د الله تعالی د محبت اسباب څه دي؟
د بخاري او مسلم نه روايت دې چې حضرت انس رضی الله عنه وايي : کله چې زه او رسول الله صلی الله عليه وسلم له جومات څخه ووتلو نو د جومات د وره تر څنګ له يوه سړی سره مخامخ شو،هغه سړی له رسول الله صلی الله عليه نه پوښتنه وکړه چې قيامت څه وخت دی ؟ رسول الله صلی الله عليه هغه سړی ته وفرمايل : د قيامت د پاره دې څه تيار نيولی دی ؟ هغه سړی غلی شو وروسته يې وويل ما دهغه د پاره څه زيات لمونځ ،روژه او صدقه نه دي برابر کړي مګر زه الله جل جلاله او دهغه رسول الله صلی الله عليه دوست لرم .
رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم په ځواب کې وويل : پس ته به د هغه سره وﺉ چې دوست يې لرې .
ددې حديث په يو بل روايت کې انس رضی الله عنه وايي په هيڅ شی دومره نه وم خوشخاله شوی لکه په دې خبره (پس ته به د هغه سره وﺉ چې دوست يې لرې) خوشحاله شوم .
امام ابن قيم (رح) په مدارج السالکين کې د محبت الهی د پاره لس سببونه ذکر کړی دي چې هغه د ستاسو خدمت ته تقديموم :
اول سبب :
د قرآنکريم تلاوت په فکر او تدبرسره او دهغه په معنی او مقاصدو کې فکر کول ،څوک چې دا خوښوي چې له الله تعالی سره خبرې وکړي هغه دې قرآن ووايي .
حسن بن علی رضی الله عنه وايي : کوم کسان چې مخکې د تاسو وو قرآنکريم به يې د الله تعالی د جانبه راليږل شوی خط (ليک ) بللو د شپې به يې په هغه کې تدبر کولو او د ورځې به يې هغه عملي کولو ) .
امام نوي (رح) وايي : د قرآنکريم د لوستونکې د پاره اولين لازمي شرط دا دی چې دی په دې فکر کې وي چې زه د الله تعالی سره د مناجاتو په حال کې يم .
همدا وجه وه چې يوصحابي وتوانيدو د يوه سورت په تلاوت کولو په هغه کې تدبرکول او دهغه سورت سره د محبت کولو په وجه يې د الله تعالی محبت تر لاسه کړ، هغې صحابي به هميشه په لمانځه کې سورت اخلاص ويلو کله چې د هغه په اړه له نوموړی صحابي څخه وپوښتل شول هغه وويل : زما دا سورت خوښ دی ځکه په دې سورت کې د رحمن خدای جل جلاله صفت بيان شوی دی نو زه دا خوښوم چې هغه ووايم .
رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته وويل : هغه ته ووايئ چې الله تعالی تا خوښوي .
بايد پوه شو چې د قرآنکريم د تلاوت څخه مقصد په هغه کې تدبر او فکر کول دي کچيرې هغه په يو ځل حاصل نشي نو بايد څو ځله تکرار شي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه او صحابوو به داسې کول .
له ابوذر رضی الله عنه نه روايت چې يو ځل رسول الله صلی الله عليه ټوله شپه ددې ايت کريمه (إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ) (المائده 118 ) په تکرار کې تيره کړه .
تميم داری رضی الله عنه هم يو ځل دا ايت (أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ (جاثية – ۲۱ ) ) ټوله شپه تلاوت کولو .
دوهم سبب :
الله تعالی ته د فرائضو نه وروسته د نوافلو په وسيله نږدې کيدل ځکه د نوافلو په کولو سره سړی د محبوبِت درجې ته رسيږي .
رسول الله صلی الله عليه په قدسي حديث شريف كې د الله د طرف نه داسې فرمايي : … او زما بنده ماته د نوافلو په وسيله نږدې کيږي تر څو هغه خپل دوست ولرم او هر کله چې زه د کوم بنده دوست شم نو د هغه غوږونه شم چې په هغه باندې آروي ،د هغه سترګې شم چې په هغه باندې ويني او دهغه لاسونه شم چې هغه باندې نيول کوي او دهغه پښې شم چې په هغه باندې تګ کوي او حتی که له ما څخه څه وغواړي زه به هغه ورکوم (بخاري ) .
د اندامو کيدو نه مطلب دا دی چې بيا دغه ټول اندامونه د الله تعالی په رضا کې کارول کيږي يا د هغه سره مرسته او مدد کول او د هغه په هر کار کې برکت اچول دي .
دريم سبب : د الله تعالی ډيرډير يادول په ژبه ،زړه او عمل سره :
فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ ( البقره 152 ) (تاسې زما ذکر کوﺉ زه به تاسې يادوم )
وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (الجمعة 10 ) ( الله پاک په کثرت سره ياد کړﺉ چې کاميابي ومومئ ) .
وقال أبو هريرة: عن النبي صلى الله عليه وسلم: (قال الله تعالى: {أنا مع عبدي حيثما ذكرني وتحرَّكت بي شفتاه}).
(رواه بخاري ) .
د حضرت ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د الله تعالی مبارک ارشاد دی چې کوم وخت بنده زما ذکر کوي او زما په یاد کې د هغې شونډې خوزيږي نو هغه وخت زه د هغه بنده سره يم.
څلورم سبب : د نفسي خواهشاتو د غلبې په وخت كې د الله تعالی حکمونو ته ترجيع ورکول ،مثلاً نفس او هوا داسې څه غواړي چې په هغه کې د الله تعالی د حکم مخالف وي د هغې ترک کول .
ابن قيم (رح) ددې جملې په شرح کې ليکي : د الله تعالی رضايت ته د نورو په رضايت ترجيع ورکول .
همدارنګه زياتوي : د الله رضايت ته د نورو خلکو په خوشحالولو ترجيع ورکول هغه داچې يو کس داسې څه تر سره کوي چه د الله تعالی د رضايت سبب ګرځي مګر د خلکو د قهر او ناخوښۍ سبب ګرځي چې ددې سختې قربانۍ لومړی درجه کسان پيغمبران عليهم السلام دي .
په لنډ ډول ويلای شو :
۱- د نفسي غوښتنو سرکوبول .
۲- د نفسي غوښتنوسره مخالف .
۳- د شيطان او د هغه له ملګرو سره جهاد .
پنځم سبب :
د الله تعالی د نومونو او صفاتو مطالعه کول په هغه کې فکر او تدبر کول او په هغه باندې کلکه عقيده لرل د الله تعالی د محبت سبب ګرځي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :” د الله ۹۹ نومونه دي چا چې هغه ياد کړل يا يې وشميرل جنت ته به داخل شي ” (بخاري 6410 ) .
شپږم سبب : د الله تعالی د پټو او ښکاره نعمتونو او احساناتو مشاهده کول د محبت باعث کرځي ، احسان او نيکي قيمتي شيان دي چې د انسان د احساس او عاطفې ولولې تازه کوي چا چې نيکي ورسره کړې وي د هغه سره يې محبت زياتيږي .
په واقعيت کې بغير د الله تعالی نه بل نيکي کونکی او نعمت ورکونکی نشته خو دا په عقل اوصحي نقل پوهيدای شي ، د بصيرت د خاوندانو په نزد بغير د الله تعالی نه بل محبوب نشته او بل څوک د محبت وړ نشته او کچيرې انسان حقيقي معرفت تر لاسه کړي هغه به پوه شي چا چې له ده سره احسان کړی دی يوازې الله تعالی دی او دهغه جل جلاله نيکۍ او احسانونه له شماره وتلي دي .
قوله تعالی : وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ الإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ (ابراهيم ۳۴ ) .
ژباړه : او که تاسې وشمرئ نعمتونه د الله نو تاسې به يې ونه شی شميرلی يقيناً چې انسان ظالم ډير ناشکره دی .
اوم سبب :
له عجيبو اسبابو څخه دی د الله تعالی پر وړاندې خشوع او عاجزي اختيارول .
ابن قيم (رح) وايي : د خشوع معنی په حقيقت کې د محبت ،درناوي يا احترام او ذلت او عاجزۍ تر مينځ جمع شوی ده .
زمونږ مخکينيو د خشوع عجيب حالات درلودل چې د هغوی د زړه صفايي او پاکي ورڅخه څرګنديږي .
عبدالله بن زبير رضی الله عنه به چې کله په لمانځه ودريدو نو داسې په خشوع سره به ولاړ ؤ لکه وچ لرګی .
علی بن حسین زين العابدين رضی الله عنه به چې کله اودس کولو رنګ به يې زيړشو او کله چې هغه ته وويل شول چې دا حال دې د څه په وجه دی ؟ هغه به ويل :آيا پوهيږې چې د چا په مقابل کې رديږم .
آتم سبب :
په تنهایی کې د الله تعالی په دربار کې مناجات ،تلاوت ،دعا او استعفار ويل په خاصه توګه د شپې په آخرې حصه کې چې د الله تعالی اسمان ته د نزول وخت وي .
تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (السجده ۱۶ ) .
ژباړه :د دوی ډډې د خوب له ځايونو څخه بيلې وي او خپل رب ته په ويرې او تمې سره دعا کوي او له هغه څه نه چې دوی ته روزي ورکړې (د الله په لار کې ) لګوي .
کوم کسان چې د شپې د الله په دربار کې دريږي د محبت واقعي اهل بلل کيږي ځکه چې په شپه کې د الله تعالی به دربار کې دريدل د محبت ټول ذکر شوي اسباب له ځانه سره لري .
له دې امله عجيبه نه ده چې د آسمان امين جبرئیل عليه سلام د ځمکې امين رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ددې پيغام سره نازليږي چه (پوه شه چې د مؤمن شرف د شپې قيام دی او عزت يې له خلکو نه بې پروايي ده ) (سلسلة صحيحه ) .
د حسن بصری (رح) نه چا پوښتنه وکړه چه د الله تعالی په لار کې کوښښ کونکي د خلکو په مينځ د ښايسته او ځلانده څهرو لرونکي وي ؟ حسن بصری وويل : هغوی د الله تعالی سره په تنهايي کې مناجات کوي نو له دې امله الله تعالی هغوی پخپل نور پوښي .
نهم سبب :
د الله تعالی د صادقو بندګانو سره ناسته ولاړه کول او د هغوی له خبرو او اعمالو ګټه پورته کول د الله تعالی د محبت سبب ګرځي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
الله تعالی فرمایی : زما محبت د هغو کسانو د پاره چې يو له بله محبت کوي واجب دی او زما محبت د هغو کسانو د پاره چې يو له بله کيني واجب دی او زما محبت د هغو کسانو د پاره چې يو د بل ديدار ته ورځي واجب دی (مشکاة المصابيح ) .
د مسلمان محبت د خپل مسلمان ورور سره د ايمان د رښتنولی او نيکو اخلاقو ثمره ده چې د مسلمانانو يو له بله محبت په مثال د کلک ديوال دی چې الله تعالی د مسلمان زړه د هغه په وسيله ساتي تر څو ايمان يې قوي او محکم وي او له ضعيفوالی ساتل شوی وي .
لسم سبب :
د هر هغه سبب نه ځان ساتل چې د بنده او الله تعالی تر مينځ فاصله را مينځه ته کوي ځکه هر زړه چې فاسد شي بنده د دنيا او آخرت څخه هيځ ګټه نشي پورته کولای .
يَوْمَ لاَ يَنفَعُ مَالٌ وَلاَ بَنُونَ 88 إِلاَّ مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ (الشعرا ۸۸ – ۸۹ )
(په هغه ورځ چې نه به رسوي نفع مال او نه اولاد هيچا ته مګر هغه چا ته چې راغلي دی الله ته په زړه سلامت او پاک (له کفره او نفاقه ) .
ليکنه : امام ابن قيم رحمه الله
ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود