حيواني ډلې

حيواني ډلې

مفاهيم

دا درس زده کوونکو ته د حيواناتو بيلابيلې ډلې او د هغوی خواص ورمعرفي کوي:

تي لرونکي حيوانات

  • دا حيوانات د ملاتير او داخلي سکليټ لري
  • تي لري او ښځينه جنس يې خپلو بچيانو ته شيدې ورکوي
  • ويښتان او يا پت لري
  • د بوټو خوړونکي د بوټو د خوراک او خوښه خوړونکي د خوښې د خوراک لپاره ځانګړي غاښونه لري.
  • توده وينه لري ـ له خوراک څخه د اخيستل شوې انرژۍ په مرسته بدن ته له دننه تودوخه ورکوي.
  • بيلګې يې ـ انسانان، بيزوګانې، کوالا او داسې نور دي.

کب

  • په اوبو کې ژوند کوونکی حيوان دی چې د ملا تير، برانشونه او داخلي سکليټ لري.
  • زياتره سړه وينه لري، خو ځينې نوعې لکه ټونا او شارک توده وينه لري.
  • بيلګې: شارک، څيښدونکی کب، طلايي کب او داسې نور

حشرات

  • دا حيوانات د ملا تير نه لري.
  • پر ځمکه د حيواناتو تر ټولو زیاتې، خپرې او متنوعې ډلې دي.
  • بهرنی سکليټ لري.
  • درې ټوټې بدن، شپږ پښې او وزرونه لري
  • بيلګې: سلايي، اخوندک، خزدکه، ملخ، میږی او داسې نور.

غڼې

  • داړه ماره حشره ده چې د ملا تير نه لري.
  • بدن يې دوه برخې، اته پښې لري، خوله يې ژوونکې برخې نه لري او وزرونه هم نه لري.
  • ټولې غڼې د خپلې ګيډې په وروستۍ برخه کې وريښم توليدوي. زیاتره نوعې بيا له دې څخه په يوه جال کې د نورو حشراتو د بندولو کار اخلي، نورې نوعې يې په مستقيم ډول ښکار کوي. له دې وريښمو څخه په پورته کيدو، د سوريو لپاره د ښویو او ميينو ديوالونو د جوړولو، د هګيو لپاره د کڅوړو، د ښکار د نغښتلو او نورو اړتياؤ لپاره کار اخلي.
  • بيلګې: سورڅټې غڼه، ښکاري غڼه، اوږد لينګۍ غڼه او داسې نور.

غبرګژوندي [ذوحياتين]

  • غبرګژوندي حيوانات د ملا تير او داخلي سکليټ لري.
  • دوی د خپل ژوند يوه برخه په اوبو او بله پر وچه تيروي.
  • ان هغه نوعې چې په وچه کې هګۍ اچوي هم خپل ژوند په هغو هګيو کې پيلوي چې له مايع ډکې دي، او د برانشونو له لارې تنفس کوي.
  • بيلګې: چنډښه، څينډاخ، څرمښکۍ.

خزنده

  • خزنده هغه حيوانات دي چې پرته له انټارکټيکا څخه په بله هر يوه وچه کې موندل کیږي.
  • د دوی بدن دومره تودوخه نشي توليدولی چې د بدن تودوخه ثابته وساتي له دې کبله “سوړ ویني” بلل کیږي. خزنده د خپل بدن د داخلي تودوخې د درجې د تنظيم لپاره له چاپیريال څخه د تودوخې پر اخيستو او له لاسه ورکولو ډډه لګوي. د بيلګې په توګه د لمر او سيوري تر منځ د ځای د تبادلې، او د بدن دننيو برخو ته د تودې وينې د ليږلو او بهرنيو برخو ته د سړې وينې د ليږلو له لارې د بدن تودوخه تنظيموي.
  • د ملا تير او داخلي سکليټ لري.
  • پر فلس پوښل شوي دي.
  • داسې هګۍ اچوي چې شاربل کیږي.
  • بيلګې: ماران، کربوړی او کيشپ.

کرسټاسين [کلک پوستي]

  • کرسټاسين د حیواناتو يوه لويه ډله ده چې په حشراتو پورې مربوط دي.
  • دوی د ملا تير نه لري، خو يوه کاسه او يا ګوجګی لري لکه ګوجګی لرونکی چنګاښ.
  • زياتره یې اوبني دي چې په خوږو اوبو او يا بحري چاپيريال کې موندل کیږي، خو يو څو ډلو يې پر ځمکه ژوند پیل کړی دی لکه د وچې چنګاښ، د وچې ګوجګی لرونکی چنګاښ او خارک.
  • بيلګې: لوبسټر، چنګاښ، شريمپ او بارنيکل.

مرغان

  • مرغان دوه پښي او يا دوبل دي
  • تود ويني دي
  • کلک پوستې هګی اچوي
  • د ملا تير او داخلي سکليټ لري
  • بڼکې لري، او وړاندينی اندام يې د وزرونو په توګه کاروي، زیاتره يې منځ تشي هډوکي لري چې د الوتنې لپاره يې وزن کم ساتي.
  • مرغان له کوچنۍ مچ خورکې څخه نیولې بيا تر شترمرغې او ايمو [شتر مرغې ته ورته مرغه] پورې بيلابيل ډولونه لری.
  • مرغان د ګلانو له عصارې، بوټو، تخمونو، حشراتو، ماهیانو، تی لرونکو ژوو، خوسا شویو اجسامو او نورو مرغانو څخه خپل خوراک برابروي.
  • زياتره مرغان د ورځې له خوا فعالیت کوي چې [diurnal] يا ورځني يې بولي، خو ځينې مرغان لکه کونګ د شپې له خوا فعال وي چې [nocturnal] يا شپيني يې بولي.
  • بيلګې: عقاب، کيشکره، چتکی، توتکۍ. نه الوتونکي مرغان له پينګوين او ايمو [يو ډول شتر مرغه] څخه عبارت دي.

ستاسې دنده

  • د حیواناتو د هر يوه ګروپ انځورونه راغونډ او يا جوړ کړئ چې زده کوونکو ته د دې حيوناتو په پيژندنه کې مرسته وکړي.
  • د حيواناتو د بيلابيلو ډلو د تشريح لپاره له آفاقي معلوماتو او نورو سرچينو څخه استفاده وکړئ.
  • زده کوونکي هم د بيلابيلو حيواناتو انځورونه راټولولی او هغو ته په کتو سره خپل د خوښې حيوان انځورولی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب