د الله عزوجل اراده (حدیث)
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ،قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” قَالَ سُلَيْمَانُ : لَأَطُوفَنَّ اللَّيْلَةَ عَلَى تِسْعِينَ امْرَأَةً كُلُّهُنَّ تَأْتِي بِفَارِسٍ يُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ،فَقَالَ لَهُ صَاحِبُهُ : قُلْ : إِنْ شَاءَ اللَّهُ،فَلَمْ يَقُلْ : إِنْ شَاءَ اللَّهُ، فَطَافَ عَلَيْهِنَّ جَمِيعًا،فَلَمْ يَحْمِلْ مِنْهُنَّ إِلَّا امْرَأَةٌ وَاحِدَةٌ ،جَاءَتْ بِشِقِّ رَجُلٍ ،وَايْمُ الَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ ،لَوْ قَالَ : إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَجَاهَدُو افِي سَبِيلِ اللَّهِ فُرْسَانًا أَجْمَعُونَ ” .
دابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل: یوه ورځ سلیمان علیه السلام وویل: نن شپه به زه خپلو ۹۰ کور والا (ښځې) سره کور والی کوم او هره یوه به آس ځغلونكى ماشوم راوړي چې (هغوی ټول به) د الله په لاره كې جهاد كوي.
د سلیمان علیه السلام ملګري هغه ته وویل: ان شاء الله و وایه، مګر د سلیمان علیه السلام نه د ان شاءالله ویل د یاده ووتل.
سلیمان علیه السلام خپلو بیبیانو ته ورغی، مګر د هغه د یوې بیبي نه بغیر نور د هیچا حمل و نه شو او د هغې یوې هم چې ماشوم وشو هغه هم ناقص وه.
رسول الله علیه الصلام والسلام وفرمایل: زما دې په هغه ذات قسم وي، چې د محمد نفس د هغه په واک كې دی که چېرته سلیمان علیه السلام ان شاءالله ویلي و (د هغه د ټولو بیبیانو نه به ځامن پیدا شوی وو) هغوی ټولو به د الله په لار كې په آس سواره جهاد کړی وو.
دحدیث تخریج :
بخاري و هذا لفظه: کتاب الأیمان والنذور، باب كيف کانت یمین النبى صلی الله علیه وسلم، حدیث (۶۶۳۹)او په کتاب الجهاد، باب: من طلب الولد للجهاد (۲۸۱۹)بخاري په: کتاب أحادیث الأنبیاء، باب: قول الله تعالی (و وهبنا لداود لسیمن، نعم العبد، انه أواب (۳۴۲۴)په کتاب النکاح ، باب: قول الرجل: لأطوفن اللیلة علی نسايي (۵۲۴۲)په کتاب: کفارات الأیمان، باب: الاستثناء في الأیمان (۶۷۲۰ ) او په کتاب التوحید، باب: في المشیئة والارادة، حدیث (۷۶۶۹)
مسلم: کتاب الایمان، باب الاستثناء في الیمین وغیرها، حدیث (۱۶۵۴)
نسايي: کتاب الایمان والنذور، باب اذا حلف فقال له رجل ان شاءالله، هل له استثناء؟ حدیث (۳۸۶۲)
دحدیث فائدې :
۱: لوی او غټ همت او د اجر نیت د مسلمان له صفاتو څخه دی.
۲: ټول أنبیاء بشر دی او هغوی لکه د نورو عامو انسانانو غوندې شیان ورڅخه هېرېږی لکه په دغه كيسه كې چې د سلیمان علیه السلام نه د ان شاء الله ویل هېر شول.
۳: کله چې یو کس د کوم كار اراده وکړي د مثال په توګه ووايي، چې سبا دا کار کوم نو بهتره دا ده چې داسې ووايي: ان شاءالله سبا به دا کار وکړم. الله عزوجل فرمایلی:
(وَلَا تَقُولَنَّ لِشَيْءٍ إِنِّي فَاعِلٌ ذَٰلِكَ غَدًا (23) إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ ۚ وَ اذْكُر رَّبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَ قُلْ عَسَىٰ أَن يَهْدِيَنِ رَبِّي لِأَقْرَبَ مِنْ هَٰذَا رَشَدًا) . د کهف سورت ۲۳ او ۲۴ مبارک آیتونه .
ژباړه: او مه وایه یو شي ته چې زه دغه کار سبا ته کوم، مګر (ورسره وایه ای محمده) چې د الله اراده وي او کله چې دی هېره شي، نو خپل رب یادوه او (ای محمده) دوی ته ووایه چې ښايي زما رب ماته سمه لار وښيي.