د بدر غــــزا او د مسلمانانو بیرغ

 

د بدر غزا د هجرت په دویم کال پیښه شوه، دبدر په غزا کې د مسلمانانو شمیر ۳۱۳ یا ۳۱۴ تنه وه، خو د مشرکینو د لښکر شمېر د مسلمانانو د لښکر د شمېر په پرتله څو ځله زیات و، د مشرکانو د لښکرو شمېر یو زر او درې سوه ته رسېده چې سل آسان، شپږسوه زغرې او بې شمېره اوښان ورسره وو، عمومي قومندان یې ابوجهل وه او نهه نورو مشرانو یې لوژستيکې چارې پر غاړه اخستې وې.

مشرکان په ډیر کبر او غرور سره له مکې څخه روان شول د ټولو زړونه له کینې او غصې څخه ډک وه. خو بالاخره د جمعې په شپه د روژې په اوه لسمه نېټه دواړه خواوې یو بل ته مخامخ شوې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېره عاجزۍ له الله جل جلاله څخه دعاء وکړه، او خپل ملګري یې جهاد ته وهڅول،

له دې وروسته د مشرکانو له لورې څخه عتبة بن ربیعة، ورور یې شیبه او زوی یې ولید د دواړو کتارونو په منځ کې ودرېدل او مسلمانانو ته یې د مقابلې بلنه ورکړه، د مسلمانانو له لوري لومړی درې تنه انصار ور وړاندې شول خو مشرکانو وویل مونږ ته خپل تربرونه را ولېږئ، هماغه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل پورته شه ای عبیده بن حارث، پورته شه ای حمزه، پورته شه ای علي.

your ads

عبیده رضی الله عنه د عتبه په مقابل کې، حمزه رضی الله عنه د شیبه او علې رضی الله عنه د د عتبه د زوی ولید په مقابل کې یو بل ته مخامخ شول. مسلمانان په ډېره مېړانه سره وجنګېدل، حمزه او علی رضی الله عنه شیبه او ولید ته هیڅ چانس ورنه کړ او ډېر ژر یې ووژل، خو د عبیده رضی الله عنه او عتبه تر منځ د تورو ګذارونه وشول، دواړه ټپیان شول هماغه وه چې حمزه او علې رضی الله عنه په عتبه مخ راواړاوه او عتبه یې له منځه یووړ، عبیده رضی الله عنه چې په جنګ کې زخمې شوی وه وروسته یې د شهادت جام نوش کړ،

له دې وروسته مسلمانان او مشرکان یو بل ته ډېر نیږدې شول او ډله ئیز جنګ پیل شو له سخت جنګ څخه وروسته مسلمانان کامیاب او مشرکان ناکام شول، له مشرکانو څخه اویا تنه ووژل شول او اویا تنه نور بندیان شول،.

د مسلمانانو له ډلې څخه شپږ قریش او اته تنه انصار صحابه شهیدان شول.

د بدر په غزا کـــــــې د مسلمانانو بیرغ سپین او وړونکی یې مصعب بن عمیر وو.

راټولوونکی: راشد میدانوال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب