د بادامو ګټې

له مشرانو به مو اورېدلي وي چې بادام د ذهن له پیاوړي کولو سره مرسته کوي. دا خبره یې پخه ده، بادام نه یوازې د مغز حجرو ته ښه دي بلکې ډیرې نورې روغتیايي ګټې هم لري.
طبیعي او داسې بادام چې مالګه ورسره نه وي ګډه شوې ډېر غوره غذايي مواد دي، چې ګڼې روغتیايي ګټې لري. بادام له مېنرالونو ډک دي او د ونو څخه په ترلاسه کېدونکو وچو میوو کې تر ټولو غوره وچه مېوه بلل کېږي.
هره ورځ د يو موټي بادامو خوړل د زړه سلامتي یقیني کوي، د وزن د ډېرېډو مخه نيسي او د شکرې او الزایمر په څېر له مزمنو او خطرناکو ناروغیو څخه مو ژغوري.

د بادامو خوړل ورځني غذايي رژیم ته ځینې حیاتي مغذي مواد ورزیاتولی شي. بادام د ویټامین اي، کلسیمو، مګنیزيمو او پوتاشیمو له پلوه هم بډای دي. پر دې سربېره بادام د پام وړ پروټین او فایبر هم لري، خو د خوږو کچه پکې په طبيعي توګه کمه ده.
په ۲۰ بادامو کې له ۱۲۰- ۱۳۰ کالوري انرژي شته. سره له دې چې دغه انرژي له غوړو څخه تأمينېږي، خو دا لومړۍ درجه صحي او غیر مشبوع غوړي دي چې روغتيا ته هېڅ زيان نه لري.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب