښودل او د خلکو ترمنځ د امین په لقب مشهور ؤ، د فقیرانو او بېوزله کسانو لاسنیوی به یې کاوه. خو کله چې په پیغمبرۍ باندې مبعوث کېږي، نو دا تړاو نور هم زیاتېږي او د خپل امت توجه او پاملرنه دې لور ته نوره هم قوي کوي: الله تعالی فرمایي: {…وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ…} [المائدة : 2] ژباړه:(…له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مدد كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مرسته مه كوئ…)
نو مسلمان باید په نړۍوالو چارو کې له یو بل سره مرسته وکړي او د ستونزو پر مهال د یو بل لاسنیوی وکړي او د بدو چارو مخه ونیسي، دا ځکه چې اسلام تل نېکې چارې خوښوي او له بدو چارو څخه خپل پیروان منع کوي، اسلام د ښېګڼې دین دی، د خیرخواهۍ دین دی، همېشه خلک نېکۍ ته رابولي او له بدۍ څخه یې منع کوي.
داچې زمونږ ټولنه یوه بېوزله ټولنه ده نو لومړی خو زمونږ حکومت باید ددې بېوزلو خلکو لاسنیوی وکړي او په دویم قدم زمونږ شتمن او بډای وګړي باید د خپلو مسلمانانو وروڼو لاسنیوی وکړي، ترڅو هغه څه ورته ورسېږي د کوم لپاره چې کار کوي او هغه ډېر قیمتې مال دی، چا چې هغه ترلاس کړ نو دا شخص تل کامیاب شو او که چا ترلاسه نه کړ، نو بیا دی تل بدبخته دی او په بدبختۍ کې به ژوند تېروي چې هغه جنت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ((يا أيها الناس أفشوا السلام، وأطعموا الطعام، وصلوا الأرحام، وصلّوا بالليل والناس نيام، تدخلوا الجنة بسلام)). [ترمذى وابن ماجه واحمد و حاكم وصححه الألباني].
ای خلکو! سلام په خپل منځ کې خپور کړئ، خلکو ته خواړه ورکړئ، خپلوي وپالئ، او د شپې الله تعالی ته لمونځ وکړئ، په داسې حال کې چې خلک ویده وي، نو جنت ته به پرته له حساب څخه داخل شئ.
ای مسلمانه! جنت ستا لپاره دی که چېرې دې خلکو ته سلام واچوه او هغوی سره دې په سوله کې ژوند وکړ، فقیر او مسکین ته دې ډوډۍ ورکړه، او خپلوي دې وپالله او د شپې -په داسې حال که چې خلک ویده وي- لمونځ دې وکړ، نو جنت ته به په سلامتیا سره داخل شې.
الفت صيب څومره ښه وایي:
که تا کېښوده د چا په سر ګلونه
هېر به نه کړي هېڅوک ستا دا احسانونه
ستا نیالګي که وکړي سیوری په خوارانو
په عاجز او په غریب او یتیمانو
آخرت کې به همدغه ستا په کار شي
ستا هغه جهان به هم ګل او ګلزار شي
لیکنه: سردارمحمد دیندارخېل / اصلاح انلاین