د يوې منظرې عکس څه ډول واخلو؟

د رڼا د کنټرول بېل ډولونه:

د رڼا (نور) د برابرولو څو ډوله بېلې او متفاوتې لارې شته چې د رڼا (نور)  دا کنټرولوونکي رڼا په يوه ځانګړې توګه اندازه کوي. تر دې چې ستاسې په کامره کې د رڼا کنټرولوونکي د رڼا بېل اندازه کوونکي لري. بايد پوه شئ چې د رڼا دا کنټرولوونکي څه ډول کار کوي، دوی ولې رڼا په متفاوت ډول کنټرولوي او په دې پوه شئ چې کوم يو يې ستاسې د عکسونو لپاره وړ دئ.

الف. د رڼا منعکسه کنټرولوونکي او منعکس شوې رڼا.

ب. اتفاقي رڼا او د رڼا اتفاقي کنټرولوونکي.

د يوې منظرې عکس څه ډول واخلو؟

په څرګنده توګه د منظرو او ليدلوريو د تصويرونه اخيستل، نظر خوځنده (متحرک) او يا د ماشومانو او ځناورو تصويرونو ته آسانه دي. يو عکاس چې خپله کامره د خپل چاپېريال يوه لور ته نيسي کولای شي، تر هغې ډېر ښکلي څه تر لاسه کړي لکه يو کس يې چې همداسې ننداره کوي. لاندې څو ټکو ته پام وکړﺉ چې ستاسې تصويرونه په بې بېلګې تصويرونو بدلوی شي:

له بده مرغه، د منظرو د عکسونو د اخيستو لپاره د يوه حرفوي عکاس په توګه، د يوه ښه تصوير د اخيستو او يا د ښې رڼا لپاره داسې يوه وسيله نشته چې وخت په بشپړه توګه ووېشي. بايد له داسې فکټورونو سره لاس او ګرېوان شئ چې ستاسې له ذوق سره برابر نه وي او کله چې غواړﺉ هغې ته په مثبت نظر وګورﺉ. هغه عکسونه چې سهار وختي اخيستل کېږي له هغې تصويرونو سره چې د دوړو او لوخړو په وخت کې اخيستل کېږي توپير لري او هغه ښکلې ورېځې چې تاسې يې د عکس اخيستو لېواله ياست، ستاسې له خوښې سره سم نه درېږي. که غواړﺉ چې د منظرو عکسونه په ښکلې توګه واخلئ، بايد تل دې ته انتظار وﺉ چې بهر به يوه په زړه پورې پېښه کېږي.

له اتومات فوکس نه په پرلپسې توګه کار اخيستل

له پرلپسې فوکس نه هغه وخت کار اخيستل کېږي چې کامره يا سوژه د حرکت په حال کې وي. د کامرې د فوکس په دې پرلپسې حالت کې چې تاسې شټر نيمه کېکاږل شوی نيسئ، خپل ځان برابروي. له دې امله کولای شئ حرکتونه په ښه توګه وڅارﺉ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب