د بچيانو په منځ کې عدل او مساوات

دموراوپلارلپاره داولاددروزنې په بنسټیزواصولوکي درېیم اصل دبچیانوپه منځ کي عدل اومساوات ساتل ده،همداڅه داولادپه نیک خویي اوفرمان برداري کي ستررول لري.زمونږدپاره په دې ځان پوه کول پکارده چي دماشوم یوازي داشعوراوخیال چي ګواکي دهغه له موراوپلارڅخه یودهغه دیوه ورورخواته ډېرفام کوي اودهغه ډېرعزت کوي،داماشوم بدمزاجه اوبدخویه کوي،اوپلاربیادهغه مقابله نشي کولای،اودحسدپربنابیاموراوپلاردهغه مخنیوی هم نشي کولای،لکه څنګه چي دیوسف علیه السلام دورڼوحال ده،چي کله هغوئ ولیدل چي ددوئ پلار دزړۀ میلان دیوسف علیه السلام خواته ده،نوهغوئ پرخپل پلاردغلط چلن تورولګاوه، لکه چي ارشاد ده: إِذْ قَالُواْ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ (8) سورة يوسف”(یاده کړه)هغه وخت چي وویل دغو(لسووروڼویوبل ته)خامخایوسف او وروریې(بنیامین)ډېرګران دی پلارزمونږځني حال داچي مونږډله یوقوتناکه(دمینې وړ)،بېشکه پلارزمونږخامخاپه خطاښکاره کښي دی“.

دیوسف علیه السلام دوروڼوددې خیال پایله(نتېجه) داشوه چي هغوئ دخپل پلاراو ورور په حق کي یوناخوښه عمل ترسره کړ،لکه چي ارشاد ده :اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضاً يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْماً صَالِحِينَ (9) قَالَ قَآئِلٌ مَّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ (10) سورة يوسف” (نوپردغه خبره یې سره تړون وکړ)ووژنئ یوسف یاوغورځوئ تاسي هغه په کومې ځمکې(لري)کښي چي وزګار(اوخالص)شي تاسی ته مخ(دتوجه)دپلارستاسي،اوشئ به تاسي ورورسته له دې(کار)یوقوم صالحان.وویل یوه ویونکي له دوئ څخه چي مه وژنئ یوسف(چي لویه ګناه ده)او(بلکه)وغورځوئ تاسي هغه په تیاره بېخ دګمنامي کوهي کښي چي وایې خلي ځیني تېرېدونکي(دلارې چي کوم لري ملک ته یې یوسي)که یئ تاسي کوونکي(د دې بېلتون) “.وروڼوخودخپل کوچني نابالغ ورور په خلاف داسي ټرون وکړ،حال داده چي هغه معصوم اوبې ګناه وو،یوازي خبره داوه چي دهغه پلار د نورو ورڼوپه پرتله له هغه دمینې زیات اظهارکاوه،داخبره دورڼودپاره دحسداوچل کولوذریعه جوړه شوه،له دې څخه معلومه شوه چي ترهغوپوري چي موراوپلاردبچیانوپه منځ کښي په مادي امعنوي دواړو وجو دعدل اوبرابري ونه ساتي ترهغه پوري پربچیانوباندي دهغوئ نصيحت اولارښوونې اغېزناک اوګټور نشي کېدلای،ځکه نوهغوته پکارده چي دخپلوپچیانوپه مخ کي دکوم یوه خواته دزړۀ دمینې ښکاروندیي ونکړي.په دې لړ کي رسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم په یوه حدیث مبارک کي داواضحه کړې ده لکه چي شیخین رحمهما الله(امام بخاري اوامام مسلم)نه نعمان بن بسیررضی الله تعالی عنه څخه نقل کړی ده چي هغه وايي چي دهغه موراوپلاردی نبي علیه الصلاة والسلام ته ور وستی اوهغه صلی الله تعالی علیه وسلم ته یې عرض وکړچي ماپه ځانګړي ډول دغه زوئ ته یوه ورکړه(عطیه) ،کړې ده،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم پوښتنه وکړه چي” ایاټولوبچیانوته دغه ډول ورکړه،کړې ده“ هغه وویل چي”نه“،هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي:”ما،ته ،دناانصافي پرخبره باندي شاهد مه نیسه”بیاهغه صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل” ایاته داخوښوې چي هغه په فرمانبرداري کښي برابري غوره کړي “؟هغوئ وویل چي ولي نه،رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل” بیاداسي مه کوئ.

“دمسلم شریف په روایت کي دا الفاظ دي: ” ایاتاله خپلو ټولوبچیانوسره همدا سلوک کړی دی؟ “ هغوئ وویل:نه،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل :له خدايه و ویږئ اودخپل اولادپه منځ کي دعدل اوانصاف چلن کوئ. “تردې وروسته زماپلارواپس راغلی.امام احمد،امام ابوداؤد،امام نسائي اوامام ابن حبان رحمة الله علیهم دنعمان بن بشیررضی الله عنه حدیث نقل کړی ده چي هغه فرمایي چي رسو ل الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل: ”دخپل اوپه منځ کي عدل کوئ، دخپل اوپه منځ کي عدل کوئ، دخپل اوپه منځ کي عدل کوئ. “ (سلسلة الاحاديث الصحیحة،رقم:1249)

شيخ عبد الغني نابلسي رحمة الله علیه ددې احادیثو په تشریح کي لیکی: ”ددې مبارکواحادیثوتوجیه داده چي داولادپه منځ کي عدل اوانصاف نه کول حرام ده،پرته له دې دبچیانوپه معاملوکښي دهغوئ په منځ کښي فرق کول داسي څه دي چي په وجه یې دهغوئ په منځ کي عداوت،کینه،اوبغض پیداکیږ ي اودا د اړیکودختمېدلو(قطع رحمي) لامل کیږي. “(تحقیق القضیة فی الفرق بین الرشوة والهدیة :217).(پاته بیا إن شاءالله تعالی)(ترجمه :منهج التربیة النبویة للطفل)

زمونږ اسلافو دې نکتې ته په پوره پام سره دخپلو بچیانوپه منځ کي دعدل اومساوات چلندکاوه،تردې ځایه چي دهغوئ په مچولوکي به یې هم دعدل خیال ساته،ترڅوچي درسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم دامراطاعت شوی وي، لکه چي رسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم دزوئ اولورپه منځ کي دمچولوپه هکله دعدل اومساوات ساتلوته پام لرنه کړې ده.

لکه څرنګه چي امام بیهقي رحمة الله تعالی علیه له حضرت انس رضی الله تعالی عنه څخه روایت کوي چي:”یوسړی دنبی اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم په مجلس کي ناست ووچي زوئ یې راغلی نوهغه یې مچ کړ اوپه غیږ کي یې کښېناوه،بیالور راغله نوهغه یې خپل څنګ ته کښېنوله(ددې په لیدلوسره)رسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل ”تاد دوئ په منځ کي عدل ونه کړ.“ امام طاؤوس رحمة الله تعالی علیه وايي چي: ” داکار روانه ده،هغه که سوې ډوډۍ هم وي،ابن المبارک رحمة الله تعالی علیه هم په همدې نظرده،امام مجاهدرحمة الله تعالی علیه اوعروة رحمة الله تعالی علیه هم همدامعنی نقلوي. “ (تحقیق القضیة في الفرق بین الرشوة والهدية:ص:218) ایادټولې زمکې پرسرداسي یوه روزنیزه (تربیتي)اداره شته چي هغه دبچیانودمچولواهغه په غیږاواړخ کي دکښېنول په اړه هم دعدل اومساوات لارښوونه ورکوي؟ دایوازي دنبوت ډېوه ده چي هلته داسي روزنه ترلاسه کیږي. ډېرځله دبچیانوترمنځ جنګ جګړه پیښیږي نوپه داسي وخت کي له حسداوکینې څخه دهغوئ دلیري ساتلوپه خاطر دهغوئ په منځ کي عدل اومساوات کول اودحق خبرې ثابتول اودغلطې هغې باطلول ضروري وي.

وګورئ ! رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم د داسي دوو ماشومانو چي په خپلوکي سره جنګيدو په منځ کي توپیروکړاو دهغوئ یې وپوهول اودهغوئ مشرانوته یې په بیلابیلوطریقودظلم دمخنیوي لارښوونه وکړه،ځکه چي کله ظلم له منځه لاړشي نوځای یې پخپله عدل نیسي. لکه چي امام مسلم رحمة الله تعالی علیه له جابربن عبدالله رضی الله تعالی عنه څخه روایت نقلوي چي هغه وفرمایل: ”دوه هلکانوپه خپلوکي سره جګړه وکړه،یوهلک له مجاهرینوڅخه وو اودوهم له انصارو،مهاجرهلک چیغه کړه چي مهاجرو!زماکومک ته راشئ، او انصاري هم چیغه کړۀ چي انصارو! زماکومک وکړئ،په دې وخت کي نبی اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم بهرتشریف راوړی او وه یې فرمایل چي ”دا څه پېښه ده،دجاهلیت دوخت غوندي اوازونه! “ صحابه کرامورضي الله تعالی عنهم عرض وکړ:یارسول الله ! داسي خبره نده،بلکه دوه هلکانو په خپلوکي سره جکړه کړې،یوه هغه بل پرکوناټیووهلی ده،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل چي : ” دویرې څه خبره نه ده،سړي ته پکارده چي دخپل ورورکومک وکړي،هغه که ظالم وي که مظلوم،که ظالم وي نوهغه له ظلم څخه منعه کړي،چي دا دهغه سره کومک ده،اوکه مظلوم وي نودهغه سره کومک وکړي.“

ماشومان چي کله په خپلوکي سره جګړه کوي نودهغوئ په منځ کي فرق کول هم عدل بلل کیږي؛ځکه هرو مروپه هغوئ کي یوظالم اوبل مظلوم وي،په دې وجه امام ترمذي رحمة الله تعالی علیه فرمايي چي(یوه ورځ)ماابوعبدالله(احمدبن حبنل رحمة الله تعالی علیه)ولیدچي دمکتب دماشومان په ځنګ کي تېریدی،دهغوئ خ سره جنګړه وه،نوهغه یې په مینځ کي فرق وکړ (چي داظالم او دامظلوم دی).(الآدب الشریعة والمنح المرعیة:1\182) په آخرکي مونږانصاف کوونکوموراوپلار او روزونکوته په دنیاکي دروزنې موخو(اهدافو)دلاس ته راوړنې ترڅنګ دقیامت په ورځ داخروي اجراوثواب زېری هم ور او رووو،چي هغوته به دنورمنبرورکول کیږي،الله تعالی دې مونږټول له دغه خلګوڅخه وګرزوي اودعدل اوانصاف پربنسټونومودې قائم پاته کېدوتوفیق راپه برخه کړي. لکه چي امام مسلم رحمة الله تعالی علیه له عبدالله بن عمربن العاص رضی الله تعالی عنه څخه روایت کوي چي هغه وفرمایل چي رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل: ”دالله تعالی په وړاندي به انصاف کوونکي دنورپرمنبرونوناست ځلیږي،چي په خپلوحکمونواوپه خپل اهل اوعیال اونورو کارونوکي به یې له عدل اوانصاف څخه کاراخیستيی.

مولوي اطیب

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب