د انسان زړه

زړه

زړه له عضلې څخه، چې د زړه عضلې په نامه یادیږي، جوړشوی دی او د ټټر د پنجرې دننه د سږو تر منځ لږ کیڼ خواته واقع او پریکاریوم په نامه د یوې نازکې پردې په وسیله احاطه شوی دی. نوموړې یوه غبرګه پرده ده چې له مایع څخه ډکه ده او زړه له سولیدو څخه ساتي. د هر سړي زړه تقریبا د هغه د موټي په اندازه دی.

د زړه جوفونه:  زړه په دووښي او کینو برخو باندې ویشل شوی دی. دغه دوه برخي بیاهم په پلنوالي،پاسنۍ او ښکتنۍ برخو ویشل شوي دي. پاسنۍ برخې، چې نازک دیوال لري، د دهلیزونوپه نامه او لاندینۍ برخې چې پیړدیوال لري، د بطنونو په نامه یادیږي. په دې ترتیب زړه په دوو برخو ښي دهلیز او بطن او کین دهلیز او کین بطن باندې بیلیږي.

زړه د بدن ټولو برخو ته وینه پمپ کوي. وینه زړه ته له راتګ وروسته تر بیرته وتلو پورې یو دوران کوي، چې اغیزه یې د زړه په ضربان کې څرګندیږي. وینه په بدن کې له دوران څخه وروسته د زړه وریدونو له لاري ښي دهلیز ته ځي. وروسته د زړه په هر ضربان کې د زړه دهلیزونه را ټولیږي(منقبض کیږي) او وینه بطنونو ته څي. د انسان زړه په عادی حالت کې هره دقیقه کې لږ او ډیر ۷۰ ځلې ټوپونه وهي. د دروند کار او ورزش او یا د تبې په وخت کې د زړه ضربان زیاتیږي.

د وینې دوران: د وینې دوران په دوو برخو لوی او کوچنې دوران، ویشل کیږي. د وینې د جریان عملیه د زړه له کین بطن څخه د بدن ټولو برخوته اود هغې را ګرځیدل د زړه ښي دهلیزته د ویني د لوي دوران په نامه یادیږي. د ویني د جریان عملیه د زړه له ښي بطن څخه سږو ته او له سږو څخه زړه کین بطن ته د کوچني دوران په نامه یادیږي.

د انسان زړه  د خنځیر زړه په اندازه او یو  شان دی.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب