د اوسني وخت آفت

د اوسني وخت آفت د اخلاقو نشتوالی او د دين غياب دی…
د اوسني وخت آفت د کورنۍ د څارنيز نقش پيکه کېدل او په کور، ښوونځي او پوهنتون کې د بېلګې او مقتدی نشتوالی دی…

د اوسني وخت آفت مادي طغيان؛ د حرص غلبه؛ د شوکې اخلاق؛ او د شتمنو، زورورو، بانفوذه او ان غلو او بې ضميره کسانو بندګي ده…

د اوسني وخت آفت د کش و فش بندګي، د واکمنو منافقت، او د واکمنو په کشتۍ کې سپرېدل دي…

د اوسني وخت آفت د سپک او پوچ خوی نړيوال کېدل او په ټولو رسنيزو وسايلو کې د شهواتو پارونه ده…

دا ټول هغه لاملونه دي چې مونږ يې دې فساد ته رارسولي يو چې سر ترې ټکوو!
————————–
د دکتور مصطفی محمود له (على خط النار) کتاب څخه
دکتور مصطفی محمود (۲۷ دسمبر ۱۹۲۱- ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۹م) مصری طبيب، فيلسوف او ليکوال وو.

ليکنه: دکتور مصطفی محمود
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب