د ايمان نښې او آثار

عن ابی امامة ان رجلاً سأل رسول الله صلی الله عليه وسلم ماالايمان ؟ قال اذا سرتک حسنتک وساءتک سيئتك فانت مؤمن (مسند امام احمد ) .

د امامه رضی الله عنه نه روايت دی چه يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چې ايمان څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : چې کله تاته پخپل ښه عمل خوشحالي وي او په بد عمل باندې رنځ او خفګان وي نو ته مؤمن يئ .

(ثلاث من كن فيه وجد حلاوة الإيمان: أن يكون الله ورسوله أحب إليه مما سواهما، وأن يحب المرء لا يحبه إلا لله، وأن يكره أن يعود في الكفر كما يكره أن يقذف في النار).(بخاري او مسلم ) .

د ايمان خوند به هغه څوک تر لاسه کړي چې په هغه کې دری خبرې پيدا شي ۱- د الله تعالی او محمد صلی الله عليه وسلم سره محبت تر نورو ټولو زيات وي ۲- د چا سره چې محبت کوي هغه صرف د الله تعالی په خاطر وي ۳- د کفر طرف ته ګرځيدل داسې بد او د نفرت وړ بولي لکه په اور کې غورزيدل .

(والله لا يؤمن، والله لا يؤمن، والله لا يؤمن). قيل: ومن يا رسول الله؟ قال: (الذي لا يأمن جاره بوائقه).(بخاري) .

your ads

قسم په الله دی هغه مؤمن نه دی ،قسم په الله دی هغه مؤمن نه دی ، قسم په الله هغه مؤمن نه دی ،عرض وشو يا رسول الله صلی الله عليه وسلم څوک مؤمن نه دی ؟ ويې فرمايل : هغه سړی چې ګاونډی يې د ده له شر او فتنو نه په ويره کې وي .

عن أنس، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه (بخاري) .

له انس رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چې په تاسې يو ت هغه پورې مؤمن نشي کيدای څو پورې چې دی د خپل ورور د پاره هغه څه خوښ نه کړي کوم چې د ځان د پاره يې خوښوي.

“المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده، والمؤمن من أمنه الناس على دمائهم وأموالهم” (ترمذي او نسائي ).

مسلمان هغه دی چې د هغه د ژبې او لاس له ضرر څخه خلک په امن وي او مؤمن هغه دی د هغه نه نور خلک د خپلو ځانونو او مالونو په باره کې څه خوف او ويره نه محسوسوي .

سبحان الله څومره ستره نښه ده ښه فکر وکړﺉ .

پورته احاديثو کې د اسلام او ايمان نه لرلو نه مطلب کامل ايمان دی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب