د ښځې عزت په حجاب کې خوندي دی

که موږ او تاسی وګورو ښځه د ټولنی یوه ستره هستی ده ښځې ته الله ج په اسلام کی ځانګړۍ مقام ورکړی دۍ، ښځه الله تعالی  د انسانی ژوند یو برخه ګرځولې ده، خو نن د نړۍ ټول کفار کوشش کوی چی د ښځو حقوق پایماله کړی او د ښځو د استعمال په موخه خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوې، دوی غواړې چی زموږ د مسلمانو خویندو پر عزتونو لوبې وکړې او له دې لاری غواړی چی ښځه د مسلمانانو پر ضد د استعمال لپاره د ځان یو اهم هدف وګرځوی.

غربیان چې هر وخت تش په خوله د بشر دوستۍ او د ښځو د حقوقو دعوه کوې  خو په اصل کی دا دغرب د لنډغرو یو چل او فریب دی چی په مټ یی زموږ مسلمانې خویندې سرتوره وی، په اصل کې غربیان د ښځو د حقوقو په نوم ازادی نه بلکې د یوې پتمنې ښځې په عزت باندې لوبې کولو او هغوی ته په آسانئ سره د لاس رسی آزادی مروجه کوي نو زموږ مسلمانو خویندو ته پکار ده چی دصلیب هر فریب ته متوجه او په دیقت ځیر شی هسی نه د غرب د وحشی ځناورو د اهدافو او پلانونو ښکار شې، دوی باید فکر وکړی چی الله ج او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم د دوی لپاره کومه لار غوره او اختیار کړی ده او دوی ته یې په اسلام کی کوم حقوق ورکړی دی.

الله ج په خپل کلام کی فرمایلی دی

بسم الله الرحمن الرحیم ،

یاایهاالنبی قل لازواجك و بناتك و نساء المؤمنین یدنین علیهن من جلابیبهن.

ژباړه: اې پیغمبره! و وایه خپلو بیبیانو ته او خپلو لوڼو ته او د مؤمنانو ښځو ته چی راکښته کړی پرخپلو ځانو باندی پوړني او یا ټکری.

له پورتني مبارک آیت څخه  معلومه شوه چی ښځو ته د کور نه وتل بی حجابه او بغیر د ضرورته حرام او نا جایز دی دوی باید په خپلو کورنو کی مستوری ناستی وی.

پدې اړه نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم فرمایلی دي: ان النظر سهم من سهام ابلیس مسموم من ترکها مخافتی ابدلته ایمانا یجد حلاوته فی قلبه، ابن کثیر،ج،۳،ص،۲۹۱،

ژباړه: نبی کریم صلی الله علیه وسلم  فرمایلی دی:  بیشکه نظر (نامحرمه ښځو ته کتل ) یو په زهرو ککړ غشی دی د شیطان که چا دا کتل د الله ج له ویری پریښودل نو په بدل کی به الله جل جلاله د دغه کس داسی ایمان ورنصیب کړی چی په زړه کښی به یی خوږوالۍ موجود وی.

له دی حدیث شریف نه معلومیږی چی وښځی ته قصدا کتل حرام دی، او دا هم معلومه شوه چی ښځه ټول عورت ده بغیر له مخ،لاسونو،او پښو چی شریعت ورته اندازه لګولې ده، خو هغه هم د نامحرمه کسانو په مخ کی بغیر له ضرورته ښکاره کول ورته حرام دی ځکه د ښځی ومخ ته کتل لویی لویی فتنی راپورته کوې له همدی وجه چی د ښځی ښکلا او ښایست ټول په مخ کی دی موږ باید د کفارو د فلان شوو دسیسو نه ځان خبر کړو او تل بیداره او اګاه وه اوسو.

 که چیرې لږ فکروکړو همدا یو ایت او حدیث شریف کافی دی ځکه د ښځو د ژوندانه هر اړخ پکی څیړل شوۍ دی د ښځو په حق کی پکښی عادلانه فیصله شوې ده او د دوۍ لپاره یی هر څه په خپل مقام کی مناسب ټاکلی دی هیڅ څوک له دینه مناسب حق نشی ورکولای مګر اسلام ورته داسې حقوق وضع کړی دی چې ښځې ته یې د عزت جامې ور په غاړه کړې دي.

محمود کامران

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب