څنګه کولای شو خپل عیبونه ومومو؟

ځیني خلک داسي عادت لري چې تل په نورو پسې ګوري؛ فلانی څه کوي او ولې یې داسې وکړل تل په مقابل لوري باندي انتقادونه او نیوکې کوي خو بیا خپل ځان ور څخه هیروي پداسې حال کې چې تر ټولو زیات پخپله په ډیرو روحي او ټولنیزو ناروغیو اخته او له عیبونو ډک وي.

د اسلام سپڅلي دین د نورو مسلمانانو د عیبونو پلټل حرام بللي او د بل مسلمان ورور د عزت او ابرو ساتل یي له ضروریاتو او دایمان له کمالیاتو څخه ګڼلي، په مبارکو احادیثوکې پدې معني سره چې : (که څوک د یوه مسلمان عیب پټ کړي هغه رسوا نکړي نو الله تعالی به د هغه انسان ډیر عیبونه پټ او پرده به يې وکړي) لارښوونه شوې، د دې په شان نورې ډیرې لارښوونې شوې چې لومړی باید هر انسان خپل ځان اصلاح، خپل عیب له مینځه یوسي او له خپل ځان سره محاسبه وکړي مخکې له دې چې ورسره حساب او کتاب وشي.

مشایخ د دغه مطلب لپاره چې یو انسان څرنګه کولی شي له خپلو عیبونو خبر شي ترڅو هغه اصلاح کړي څو تجربې اولارې چارې په ګوته کړي چې په لاندې توګه ورته اشاره کيږي:

۱ـ باید د نفسي او روحي علومو تجربه کار عالم سره ناسته ولاړه ولري هغه چې د اخلاقو او نفسیاتو پټو رازونو ماهر او متخصص وي ورته دخپل زړه غوټه خلاصه او ټول حقایق له هر ډول کمښت پرته بیان کړي او ورته کامل واک ورکړي څو يې په هکله حکیمانه پریکړه وکړي، دا ډول چلند لکه د یوه زده کونکی چلند له خپل ښوونکي سره چې ښوونکی او مرشد ېې د راز محرم شخص وي نو ښوونکی ورته ېې عیبونه او نیمګړتیاوې بیانوي او ورسره ېې د حل او اصلاح لارې چارې هم ښيي.

۲ـ دا چې د ځان لپاره یو مخلص، صادق، روڼ انده او متدین ملګری غوره کړي چې له هر پلوه ورباندې اعتماد او باور ولري، پخپلو کړنو ېې څارونکی وګرځوي، کله چې یې ورڅخه په ویلو، کړنو، ظاهري او باطني اخلاقو کې څه عیب او ناخواله ولیده ورته یې ښکاره ووایي، عیب ورته په ګوته کړي چې دغه خبره دغه کړنه او یا دغه حرکت د انساني اخلاقي معیارونو یا شرعي چوکاټ خلاف دی او باید اصلاح ېې کړي او مقابل لوری د دغه عیب په ګوته کولو څخه ډډه ونه کړي او دا بل لوری يي په سړه سینه او پوره درناوي سره ومني .

your ads

۳ـ انسان کولی شي خپل عیبونه دخپلو مخالفینو له خولې واوري ځکه د دښمنۍ سترګې عیبونه رابرسیره کوي، کیداي شي یو انسان د خپل مخالف (دښمن ) له بدو خبرو او عیبونو بیانولو څخه زیاته ګټه پورته کړي تر هغه غوړه مال او مداح ملګري نه چې په رښتیا او دروغ سره یې توصیف کوي او په دغه ویلو سره یې عیبونه او نواقص پټوي او په دغه کار سره یې په حقیقت کي ورسره دښمني کوي نه ملګرتیا، که څه هم انساني طبائع دا حقیقت نه مني او د دښمن خبري تل دروغ بولي او په حسد کینه او خصومت سره ېې عمل کوي مګر هوښیار او ځیرک خلک د دې خبرې په حقیقت پوهيږي.

۴ـ همدارنګه یو انسان کولاي شې خپلو کمزورتیاوو او عیبونو ته متوجه شي پداسي ډول سره چې دخلکو سره په ټولنه کي اوسیږي ډیر متوجه بیدار او هوښیار وي، هره بده کړنه، خبره او کار چې د اخلاقي، انساني او اسلامي موازینو مخالف وویني نو ورڅخه پند واخلي او له ځان سره ووايي: چې دغه فلاني داسي بدکار وکړ زه یې باید ونه کړم او لکه چي عامیانه متل دي (عقل د بې عقلو نه زده کیږي ) مؤمن د بل مؤمن لپاره د آیینې حیثیت لري نو د دغه ليد نه باید د نورو د عیبونو د لیدلو پر مهال یو کس خپلو عیبونو او نیمګرتیاوو ته هم متوجه شي، له لقمان حکیم نه چا پوښتنه وکړه چې ادب دې له چا څخه زده کړو؟

هغه ورته په ځواب کي وویل : دبې ادبه خلکو نه ! ځکه هر ناوړه عمل مې چې د دوې څخه ولید نو ما ورڅخه ځان وساته او هغه ناوړه عمل ته مي لاس وانه چاوه

ليکواله: مرسل پوپلزۍ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب