د برقي داشت روغتیاېي زیانونه

 

د ټکنالوجۍ له انقلاب سره چې د ژوند هره برخه کې یې جادوېي پرمختګونه کړي، که  له یوه اړخه انسان ژوندون کې ډیرې آسانتیاوې رامنځ ته شوي دي، خو ترڅنګ یې یو شمېر جانبي عوارض هم زیږولي دي، چې آن ځینې وخت دغه عوارض د انسان روغتیا ته په یوه جدي ګواښ هم بدلېدلای شي.

له دغو پرمختللو سامان آلاتو څخه یو هم د پخلنځي مهمه آله مایکرو  ویوو(برقي داشت) دی، چې دانسان روغتیا ته جدي ستونزې پېښولای شي، ځکه مایکرو ویوو(برقي داشت) د خوړو په پخلو او ګرمولو کې د لمریز ګرمایش له نظام څخه په ګټه اخیستنې هرڅه پخوي او ګرموي، خو دا ګرموالی د برېښناېي شعاګانو په ذریعه رامنځ ته کوي کومې شعاګانې چې کولای شي په یوه وخت کې خوړو او هم انسان ته زیان ورسوي.

روغتیاېي ماهرین عموما خلکو ته توصیه کوي ترڅو د استعمال پروخت له مایکرو ویوو(برقي داشت) څخه لرې اوسي، ځکه مایکرو ویوو(برقي داشت) نه شي کولای خپلې ټولې شعاګانې په داخل کې بندې وساتي، او دغه شعاګانې د راوتلو په صورت کې د انسان سترګو، مغزو او دفاعي ځواک ته سخته ضربه ورکوي.

د خوړو او زراعت په مجله کې د خپاره شوي راپور ترمخه مایکرو ویوو(برقي داشت) د انسان په دماغي نظام کې د اړي ګړي(کشمکش) شدید موجونه رامنځ ته کوي او د (الفا، بیټا او ډلټا) په نوم څپې زیاتوي د کومو له کبله چې د انسان حافظه کمزورې کیږي، احساساتي کیږي او په مسایلو باندې ترکیز هم له لاسه ورکوي.

په دغه څیړنه کې داهم په ډاګه شوې چې مایکرو ویوو(برقي داشت) مایکرو سره له دې چې شعاګانې یې د باندې انسانانو ته زیان رسوي بلکې په مایکرو ویوو(برقي داشت) کې دننه پخېدونکي خواړه هم له دغو زیانونو څخه محفوظه نه شي پاتې کېدلای: د بیلګې په ټوګه براکولي(شاخداره ګلپي) که په مایکرو ویوو(برقي داشت) کې پاخه شي د اکساید ضد ۹۷ سلنه طاقت له لاسه ورکوي په داسې حال کې چې په عادي اور باندې پخولو پرمهال ایله ۱۱ سلنه د اکسایډ ضد طاقت له لاسه ورکوي، همدا رنګه په مایکرو ویوو(برقي داشت) باندې د پخولو پرمهال هوږه(ثوم) هم د سرطان ضد خپل خصوصیات له لاسه ورکوي.

د یوې بلې څیړنې ترمخه په مایکرو ویوو(برقي داشت) کې ګرمول د خوړو د هاضمې وړتیا څلورمې برخې ته راښکته کوي.

د مایکرو ویوو(برقي داشت) خپرېدونکي شعاګانې د موبایلونو له برېښناېي موجونو سره یوځای په دومره لوړه درجه موجونه پیدا کوي چې طبیعي(نورمالې) کچې څخه څو درجې پورته وي، چې له امله یې انسان ته د ستړیا، سرخوږي او بې خوبۍ ناروغۍ پيدا کیږي.

ژباړه: قدرت الله ((تنها))

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب