د الله تعالی د کتاب تلاوت- د مومن کور

بل کارچي په هغه سره بايد مسلمانه کورنئ ښائسته وي هغه دالله تعالی دمقدس کتاب  قرآن کريم تلاوت کول دي،په دې هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: : ((لا تجعلوا بيوتكم مقابر فإن الشيطان ينفر من البيت الذي تقرأ فيه سورة البقرة)) رواه مسلم[

له خپلوکورونوڅخه مقبري(هديري)مه جوړووئ ځکه شيطان له هغه کوره تښتي په کوم کي چي سورۀ بقره لوستل کيږي..(مسلم(

په دې حديث کي لاندينئ خبري دپام وړدي :
دمسلمانانوکورونه دژوندوکورونه دي، بايدپه  قرآن کريم باندي آبادوي .مقبري(هديري)خالي وي،هلته نه قرآن کريم لوستل کيږي اونه لمونځ کيږي.دژوندواودمړودکورفرق په دې دی چي دژوندي په کورکي عبادت کيږي اودمړه په کورکي نه کيږي .
شيطانان دقرآن سره په يوه کورکي نشي اوسېدلی بلکه له هغه کوره تښتي په کوم کورکي چي سورۀ بقره لوستل کيږي دمسلم شريف  په يوه بل حديث کي راغلي دي:
)خذوا سورة البقرة ، فإن أخذها بركة و تركها حسرة ، ولا تستطيعها البطلة )[۱[
)رواه مسلم).سورۀ بقره واخلئ ځکه ددې سورت اخيستل برکت دی اوپرېښودل ئې دافسوزلامل دی اوددې سورت ساحران طاقت نلري .{بطلة يعني ساحران اوکوډګران{
په دې حديث کي دې خبري ته هم اشاره شوي چي په کوم کورکي سورۀ بقره لوستل کيږي هغه کوربه له جادواوکوډوڅخه هم خوندي وي .

داصفات بايدپه یوه مسلمانه کورنئ کي وي ځکه  دمسلماني کورنئ ځانګړتياله نوروڅخه په لمانځه،ذکراودقرآن کريم په تلاوت سره ده .
نوهغه کورنئ چي په هغې  کي داکارونه نه کيږي،قرآن پکي پرېښودل شوی اولمونځ پکي نه کيږي اودالله جل جلاله ذکرپکي نوي،نوداددې ډېره  لائقه  اوجوګه ده  چي په دې کي دي شيطانان اوپيريان زيات وي اوددوی ټاټوبئ دي وي چي په پايله کي به ئې دکورنئ وګړي له ډول ډول کړاوونوسره مخامخ کيږي .
نوکه څوک ځان له پيريانواوشيطانانوخوندي کول غواړي اوددنيااوآخرت خوشحالي غواړي نوهغه دي خپل کورپه دين  باندي ابادکړي ځکه خوشحالي په دين کي ده،له دينه پرته په بل څه کي خوشحالي نشته
اوس به راشودېته چي له کوموکارونوڅخه بايديومسلمانه کورنئ خلاصه اوفارغه وي نوپه لنډډول وايوچي مسلمانه کورنئ بايدله هرډول ګناهونوڅخه پاکه وي شرک،بدعت اوداسي له نوروهرډول ګناهونوڅخه بايدپاکه وي.
دوی بايدپه خپل ورځني ژوندکي تربل هرڅه اسلام ته لومړيتوب ورکوي نه رواج اونفسي خواهشاتوته .

په ځانګړي ډول د بې ضرورته سپيانواوانځورونو(تصويرونو)له ساتلوڅخه  هم بايدخلاصه وي
له ابوطلحه رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:لاتدخل الملائکة بيتافيه کلب ولاتصاوير(متفق عليه(

په کوم کورکي چي سپی اوانځورونه وي هغه ته ملائکي نه ننوزي .
عائشه رضی الله عنهافرمائلي دي:ان النبي صلی الله عليه وسلم لم يکن يترک في بيته شيئافيه تصاليب الانقضه(رواه البخاري(۹

your ads

يعني رسول الله صلی الله عليه وسلم به په کورکي داسي شی نه پرېښودی چي په هغه کي انځوروو بلکه ماتوی به ئې ـ
په کورکي بېله ضرورته دسپي اوانځورونوساتل دالويه ګناه ده، خومتاسفانه داعمل په اوسني دورکي ډېرزيات دی،داسي کورونه به ډېرکم وي چي هغه له دې شيانو خالي وي  په داسي حال کي چی دالويه ګناه ده اوله داسي لوی خيرڅخه محرومتياده چي درحمت ملائکي هغه کورته نه ورځي،کوم کورته چي ملائکي درحمت نه ورځي نوهغه کوربيادشيطانانواوپيريانوپه ټاټوبي بدليږي بياپه هغي کورنئ کي  يوازي عذابونه،بدبختئ اوډول ډول غمونه اومصيبتونه  نازليږي .

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

ليکنه:إسرا مسعودی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب