
د بحرین، یمامه، عمان او دمشق پاچاهانو ته لیکونه استول | نبوي سیرت ۵۳ برخه
5- منذر بن ساوى ته ليك
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د بحرين والي يا پاچا منذر بن ساوى ته ليك وليكه، او د علاء بن الحضرمي په لاس يې وروليږه. منذر يې اسلام ته را دعوت كړ. په ځواب كې منذر ورته وليكل: اما بعد، يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ستاسې ليك مې ولوست، خپل قوم ته مې واوراوه، ځينې داسې وو چې اسلام يې خوښ كړ، او ځينو نورو اسلام و نه مانه، زما په ملك كې يهود او مجوس هم اوسيږي، پدې هكله لارښوونه راته وكړه. د همدې په ځواب كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وليكل: (بسم الله الرحمن الرحيم. من محمد رسول الله إلى المنذر بن ساوي، سلام عليك، فإني أحمد إليك الله الذي لا إله إلا هو، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، أما بعد، فإني أذكرك الله عز وجل، فإنه من ينصح فإنما ينصح لنفسه، وإنه من يطيع رسلي ويتبع أمرهم فقد أطاعني، ومن نصح لهم فقد نصح لي، وإن رسلي قد أثنوا عليك خيراً، وإني قد شفعتك في قومك، فاترك للمسلمين ما أسلموا عليه، وعفوت عن أهل الذنوب، فاقبل منهم، وإنك مهما تصلح فلم نعزلك عن عملك. ومن أقام على يهودية أو مجوسية فعليه الجزية).
[بسم الله الرحمن الرحيم، له محمد رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه منذر بن ساوى ته! سلام عليك. زه د هغه الله حمد او ثنا وايم چې له هغه پرته بل د عبادت وړ څوك نشته، شاهدي وايم چې محمد د الله بنده او رسول دى. اما بعد زه الله تعالى دريادوم، څوك چې نيکي كوي، خير غواړي هغه يې په خپله ګټه دى، څوك چې زما د قاصدانو اطاعت وكړي، امر يې ومني هغوى په حقيقت كې زما اطاعت كړيدى، چا كه زما له رسولانو سره نيكي وكړه دا نيكي يې له ما سره ده. زما قاصدانو ستا صفت وكړ، ما ستا د قوم په رابطه ستا شفاعت قبول كړ، مسلمانان په خپل حال پريږده كنهګارانو ته مې عفوه وكړه، عفوه يې قبوله كړه، او تر څو پورې چې ته په صلاح او خير وې له چوكۍ څخه دې نه عزل كوو، كه څوك په يهوديت او مجوسيت باندې قايم پاتې كيږي پر هغه جزيه ده، جزيه ورنه اخله.(1)]6- د يمامه پاچا هوذه بن علي ته ليك
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د يمامه مشر هوذه بن علي ته پدې متن يو ليك وليږه: (بسم الله الرحمن الرحيم. من محمد رسول الله إلى هوذة بن علي، سلام على من اتبع الهدى، واعلم أن ديني سيظهر إلى منتهى الخف والحافر، فأسلم تسلم، وأجعل لك ما تحت يديك).
[بسم الله الرحمن الرحيم، د الله د رسول محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خوا هوذه بن علي ته! سلام دې په هغه چا وي چې د هدايت په لار روان وي، پوه شه چې زما دين به پر ټولو هغو سيمو برلاسى كيږي چيرته چې پياده او سپور رسيدلى شي، اسلام راوړه تر څو په امن شې، كه په اسلام مشرف شوې چوكۍ به دې درسره پاتې وي.دا ليك سليط بن عمرو العامري يووړ. ]
كله چې سليط هوذه ته ورغى، هغه هركلى ورته ووايه، عزت يې وركړ، او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې داسې وليكل: رښتيا هم چې تاسې ډير غوره شي ته بلنه كوئ، همدا راز زما د پاچايۍ رعب هم په عربانو پروت دى. ما پخپل امركې درسره شريك كړه تر څو پيروي دې وكړم. سليط ته يې جايزه او په هجركې جوړې شوې جامې هم وركړې.
سليط ټولې تحفې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته وړاندې كړې، او د خپل سفر راپور يې هم وركړ.
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هوذه خط ولوست او ويې ويل: (لو سألني قطعة من الأرض ما فعلت، باد، وباد ما في يديه). كه يوه ټوټه ځمكه رانه وغواړي هم وربه يې نكړم، هغه هم تباه شو او څه چې ورسره دي هغه هم تباه شول.
او كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مكې له فتحې نه راستون شو جبريل (عليه السلام) خبر وركړ چې هوذه مړ شو. پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل:
(أما إن اليمامة سيخرج بها كذاب يتنبي، يقتل بعدي).په يمامه كې به داسې كذاب پيدا كيږي چې د نبوت دعوه به وكړي، خو له ما نه وروسته به ووژل شي.
چا سوال وكړ چې قاتل به يې څوك وي يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)؟ ده وفرمايل: (أنت وأصحابك).ته او ستا ملګري به يې وژني. وروسته بيا همداسې وشول.(١)
7- د دمشق مشر حارث بن ابي شمر غساني ته ليك
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) داسې ليك ورته ليكلى و: (بسم الله الرحمن الرحيم. من محمد رسول الله إلى الحارث بن أبي شمر، سلام على من اتبع الهدى، وآمن بالله وصدق، وإني أدعوك إلى أن تؤمن بالله وحده لا شريك له، يبقي لك ملكك).
[بسم الله الرحمن الرحيم، د الله درسول محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خوا حارث بن ابي شمر ته. په هغه چا دې سلام وي چې په حقه لار روان وي، په حق يې ايمان راوړې وي، ريښتونى وي. زه بلنه دركوم چې په يوه الله ايمان راوړې، شريك ورسره ونه نيسې كه داسې وكړې نو پاچايې به دې درسره وي.] دا ليك يې د شجاع بن وهب چې له بني اسد قبيلې څخه وو په لاس وليږه. كله چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خط ور ورسيد نو ويې ويل: څوك به زما نه پاچايي اخلي؟ زه ورپسې ورځم. پدې توګه مسلمان نه شو.(١)8- د عمان پاچا ته ليك
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عمان پاچا جيفر بن جلندي او ورور ته يې چې عبد نوميده داسې ليك وليكه: (بسم الله الرحمن الرحيم. من محمد رسول الله إلى جيفر وعبد ابني الجلندي، سلام على من اتبع الهدي، أما بعد:
فإني أدعوكما بدعاية الإسلام، أسلما تسلما، فإني رسول الله صلى الله عليه وسلم إلى الناس كافة، لأنذر من كان حياً ويحق القول على الكافرين، فإنكما إن أقررتما بالإسلام وليتكما، وإن أبيتما [أن تقرا بالإسلام] فإن ملككما زائل، وخيلي تحل بساحتكما، وتظهر نبوتي على ملككما).
بسم الله الرحمن الرحيم، د الله تعالى د رسول محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خوا د جلندي زامنو جيفر او عبد ته! په هدايت او نيغه لار برابرو باندې دې سلام وي. اما بعد زه مو اسلام ته رابولم، اسلام راوړئ تر څو دواړه په امن شئ. زه د الله تعالى له لوري ټولو انسانانو ته رسول راليږل شوى يم. زه خلك د كفر او بدۍ له عواقبو نه ويروم، حق ورته بيانوم تر څو په كفارو باندې دليل قايم شي. كه تاسې اسلام ومانه، هملته به مو پخپله چوكۍ پريږدم، او كه اسلام و نه منۍ نو پاچايي مو ختميدونكې ده، ستاسې په پاچايۍ به زما د آسونو بريد او يلغار جوړ شي، زما نبوت به حتماً ستاسې پر پاچايۍ غلبه مومي.
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دغه ليك د عمرو بن العاص (رضي الله عنه) په لاس وليږه. عمرو وايي: روان شوم تر څو عمان ته ورسيدم، لومړى عبد ته ورغلم، هغه يې له ورور نه زيات هوښيار او نرم سړى وو ورته ومې ويل چې زه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تاسې ته راليږلي يم. ده راته وويل: ورور مې د عمر او مقام له پلوه له ما نه مخكې دى، راځه زه به دې هغه ته ورولم تر څو ستا ليك ولولي. او بيايې زياته كړه: ته څه غواړې؟ ما ورته وويل: زه د يوه الله لور ته بلنه دركوم. له الله نه پرته د نورو ټولو عبادت پريږده، پدې سره شاهدي ووايه چې محمد د الله بنده او رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى. عبد وويل: اې عمرو! ته د خپل قوم د سردار زوى يې، دا راته ووايه چې ستا پلار پدې هكله څه كړي؟ د هغه عقيده څه وه؟ هغه زمونږ لپاره نمونه دى.
ما ورته وويل: پلار مې پداسې حال كې مړ شو چې په محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې ايمان نه درلود. زما هيله دا وه چې هغه په اسلام مشرف شي، او د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تصديق وكړي. زه هم لكه پلار مې مشرك وم تر څو الله تعالى د اسلام لارښوونه راته وكړه. عبد راته وويل: څومره وخت كيږي چې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پيروي دې غوره كړيده؟ ځواب مې وركړ، لږ وخت كيږي چې په اسلام مشرف شوى يم.
راته ويې ويل چيرته مسلمان شوې؟ ما ورته وويل: په حبشه كې د نجاشي په وړاندې. او دا مې هم ورته وويل چې نجاشي پخپله هم په اسلام مشرف شويدى. عبد راته وويل نو رعيت يې څه ورسره وكړل؟ ما ورته وويل: هغوى يې امر ومانه او پيروي يې كوي. ويې ويل: آيا ديني او مذهبي مشرانو يې هم پيروي وكړه؟ ما ورته وويل: هو. عبد راته وويل: اې عمرو! پوه شه چې دروغ سړى ډير ژر رسوا كوي. ما ورته وويل:زه خو دورغ نه وايم، زمونږ دين د دروغ ويلو اجازه نه وركوي. بيا يې وويل: فكر كوم چې هرقل به د نجاشي په اسلام نه وي خبر؟ ما ورته وويل: نه، هرقل پدې ښه خبر دى چې نجاشي اسلام راوړيدى. ده راته وويل: ته پدې خبر څنګه خبر شوى؟ ما وويل: نجاشي به هرقل ته خراج وركاوه، خو كله چې په اسلام مشرف شو، نو ويې ويل قسم په خداى كه لدينه وروسته يو درهم هم وركړم. او كله چې هرقل پدې كيسه خبر شو، نو ورور يې چې نياق نوميده ورته وويل: آيا خپل هغه غلام همداسې پريږدې چې خراج ورنكړي؟ او دا اجازه وركوې چې د بل چا دين ومني؟ هرقل ورته وويل: دا يو شخص دى چې د ځان لپاره يې يو دين غوره كړيدى، نو زه څه ورسره كولى شم؟ په خداى قسم كه د پاچايۍ غم نه واى راسره نو ما به هم لكه نجاشي دا دين مانه.
عبد وويل: اې عمرو! دا ته څه وايې؟ ما ورته وويل: قسم په خداى چې زه رښتيا وايم . هغه راته وويل: ښه، اوس دا راته ووايه چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په څه شيانو امر او له كومو شيانو څخه نهي كوي؟ په ځواب كې مې ورته وويل: هغه امر كوي چې مونږ د الله تعالى اطاعت وكړو، او نافرماني يې ونكړو. هغه د صله رحمۍ امر كوي، او له هر ډول ظلم، زنا، شرابو، بت پرستۍ نه نهي كوي. عبد وويل: دا څومره ښه او غوره خبره ده، څومره غوره شيانو ته بلنه كوي. كه زما ورور زما خبره ومني نو مونږ به ټول سواره درسره روان شو او د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضورته به حاضر شو، ايمان به ورباندې راوړو، او تصديق به يې كړو، خو ورور مې په پاچايۍ ډير ويريږي، د واك ډير حريص دى، هغه خپلواك نه شي پريښودئ، هغه ته ګرانه ده چې د بل چا پيروي وكړي.
ما ورته وويل: كه هغه اسلام راوړي، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به يې بيرته د خپل قوم مشر وټاكي. د هغه دنده به بيا دا وي چې له بډايانو نه صدقې واخلي او په غريبانو يې وويشي. عبد وويل: دا هم څومره نيك عمل دى، بيايې وويل: صدقه څه ته وايي؟ شروع مې وكړه هغه ته مې صدقه او زكات تشريح كړ، د هر شي د زكات اندازه مې ورته بيان كړه او په اوښانو مې ورته خلاصه كړه. راته ويې ويل: يا عمرو! هغه حيوانات چې د باندې څري ونې او بوټې خوري او اوبه څښي آيا پدې ډول څارويو كې هم صدقه شته؟ په ځواب كې مې وويل: هو. هغه وويل: فكر نكوم چې زما قوم به د وطن لدې ليرې والي او شميرې له زياتوالي سره دې خبرې ته غاړه كيږدي. عمرو وايي څو ورځې هملته ورته انتظار وم. عبد به زما خبرې خپل ورور ته رسولې. تر څو يوه ورځ يې زه وغوښتلم. ورد ننه شوم پيره دارانو له مټو نه ونيولم، ده ورته وويل: خوشئ يې كړئ. خوشى يې كړم، ما غوښتل چې كينم. پيره دارانو د كيناستلو اجازه رانكړه پاچا ته مې وكتل. هغه راته وويل: وايه څه ويل غواړې؟ ما د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مهر شوى ليك ور وړاندې كړ، مهر يې مات كړ، ليك يې پرانيست او تر پايه يې ولوست. بيايې خپل ورور ته وركړ، هغه هم ولوست. خو ما ليدل چې ورور يې له ده نه نرم دى، بيا يې راته وويل: وايه د قريشو دريځ څه دى؟ ما ورته وويل: هغوى د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پيروي غوره كړيده. ځينې له زړه نه او له دين سره د مينې په بناء په اسلام مشرف شويدي، او ځينې نور بيا په زور سره مغلوب شوي. پاچا راته وويل: نور څوك له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره دي؟
ما وويل: خلكو دا دين خوښ كړيدى، هغوى د الله تعالى په فضل سره دا درك كړيده چې دوى په ګمراهۍ كې وو او اوس حق ته راغلي دي. فكر كوم دلته له تا نه پرته نور څوك ګمراه ندي پاتې. كه ته هم نن اسلام رانه وړې او پيروي يې ونكړې، نو لښكرې درپسې راځى له ريښو نه به دې باسي هر څه به دې ختميږي، نو اسلام راوړه تر څو په امن شې، كه اسلام راوړې نو محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به دې بيرته د خپل قوم مشر وټاكي، هيڅوك پلي او سواره به نه درته راځي. هغه راته وويل: يوه ورځ مهلت راكړه. ته سبا بيا راشه.
زه لاړم او ورور ته يې ورغلم. هغه راته وويل: يا عمرو! هيله من يم چې ايمان راوړي او د واكمنۍ حرص پريږدي. سهار ورغلم، خو اجازه يې را نكړه چې ورسره وګورم. ورور ته يې ورغلم ورته ومې ويل چې ما ته خو له پاچا سره د ليدو اجازه رانكړل شوه. هغه وروستلم. پاچا راته وويل ستا په خبرو كې مې فكر وكړ، كه زه اوس پاچايي داسې چا ته پريږدم چې شهسواران يې لا تر اوسه دلته ندي رارسيدلي، نو دا زما لپاره مناسبه نه ده او عربان به مې ډير كمزورى وشميري، او كه د هغه سواره دلته راورسيدل نو له داسې يوه مقاومت سره به مخ شي چې مخكې به يې ليدلى هم نه وي.
په ځواب كې مې ورته وويل: ستا خوښه، زه نو سبا بيرته روانيږم. كله چې هغه زما له ستنيدو نه ډاډه شو، نو خپل ورور يې ګوښه كړ او ورته ويې ويل: دغه پيغمبر (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې په كومو خلك غالب او بريالى شوى، مونږ د هغوى په نسبت په هيڅ حساب يوو، ده چې هر چا ته پيغام استولى، ټولو يې دعوت منلى.
په همدې اساس يې بل سهار زه ورغوښتلم، او هملته پاچا او ورور يې دواړو اسلام راوړ او د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تصديق يې اعلان كړ. دواړه په اسلام مشرف شول، او ما ته يې اجازه راكړه چې له خلكو نه صدقې راټولې كړم او په غريبانو يې وويشم او د خلكو تر مينځ فيصلې وكړم. كه چا به مخالفت راسره وكړ هغوى دواړو به مې عملي مرسته كوله.(1)
ددې پيښې له سياق نه داسې ښكاري چې دغه ليك د نورو په نسبت وروسته استول شوى، او ګمان كيږي چې د مكې له فتحې نه وروسته ليكل او استول شوى وي.
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پدې ليكونو سره خپل دعوت د هغه وخت زياترو پاچايانو ته ورساوه. په ځواب كې ځينې پاچايان په اسلام مشرف شول او يو شمير همداسې كافر پاتې شول. خو دومره خبره ده چې د هغو كفارو توجه هم همدې خوا ته را واوښتله. او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مبارك نامه او اسلام سره څه نا څه آشناشول.
ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح